تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عمران خان د پلویانو لاریون: د خیبر پښتونخوا والي وايي، له اټک وړاندې به ونه رسېږي
- Author, نور محمد سعید
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
له زندانه د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان د خوشي کېدو له غوښتنې سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند لاریون د کرک سیمې له لارې تېر شو.
لاریون کوونکي تېره شپه د کوهاټ لاچي سیمې ته ورسېدل او همالته یې شپه تېره کړه.
دا لاریون په یکشنبه په لکي مروت سیمه کې پیل شوی و.
تر اوسه د پاکستان تحریک انصاف ګوند له لوري په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره شوې چې له پېښور وروسته به د لاریون لوری کومې خوا ته وي.
بل لور د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د دغه لاریون یا لانګ مارچ مشري کوي، له خلکو غوښتي، چې د هېواد له هرې سیمې صوابۍ ته ورسېږي.
د نوموړي په وینا د لاریون د راتلونکو ګامونو په اړه به هلته پرېکړه او تګلاره اعلان شي.
خو د خیبرپښتونخوا ګورنر (والي) فیصل کریم کنډي بیا د دې لاریون په هکله له خصوصي ټلویزیوني شبکې جیو نیوز سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې ''دوی به له اټک وړاندې لاړ نه شي.
دی وايي، "دا د هغوی خوشباوري ده، خو لومړی دې له اټکه وړاندې یو ګام کېږدي. دوی دومره توان نه لري او په خبره یې هغه شل لکه خلکو غونډه چې دوی یې ادعا کوله، چېرې ده؟ نوموړي ادعا وکړه، ښايي تر اټک پورې د رسېدو پر مهال به دوه زره کسان هم ورسره پاتې نه وي.''
د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل: ''هر کله چې فدرالي حکومت د سختدریځۍ او ناامنۍ د مسئلې په اړه د خیبرپښتونخوا د ملاتړ خبره کړې او یا یې هڅه کړې، نو د خیبرپښتونخوا حکومت تل دا دریځ خپل کړی چې پوځ دې له صوبې ووځي. دوی بیا له فدرالي حکومت څخه غواړي چې له داسې هېواد، یعنې افغانستان سره خبرې وکړي، چې د پاکستان پر ضد یې وسلې پورته کړې دي.''
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دا او ورته ادعاوې تل رد کړې دي.
پېښور کې د بي بي سي خبریال عزیزالله خان په خپل رپوټ کې وايي، په همدې لړ کې سهیل افریدي پرون د لاریون ګډونوالو ته د وینا پر مهال له خلکو وغوښتل چې د پاکستان له ټولو سیمو صوابۍ ته ورشي، ځکه د مارچ د راتلونکي پړاو پلان به هلته اعلان شي.
څو ورځې وړاندې د اطلاعاتو صوبایي وزیر شفیع جان له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي وو چې دا مارچ به د ''ټېسټ مېچ'' په څېر وي او ګډونوال یې کولای شي اسلاماباد ته د اتو بېلابېلو لارو له لارې ننوځي.
د بي بي سي خبریال وايي، اوسمهال د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) لاریون لا هم د خیبر پښتونخوا د سويلي ولسوالیو یا ضلعو تر کچې محدود دی.
د نوموړي په خبره، تمه ده چې وروسته به د صوبې د نورو سیمو، لکه ملاکنډ، هزاره ډویژنونو او د مرکزي خیبر پښتونخوا ښارونو، لکه پېښور، چارسدې، مردان او نوښار اوسېدونکي هم ورسره یوځای شي.
خبریال او د سیاسي چارو شنونکی محمد فهیم وايي، د دې لاریون د رښتیني ولسي ملاتړ او ځواک اندازه به هغه وخت په سمه توګه څرګنده شي چې لاریون له پېښوره وخوځېږي او صوابۍ سیمې ته ورسېږي.
بل لور د پنجاب ایالت د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې ورځې سهار په ټول ایالت کې د راتلونکو لسو ورځو لپاره د امنیتي قانون ۱۴۴مې مادې د نافذېدو خبرتیا خپره کړې ده.
په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال شهزاد ملک په خپل رپوټ کې د دې خبرتیا په حواله وايي، په ټول پنجاب کې به د لسو ورځو لپاره ۱۴۴مه ماده نافذه وي، چې له مخې یې په عامه ځایونو، لویو لارو او د موټروې په اوږدو کې د پنځو یا تر پنځو د زیاتو کسانو راټولېدل ممنوع دي.
د پنجاب کورنیو چارو وزارت په خبرتیا کې ویل شوي چې دغه پرېکړه د هغو باوري معلوماتو پر بنسټ شوې چې د بېلابېلو استخباراتي ادارو لخوا ترلاسه شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، د معلوماتو له مخې، د هېواد ضد او ناقانونه اعلان شویو ډلو له لوري په ایالت کې د وسله والو بریدونو پلانونه جوړېږي، چې پکې پر عامه ځایونو ځانمرګي بریدونه او د چاودېدونکو توکو ډکو موټرو کارول هم شامل کېدای شي.
په خبرتیا کې دا هم ویل شوي چې غونډې، لاریونونه او احتجاجونه د دغو احتمالي بریدونو لپاره اسانه هدفونه کېدای شي.
د همدې معلوماتو پر بنسټ د پنجاب پولیسو مشر، د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) او نورو امنیتي بنسټونو غوښتنه کړې چې د وسله والو ډلو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره دې بېړني اقدامات وشي.
د راپورونو له مخې دغه لاریون هله برابر شو چې د ۷۳ کلن عمران خان د روغتیا په اړه اندېښنې په وروستیو میاشتو کې زیاتې شوې.
د هغه کورنۍ ادعا کوي چې د زندان چارواکو د لازم اقدام نه کولو له امله هغه د خپلې ښۍ سترګې ډېره برخه ليد له لاسه ورکړی دی.
دغه پخواني کرېکټ لوبغاړی او سیاستوال ته، چې له سلو په زیاتو قضیو کې تورن دی، تېر کال د اداري فساد په یوه قضیه کې د ۱۷ کلونو بند سزا واورول شوه. عمران خان تل ویلي چې د ده پر ضد "ټولې قضیې سیاسي انګېزه" لري.
هغه که څه هم په زندان کې دی، خو لا هم د پاکستان په سیاست کې اغېزناک شخصیت ګڼل کېږي.
د هغه په ملاتړ مظاهرې پخوا هم شوې چې ځینې یې پر تاوتریخوالي او حکومتي ځپنو پای ته رسېدلې دي.