د طالبانو حکومت: په تېر یوه کال کې په طبیعي پېښو کې ۶۷۹ تنه مړه شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت اداره وايي چې په تېر یوه کال کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طبیعي یا قدرتي پېښو له امله ۶۷۹ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۶۰۰ نور ژوبل شوي دي.

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې دا شمېرې نن سې‌شنبه د اکتوبر پر ۱۳ (تله ۲۱) د پېښو د خطرونو کمولو نړیوالې ورځې په مناسبت پرخپله اېکس‌پاڼه خپرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د یادې ادارې د اطلاعاتو او خپرونو مشر او ویاند محمد یوسف حماد ویلي چې په تېر یوه کال کې د ځاني زیان ترڅنګ طبیعي افتونو تر ۷۲ زره جریبه ډېره کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې او د څه باندې ۱۰ زره جریبه باغونو حاصلات یې هم له منځه وړي دي.

د همدې ورځې په مناسبت نن کابل د یوې غونډې کوربه هم و چې بېلابېلو طالب چارواکو پکې د طبیعي پېښو او د اقلیمي بدلون له امله افغانستان ته د ور اوښتونکو زیانونو په اړه ویناوې وکړې.

برادر: افغانستان باید بشري مرستو ته لاس‌رسی ولري

د طالبانو حکومت د ریاست الوزارء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، "افغانستان سره له دې چې د اقلیمي بدلونونو په رامنځ‌ته کېدو کې هېڅ یا لږ رول لري خو له اغېزو یې ډېر زیانمن شوی دی او دا عدالت نه دی چې نړۍ دې دې موضوع ته بې‌پامي وکړي".

ښاغلي برادر له نړیوالو د مرستو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل، "دغه بدلونونه د ناڅاپي پېښو ترڅنګ د بېلابېلو ناروغیو لامل هم کېږي. له همدې امله، افغانستان باید بشري مرستو ته لاس‌رسی ولري او په هغو سیسټمونو سمبال شي چې د دغو بدلونونو خطر کموي".

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې مشر نورالدین ترابي هم وویل چې له طبیعي پېښو د خلکو د ساتنې په موخه یې بنسټيزو او وقایوي پروژو باندې پام ورټول دی خو په وینا یې، ډېره لږه بودیجه ورته لري او له تمویلوونکو او موسسو یې وغوښتل چې په دې برخه کې مرسته ډېره کړي.

تېر کال د افغانستان ګڼې سیمې له مختلفو طبیعي پېښو سره مخامخ شوې چې د کونړ زلزلې یې څو ورځې د رسنیو سرټکی و.

کونړ ته څېرمه ننګرهار، لغمان او ځینې شمالي ولایتونه هم زلزلې او سېلابونو وځپل. په یو شمېر مرکزي سیمو کې بیا د سختو ورښتونو او ځمک‌ښویېدنې رپوټونه ورکړل شول او همداراز کندهار او هلمند ته څېرمه سیمې بیا د وچکالۍ او اوبو کمښت په څېر طبیعي پېښو وځپلې.

سږکال بیا د نورستان سېلابونو خلکو ته سخت ځاني او مالي زیان واړاوه.

شاوخوا "۴۵ زره" کورنۍ زیانمنې شوې دي

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي‌ چې په تېر یوه کال کې د بېلابېلو قدرتي پېښو په ترڅ کې څه باندې څلور زره کورونه بشپړ او تر ۱۱ زرو ډېر نیمه ویجاړ شوي او همداراز ګڼې هټۍ، جوماتونه، ښوونځي، کلینیکونو، سړکونو او پلونه هم وران شوي دي.

ښاغلی حماد وايي چې په دې موده کې په ټولییز ډول څه کم ۴۵ زره کورنۍ د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي او په وینا یې، دې ادارې په دې موده کې ۲۳۷ زره زیانمو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي او څه باندې ۳۸۳ زره کورنیو ته څه د پاسه یو میلیارد افغانۍ نغدي مرستې وېشلې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت د دغو پېښو زیانمنو شوو ته د مرستو رسولو خبره کوي خو د اغېزمنو سیمو خلکو د افتونو پرمهال نیوکه کړې چې هغسې غم یې نه دی خوړل شوی چې باید خوړل شوی وای.

له پېښو سره د مبارزې امادګۍ اداره هم وايي چې د پېښو د اغېزمن مدیریت په برخه کې ځينې ننګونې شته.

محمد یوسف حماد وايي چې لا هم د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د ځمک‌ښویېدنې او نورو طبیعي پېښو خطر شته خو د سرچینو او تجهیزاتو کمښت، سختې لارې او د عامه پوهاوي کمښت ځينې مهم خنډونه دي او د مسؤلو ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ته هم اړتیا ده.

له هغه راهیسې چې طالبان دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي، له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې د پام وړ کمې شوې دي. چارواکو یې په بېلابېلو وختونو کې له نړیوالو غوښتي چې مرستې دې نه سیاسي کوي او له افغانستان سره دې همکاري ډېره کړي.