د 'مکې دفاعي تړون' غړي غونډه کوي، له حوثیانو سره د خبرو لپاره د ایران منځګړیتوب پر وړاندیز به غور کېږي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د سعودي عرب پلازمېنه ریاض کې نن، دوشنبه، د 'مکې د ګډ دفاعي تړون' د غړو هېوادونو غونډه کېږي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت د یوه بیان له مخې، په دې غونډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د دفاع وزیر یاشار ګولر او د وسله والو ځواکونو لوی درستیز سلجوق بیرقداراوغلو ګډون کوي. د سعودي عرب او پاکستان استازي هم په غونډه کې شته، چې د دې تړون نور لاسلیک کوونکي هېوادونه دي.

د ترکیې په بیان کې ویل شوي چې په غونډه کې به د سیمې وروستي بدلونونه او د دغه ایتلاف د لا بنسټیز او اداري جوړښت ته د اړولو لپاره د ترسره شویو هڅو پرمختګ و ارزول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ ویلي وو چې ایران له حوثیانو سره د سیاسي منځګړیتوب لپاره د همکارۍ چمتووالی ښودلی، او ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به پر دې وړاندیز هم بحث وشي.

دا غونډه داسې مهال کېږي چې د سعودي عرب له ملاتړه برخمن د یمن حکومت د ایران له ملاتړه برخمنې انصارالله (حوثي) ډلې پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د پیل اعلان کړی دی. د دغو عملیاتو موخه د هغو سیمو بېرته نیول ښودل شوي چې اوسمهال د حوثیانو تر ولکې لاندې دي.

د یکشنبې په ورځ په یوه ټلوېزیوني وینا کې د یمن د ولسمشرۍ مشرتابه شورا مشر رشاد العلیمي وویل:

''د ملي دفاع شورا د پرېکړو پر بنسټ، موږ نن د پوځي عملیاتو د پیل اعلان کوو، چې د هېواد پاتې سیمې بېرته ازادې کړو او په ټول یمن کې د دولت واک او دولتي ادارو حاکمیت بېرته ټینګ کړو.''

العلیمي زیاته کړه:

''زه له وسله والو ځواکونو، امنیتي بنسټونو او ټولو پوځي قطعاتو غوښتنه کوم چې د اعلان شویو پلانونو له مخې خپلې دندې پیل کړي، چې هېواد د حوثي وسله والې ډلې له ولکې ازاد شي.''

دا اعلان تېره میاشت د حوثیانو له ناڅاپي برید وروسته په جګړه کې یو مهم نوی پرمختګ بلل کېږي. د هغو بریدونو پایله کې حوثي ځواکونو د سره سمندرګي پر ساحل پراخې سیمې ولکه کړې.

بل لور حوثیانو ویلي چې دوی په ریاض او خریص کې د 'سعودي ارامکو' پر تاسیساتو د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. د دوی په وینا، دغو بریدونو لوی اورونه بل کړي او دا عملیات د سعودي په مشرۍ د ائتلاف له خوا د تېرو ۱۲ ساعتونو پر مهال د ترسره شویو ۵۰ هوايي او توغندیزو بریدونو په ځواب کې شوي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع وايي، دغې ډلې په ریاض کې د سعودي ارامکو پر تاسیساتو او د سعودي عرب په ختیځ کې د تېلو بډایه سیمه خریص کې د څو بالستیک توغندیو او ډرونونو په وسیله ''دوه ځانګړي پوځي عملیات'' کړي دي.

هغه ادعا وکړه چې دواړه عملیات خپلو موخو ته رسېدلي او په نښه شویو ځایونو کې پراخ اور لګېدلی دی.

تېره اوونۍ هم انصارالله اعلان کړی و چې د ینبع په سیمه کې یې د ارامکو تاسیسات د توغندیو او ډرونونو په وسیله په نښه کړي دي.

خو هغه مهال سعودي عرب ویلي وو چې د طائف او ینبع پر لور توغول شوي شپږ بالستیک توغندي یې شنډ او له منځه وړي دي، او د ارامکو تاسیساتو ته د کوم زیان راپور نه و ورکړل شوی.