د اکټوبر۷مه پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل۲۵م کال

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر پر اوومه شپه ناوخته کابل کې د هوايي ګوزارونو غږونو هغه اوازې او خبرونه ریښتیا کړل چې د همدغه کال د سپټمبر له۱۱مې وروسته په رسنیو کې خپرېدل. د بي۵۲ الوتکو لومړنۍ نښې په کابل، کندهار، جلال اباد او مزارشریف کې وې.

بریدونه پر هوايي ډګرونو، پوځي مرکزونو او یو شمېر ولسي ځایونو وو. د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش لږ وروسته اعلان کړه چې د امریکا پوځ د ده په امر "په افغانستان کې د القاعدې پر ترهګریزو پنډغالو او د طالبانو د رژیم پر پوځي مرکزونو بریدونه پیل کړل."

په یو شمېر هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر خپل هېواد د امریکا بریدونه غندلي وو. تر ټولو لوی لاریونونه په جرمني او لندن کې وو. په ایران او پاکستان کې هم افغان کډوالو د دغو بریدونو پر خلاف غږونه پورته کړي وو.

د امریکا هوايي بریدونه تش د غچ وارونه نه وو، په ۷۱ ورځو کې یې د طالبانو پنځه کلنه واکمني ړنګه کړه او د هغوی مخالفان یې د واګ ګدۍ ته ورسول. د طالبانو مخالف ځواکونه تر ډېره د افغانستان په شمال او شمال ختیځو څنډو کې پر یوه وړه جغرافیه ورټول وو.

دې بریدونو یوازې واکمنۍ ادل بدل نه کړې داسې کورنۍ هم وې چې د هوايي بریدونو په ټس کې یې د کور ټول غړي وبایلل. د کابل یوې اوسېدونکې مرضیې هغه مهال د اسوشیتید پرېس خبري اژانس ته ویلي وو " د کورنۍ اته تنه غړي مې وبایلل. زما لپاره هیڅ نه دي پاتې، نه زما کور، نه زما کورنۍ. هیڅ شی نه دی پاتې. شپږ ماشومان او یوازې زه یم، هیڅوک نشته چې زموږ لاسنیوی وکړي. بې سرپرسته، بې کوره پاتې یم.هیڅ ژوند نه لرم. زه هیڅ ژوند نه لرم بې وزلې یم، همدا زما کړاو او زما ژوند دی."

کال وروسته د هغه مهال د افغانستان د انتقالي ادارې د بهرنیو چارو وزیر عبدالله عبدالله کابل کې خبریالانو ته وویل، دوی د دغه برید هیله درلوده. د هغه په وینا یوازې دوی نه خلکو هم دا تمه لرله "ټیک یو کال وړاندې همدا وخت زموږ د خلکو لپاره او په ځانګړې توګه زموږ لپاره چې د القاعدې او طالبانو پر وړاندې په مقاومت کې وو، خورا مهم شېبه وه. موږ په هره شېبه کې د ائتلافي ځواکونو د بریدونو تمه درلوده- زما مطلب دا دی چې زموږ خلکو د (بریدونو) تمه درلوده." ښاغلي عبدالله دغه بریدونه د یوه ښه بدلون پیلامه بللې وه.

د هغوی لپاره هم ښايي د امریکا بریدونه د هرکلي وړ وو چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې ځینې فردي ازادۍ بایللې وې په ځانګړې ډول د ښځو د کار او زده کړو حقونه چې د ناسازه شرایطو په نوم ځنډول شوي وو.

د دې برید همزولي ماشومان به اوس ۲۵ کلن ځوانان وي.

د اکټوبر د ۷مې برید دوه لسیزې یوې داسې جګړې ته لار جوړه کړه چې ګڼ انسانان په کې ووژل شول.

دې موده کې جګړه، د نجونو د زده کړو په ګډون د پرمختګ فرصتونه او د بیارغاونې لوی پروژې هم مهاله روان وو. خو پایله کې بېرته پرځېدلي طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واکمن شول او افغانستان د نړۍ له مهمو سرلیکونو ولوېده، ځکه دغلته د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه نور نشته او نه هم د لوېدیځو مشرانو راشه درشه چې کابل د ناستو ولاړو له اړخه په نړیوالو دریځونو یاد کړي.