د طالبانو حکومت وايي‌ پر "یوناما د برید پلان" یې شنډ‌ کړی، د "مقاومت جبهې" نوم ډلې ورسره خپل تړاو رد کړی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وايي څلور مشکوک کسان یې نیولي چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) پر دفتر د چاودنې پلان درلود.

دا وزارت ادعا کوي چې دغو کسانو د 'مقاومت جبهې' په نامه د دوی له یوې مخالفې ډلې سره تړاو درلود.

خو د 'مقاومت جبهې' نومې ډلې دا تورونه رد کړي او په دې تړاو یې له ملګرو ملتونو د ناپیېلې څېړنې غوښتنه کړې ده.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما نظر هم واخلو، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت په یوه ویدیو کې ځینې عکسونه خپاره کړي دي.

دا وزارت وايي،‌ دغه کسان د دوی د پولیسو یا شرطې ځانګړو ځواکونو نیولي دي او ادعا کوي چې پر خپلو تورونو یې اعتراف کړی دی.

بي‌بي‌سي‌ په خپلواک‌ ډول دا نه شي‌ تایيدولی چې له نیول شویو کسانو اعترافونه تر څه ډول شرایطو لاندې ثبت شوې دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې ویډیو کې د 'مقاومت جبهې' لخوا د نورو بریدونو په اړه هم خبرې شوې دي.

خو د 'مقاومت جبهې' په نامه ډلې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت دغه تورونه رد کړي چې ګواکې غړو یې په کابل کې د یوناما پر دفتر د برید پلان درلود.

دغې ډلې له یوناما غوښتي چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې ویډیو وارزوي او په اړه یې ناپیېلې پلټنه وکړي.