تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د خيبر پښتونخوا اعلی وزير: په صوبه کې د هیڅ نویو پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوم
د خيبر پښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدی وايي، په صوبه کې به د هر ډول نویو پوځي عملیاتو مخه ونیسي.
په خیبر سیمه کې د هغه لاریون ګډونوالو ته وینا کې، چې دوی 'د لانګ مارچ' نوم ورکړی، سهیل اپریدي وویل، وروستیو مذاکراتو سیاسي بڼه درلوده، خو په وینا یې ځينو کړيو غوښتل چې دوی د نورو پوځي عملياتو ملاتړ وکړي او په خبره یې دی به هېڅکله هم د دې چارې برخه نه شي.
سهيل افريدي زياته کړه چې د تېر وخت پوځي عملياتو له امله د قبايلي سيمو خلک له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شوي دي.
اعلی وزیر په لاریون کې د خلکو ګډون فوق العاده وباله، په وینا یې لاریون به تر صوابۍ سیمې پورې ځي او هلته به د راتلونکي لپاره تګلاره اعلان کړي.
له دې مخکې د خیبر پښتونخواایالت د اطلاعاتو صوبايي وزیر شفیع جان وویل، د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند لاریون به، چې دوی د لانګ مارچ نوم ورکړی، تر هغه روان وي چې په وینا یې غوښتنې یې ومنل شي.
هغه پر اېکس یوه خپره شوې اعلامیه کې وايي، لاریون د خپل ټاکل شوي پلان له مخې مخ پر وړاندې روان دی او ګډونوال یې په سوله ییز ډول سفر کوي.
د ده په وینا، له ګډونوالو سره هېڅ ډول وسله نه شته.
شفیع جان زیاته کړه: ''لانګ مارچ اوس پېښور ته رسېدلی دی. نن به د خیبر سیمې پر لور روانېږو او سبا به بېرته پېښور ته داخلېږو.''
د یادونې ده چې هغه غوښتنې چې لاریون کوونکي یې د پوره کېدو خبره کوي، د اکتوبر په څلورمه د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل اپریدي پر خپله اېکس پاڼه خپرې کړې.
په دې غوښتنو کې د مخکیني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي لپاره د طبي اسانتیاوو برابرول، له له ''غیر ضروري ځنډ'' پرته له وکیلانو او ملګرو سره د لیدنې اجازه ورکول، د هغه د قضیو پرېکړه او په خیبر پښتونخوا ایالت کې د امنیت د ټینګښت لپاره د فدرالي حکومت او صوبې ترمنځ نوې مشورې او د امنیتي تګلارې بیاکتنه شامل دي. دې لړ کې ټولټال اووه غوښتنې مطرح شوې دي.
بل لور شفیع جان د چهارشنبې په ورځ وویل، خیبر پښتونخوا له سختدریځۍ او ناامنۍ اغېزمنه شوې او د فدرالي حکومت اوسنۍ پالیسي په دې برخه کې اغېزمنه نه ده ثابته شوې.
هغه ادعا وکړه چې د صوبایي حکومت له لوري د سولې د ټینګښت لپاره یو ځانګړی پلان شته او که عملي شي، په وینا یې په ۱۰۰ ورځو کې دننه په صوبه کې سوله راوستل کېدای شي.
د هغه په وینا، که د خیبر پښتونخوا د حکومت وړاندیز شوې تګلاره د پلي کېدو له ۱۰۰ ورځو وروسته هم د امنیت په ټینګښت کې ناکامه شي، وفاقي حکومت کولای شي خپله پخوانۍ پالیسي بېرته عملي کړي.
بل لور د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) د اطلاعاتو مرکزي سکرتر شيخ وقاص اکرم وايي، که حکومت د ګوند د غوښتنو منلو په اړه جديت وښيي، د دوی ګوند به يو ځل بيا د مذاکراتو مېز ته ستون شي.
نوموړي پر اېکس ټولنيزې رسنۍ خپره کړې اعلاميه کې ادعا کړې چې په هېواد کې د سياسي او اقتصادي بې ثباتۍ اصلي مسوول تحريک انصاف نه، بلکې اوسنی حکومت دی.
د هغه په وينا، مذاکرات د حکومت د "زړورتيا نشتوالي او ضد" له امله ناکام شول.
د يادونې ده چې تحريک انصاف د خپلو غوښتنو د منلو لپاره 'ستر لاریون' پیل کړی دی. بل لور د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف پرون وویل چې پرلتونه او لاریونونه د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کوي او هېواد ته زيان رسوي.
د لومړي وزیر د سياسي چارو سلاکار رانا ثناءالله پر چهارشنبه وويل چې لومړي وزیر يو ځل بيا تحريک انصاف ته وړانديز کړی چې ټولې ستونزې د مذاکراتو له لارې حل کړي.
د رانا ثناءالله د څرګندونو په ځواب کې شيخ وقاص اکرم وويل، تحريک انصاف هېڅکله د خبرو له لارې نه دی تښتېدلی.
د هغه په خبره، د ګوند اساسي غوښتنې دا دي چې عمران خان ته دې د هغه د شخصي ډاکټر تر څارنې لاندې د درملنې اسانتيا ورکړل شي، د هغه "ناحقه بند" دې پای ته ورسېږي، او د عمران خان د خويندو او نورو نيول شويو کسانو نظربندي دې هم ختمه شي.
بل لور د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل اپریدی وايي، د خیبر پښتونخوا د والي یا ګورنر لخوا پرون (سې شنبه) رابلل شوې غونډه له اساسي قانون سره سمه نه ده او د هغې د قانوني او قانوني حیثیت د ټاکلو لپاره به د اړوند قانوني سرچینې (اېډووکېټ جنرل) نظر واخیستل شي.
هغه په پېښور کې د صوبایي کابینې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په خیبر پښتونخوا کې د خلکو لخوا دوه پر درېیمه برخه اکثریت ټاکل شوی حکومت فعال دی، صوبایي اسامبلۍ، کابینه او حکومت په بشپړه توګه فعال دي.
د ده په وینا، په داسې حال کې د والي لخوا د عمومي سکرتر او د پولیسو د عمومي مشر (ای جي) په رابللو سره غونډه جوړول پر اساسي قانون او ولسواکۍ برید دی.
اعلیٰ وزیر ای جي پولیس او عمومي سیکرتر ته سپارښتنه وکړه چې د هر ډول غیر اساسي قانوني او غیر قانوني امر له عملي کولو ډډه وکړي.
هغه وویل چې د اعلیٰ وزیر د لرې کولو لپاره روښانه اساسي قانوني لاره شته او هغه د بې باورۍ (عدم اعتماد) د تحریک له لارې ترسره کېدای شي، خو په خبره یې: ''هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې پر ولسواک نظام برید وکړي.''
سهیل اپریدي دا ادعا هم وکړه چې د خیبر پښتونخوا پولیس د پاکستان د هرې بلې پولیسې ادارې پرتله تر ټولو عصري وسلې او تجهیزات لري.
هغه وویل چې د خیبر پښتونخوا د پولیسو، د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) او سپېشل برانچ وړتیاوې په دوامداره توګه لوړېږي.
د امنیتي وضعیت په اړه اعلیٰ وزیر ادعا وکړه چې په تېرو ۲۲ کلونو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ۱۴ زره عملیاتو او ۲۲ لویو پوځي عملیاتو سره سره ستونزه نه ده حل شوې، چې د ده په وینا دا د اوسنیو پالیسیو ناکامي څرګندوي.
نوموړي زیاته کړه چې که د صوبې د اړوندو لورو د وړاندیزونو له مخې پالیسي جوړه او پلې شي، د ۱۰۰ ورځو دننه د امنیت وضعیت ښه کېدای شي.
اعلیٰ وزیر دغه راز د قبایلي ضلعو د ادغام او مالي سرچینو په برخه کې پر فدرالي حکومت نیوکه وکړه. هغه وویل چې د ۲۰۱۸ کال له ادغام وروسته هم قبایلي ضلعو ته ټاکل شوي مالي حقوق نه دي ورکړل شوي، او د سختدریځۍ او پوځي عملیاتو له اغېزو سره مخ شویو کسانو ته د تاوان په برخه کې لا هم میلیاردونه روپۍ پوروړې دي.
د هغه په وینا، صوبایي حکومت د بې ځایه شویو او اغېزمنو خلکو د ملاتړ لپاره خپلې سرچینې کاروي او د حکومت له جوړېدو راهیسې یې د همدې موخې لپاره تر اوسه ۲۱ میلیارده روپۍ ځانګړې کړې دي.