د سوات برید مسؤلیت ټي‌ټي‌پي منلی؛ د ۷ پولیسو په ګډون ۱۷ تنه پکې وژل شوي

د سوات برید کې وژل شوي پولیس

د عکس سرچینه، Swat Police

د عکس تشریح، د سوات ځانمرګي برید کې "اووه پولیس" هم وژل شوي دي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د پولیسو یوه مرکز یا تاڼې ته څېرمه د شوي ځانمرګي برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي منلی چې د چارواکو په وینا، د اووو پولیسو په ګډون ۱۷ تنه پکې وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پېښې پخلی کړی او ویلي دي چې هلته پر پولیسو ځانمرګی برید شوی دی.

بي بي سي ته ځینو ازادو خبریالانو ویلي چې دا پېښه د سوات د کبل په سیمه کې د پولیسو مرکز "تاڼې" د اصلي دروازې مخې ته شوې او په خبره یې په دې ځانمرګي برید کې د پولیسو ځواکونو ترڅنګ یو شمېر ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د کبل سیمې مرستیالې کمېشنرۍ عایشه ناصر وویل: "نن په کبل کې ماښام شاوخوا شپږ بجې دا چاودنه وشوه. یو ځانمرګي بریدګر غوښتل د پولیسو مرکزي قوماندانۍ ته ننوځي، خو کله چې پولیسو د هغه د درولو هڅه وکړه، هغه پر ځان پورې تړلي چاودونکي توکي وچوول. د دې پېښې پایله کې زموږ زړور پولیس سرتېري او یو شمېر ملکي وګړي شهیدان شوي دي."

د ویډیو تشریح، سوات کې ځانمرګی برید

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، پولیسو ډېره هڅه وکړه چې یاد مرکز ته د ځانمرګي بریدګر د ننوتلو مخه ونیسي او په خبره یې بریدګر بیا اړ شو چې د مرکز مخې ته پر ځان تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي.

د ملاکنډ د سیمې د پولیسو یو مشر (ار پي او) سید فدا حسن شاه ویلي، د پوليسو په دې مرکز کې نور دولتي دفترونه هم شته دي. پولیسو سیمه کلابنده کړې او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

سوات کې ځانمرګی برید

د عکس سرچینه، Rescue 1122

ځانمرګی برید په داسې حال کې شوی چې په سوات کې خلکو د ترهګریزو پېښو د زیاتېدو پر ضد د "امن لاریون" کاوه.

په ورته وخت کې، د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د لاسي جوړ شوي بم یوې چاودنې څلور پولیس ژوبل کړي دي.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند د جمعې په ورځ ویلي وو چې د روان کال له پیل راهیسې په وسله‌والو بریدونو او ورپسې پوځي عملیاتو کې ۸۱۹ امنیتي سرتېري او ملکي وګړي وژل شوي دي.

له دې پېښې مخکې د (جولای ۳۰مه) د خيبر پښتونخوا ایالت د هنګو ولسوالۍ د پولیسو پر یوې پوستې د وسله والو برید او له هغه وروسته عملیاتو کې د پولیسو یوه افسر (ډي اېس پي) په ګډون لږ ترلږه لس پولیس وژل شوي او ځینې نور ټپیان شوي وو.

د ځايي پولیسو په وینا، د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال د ښار پولیسو افسر (ډي اېس پي) دیار خان له نهو نورو پولیسو سره یو ځای ووژل شو.

وروسته د ولسوالۍ د پولیسو مشر (ډي پي او) طارق حبیب وویل، د برید او عملیاتو پایله کې د ډي اېس پي په ګډون ټولټال لس پولیس وژل شوي دي او د ډي اېس پي مجاهد حسین په ګډون ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، ټپیان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او درملنه یې روانه ده.

بل لور د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهیل اپريدي د هنګو د خزینې بانډې سیمې پر پولیس پوستې د وسله والو برید غندلی او د پېښې په اړه یې د پولیسو له عمومي مشر (ای جي) څخه راپور غوښتی دی.

اعلی وزیر وژل شویو پولیسو ته درناوی وړاندې کړی او د هغوی له کورنیو سره یې د خواخوږۍ او غمشریکۍ څرګندونه کړې ده.

هغه دغه راز اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې ټپي شویو پولیسو ته روغتيايي اسانتیاوې برابرې کړي.

محمد سهیل اپريدی وايي، ''د وسله والو پر ضد جګړه کې د خېبر پښتونخوا د پولیسو قربانۍ نه هېرېدونکې دي.''