د سامسنګ ګټه څنګه ۸۰ میلیارد ډالرو ته لوړېږي؟

    • Author, اوسماند چیا
    • دنده, سوداګریز خبریال
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

'سامسنګ الکترونیکس' شرکت وايي تمه لري د دې شرکت درې‌میاشتنۍ ګټه د تېر کال د همدې مودې پرتله نژدې نهه برابره ډېره شي. د دې دېروالي اصلي لامل د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د معلوماتي مرکزونو لپاره د کارېدونکو د حافظې چِپونو د غوښتنې چټک ډېروالی او تقاضا بلل شوې ده.

د ‎ټېکنالوژۍ دغه شرکت اټکل کوي چې د سپټمبر تر پای پورې په درېیو میاشتو کې یې عملیاتي ګټه ۱۰۷.۴ ټریلیون وون (شاوخوا ۶۱ میلیارد پونډه یا ۸۰ میلیارد ډالر) ته رسېدلې ده. دا به د سامسنګ لپاره پرله‌پسې څلورمه ربع وي چې د ریکارډ عایدات ثبتوي.

سامسنګ د حافظې چپ له سترو نړیوالو شرکتونو دی. همداشان د سوېلي کوریا SK Hynix او د امریکا Micron هم د حافظې چِپونه جوړوي چې د Nvidia په څېر د اې‌ای شرکتونو لپاره ډېر مهم دي.

سامسنګ چې د Galaxy Fold او S26 سمارټ‌فونونه هم جوړوي، تمه کېږي چې د خپلو نویو قاتېدونکو موبایلونو له امله هم اضافي ګټه ترلاسه کړي؛ دغه وسایل د اګست په میاشت کې بازار ته وړاندې شوي وو.

د سامسنګ د درېیمې ربعې بشپړ مالي راپور به د اکتوبر په پای کې خپور شي.

د سوېلي کوریا ځینې لوی شرکتونه د خپلو بشپړو مالي راپورونو له خپرېدو مخکې د عایداتو لومړني اټکلونه وړاندې کوي، څو پانګه‌والو ته معلومات ورکړي.

دغه ډول اټکلونه د بهرنیو شنونکو له اټکلونو ډېر باوري ګڼل کېږي، ځکه چې د شرکت د داخلي معلوماتو پر بنسټ جوړېږي.

په ټوله نړۍ کې د هغو کمپیوټري چِپونو غوښتنه خورا ډېره شوې چې د AI د پرمختګ لپاره کارېږي. دې کار د ټېکنالوژۍ اړوندو چِپ جوړوونکو شرکتونو عایدات او د هغوی د ونډو بیې لوړې کړې دي.

په وروستیو کلونو کې د غوښتنې زیاتوالي په ټوله نړۍ کې د (Semiconductors) موادو د کمښت لامل شوی، چې د سامسنګ په څېر شرکتونو پلور یې لوړ کړی. د سامسنګ د ونډو د بازار ارزښت د روان کال په پیل کې له یو ټریلیون ډالرو واوښت.

په دې صنعت کې پانګونه هم په چټکۍ زیاته شوې ده. د امریکا لویو ټېکنالوژۍ شرکتونو، لکه Google، Amazon او Meta، ژمنه کړې چې سږ کال به له ۶۵۰ میلیارد ډالرو څخه زیاته پانګونه په AI پروژو کې وکړي.

په جون میاشت کې سوېلي کوریا د داسې پروژو لپاره لږ تر لږه د ۸۸۰ میلیارد ډالرو پلانونه اعلان کړل چې مشري به یې سامسنګ او SK Hynix کوي. هدف یې په راتلونکو کلونو کې د هېواد د چِپ جوړولو وړتیا پراخول دي.

په جاپان، چین او تایوان کې سیال اسیایي شرکتونه هم د AI د غوښتنې د زیاتوالي له امله د چِپ جوړولو په فابریکو کې پراخه پانګونه کوي.

د چِپونو د کمښت او د غوښتنې د ډېروالي له امله سامسنګ او ځینې نور شرکتونه د خپلو محصولاتو بیې لوړوي، چې له کبله یې د ځیرک ټیلېفونونو او کمپیوټرونو په څېر توکي هم ګرانېږي.