کابل کې د پاکستان سفیر پر افغانستان د بریدونو له امله احضار شوی

    • Author, سمیع الله موسی زی
    • رپوټ له:, کابل
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت، کابل کې د پاکستان د سفارت چارسمبالی احضار کړی او پر کونړ او ډیورنډ کرښې ته څېرمه نورو سیمو د وروستیو بریدونو په تړاو یې احتجاج لیک ورسپارلی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه یوې وینا پاڼه کې دا بریدونه پاروونکي اود افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تیری بللی دی.

په دې وینا پاڼه کې د سفارت د چارسمبالي نوم نه دی یاد شوی خو ویل شوي چې هغه ته د کونړ ولایتي مرکز کې پر پوهنتون او د ډېورنډ کرښې اوږدو کې پر" ملکي ځایونو" د پاکستاني ځواکونو د بریدونو په تړاو احتجاج لیک وسپارل شو.

بیان کې ټینګار شوی چې افغانستان له خپل ځانه د دفاع حق لري او خبرداری یې ورکړی چې د وینا پاڼې په ټکو " د بې مسؤولیته کړنو دوام به ناوړه پایلې ولري."

د وروستیو رپوټونو له مخې د دوشنبې ورځې د پاکستان په ډرون او جېټ بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۹۷ نور ژوبل دي. له دې مخکې د دریو کسانو د وژل کېدو او پنځوسو نورو د ژوبل کېدو پخلی شوی و.

ویل کېږي په ټپیانو کې د کونړ پوهنتون یو شمېر محصلین او لږ تر لږه یو ښوونکی هم دی. د پاکستان حکومت دا خبره رد کړې چې ګوا کې کونړ کې د سید جمال الدین افغان پر پوهنتون یې برید کړی دی.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم اسداباد ته ورغلی و. هلته د پوهنتون زده کوونکو ته د وینا پرمهال ده وویل "ددې برید غچ به اخلي". ده دغه راز له زده کوونکو وغوښتل چې په هر حالت کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

له دې وړاندې سپین بولدک ته څېرمه پر ډیورنډ کرښه هم د افغانستان د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړ شوي وو. دې نښتو کې د طالبانو حکومت سرچینو د شپږو پاکستاني امنیتي کارکوونکو د وژلو ادعا کړې وه.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خپلې اعلامیې کې دا خبره رد کړ چې ګواکې تاوتریخوالی د افغانستان له لوري رامنځته شوی او ټینګار کوي چې د پېښو اصلي ریښې باید په دقیت وڅېړل شي.

کونړ کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي د دوشنبې پر ورځ د پاکستان بریدونو کې اته ولسي وګړي وژل شوي او د ماشومانو او ښځو په ګډون له اتیا ډېر نور ژوبل شوي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتو استازولۍ یوناما هم تایید کړې چې پر کونړ تازه بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې. یوناما غوښتنه کړې چې د نړیوالو بشري حقونو قانون له مخې ولسي وګړي او د تعلیمي مرکزونو په ګډون ولسي ځایونه باید خوندي وساتل شي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو رپورټر ریچارډ بینیټ هم پر اېکس لیکلي ي ولسي ځایونه او خلک باید له بریدونو خوندي او عاملینو سره دې یې حساب کتاب وشي. ښاغلي بینیټ ویلي اړتیا ده چې د کونړ او له دې وړاندې د ورته نورو پېښو په اړه ژر تر ژره خپلواکه اوهر اړخیزه پلټنه وشي.

د طالبانو حکومت د لوی درستیز مرستیال مالي خان صدیق د سې شنبې پر ورځ کونړ ته تللی و او د ډیورنډ کرښې اوږدو کې یې له امنیتي پوستو لیدنه کړې ده.