جرمني ۲۳ نور افغانان هم اخراج او کابل ته ولېږدول

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني رسنيو راپور ورکړی چې دغه هېواد نن سهار (سېشنبه د اګست۲۵مه) ۲۳ افغانان په يوه چارټر شوې الوتکه کې له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته ستانه کړي دي.
د جرمني حکومت ويلي، په دوی کې ډېر داسې کسان وو چې د "تاوتريخوالي جرمونو" له کبله محکوم شوي وو.
د جرمني "بېلډ" ورځپاڼې لخوا یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې دغه کسان له لمر خاته مخکې په لايپزيګ هوايي ډګر کې الوتکې ته خېژي.
هممهاله يو شمېر معترضان هم، چې کډوالو ته د ښه راغلاست او د هغوی د ایستل کېدو د درېدو د غوښتنې شعارونه یې پورته کړي وو، د هوايي ډګر ترمینل ته ورغلي وو.
د جرمني کورنيو چارو وزارت پر اېکس خواله رسنۍ یوه خپاره کړي بیان کې ليکلي، "نن سهار ۲۳ افغان نارينه، چې د جرمني په پرېښودلو مکلف وو، په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته ولېږل شول."
دغه وزارت زياته کړې، "د دغو کسانو لويه برخه مجرمان دي چې د جنسي تېريو او د بدني زيانونو د اړولو په ګډون د درنو جرمونو له کبله محکوم شوي دي."
د جرمني کورنيو چارو وزير الکساندر دوبرېنټ وويل، "زموږ ټولنه په زغرده غواړي چې مجرمان زموږ هېواد پرېږدي."
هغه ټينګار وکړ، "هر څوک چې په جرمني کې د پاتېدو حق نه لري، بايد تمه ولري چې دا هېواد به پرېږدي. موږ دغه تګلاره په قاطعيت سره تعقیبوو."
د فرانسې خبري اژانس ليکلي، لا روښانه نه ده چې له دغو ۲۳ افغانانو دقیقآ څو تنه محکوم شوي، او د جرمني کورنيو چارو وزارت هم په دې اړه جزييات نه دي ورکړي.
دا له جرمني د ایستل کېدونکو افغانانو تازه جوپه ده.
دغه هېواد د تېرې جولای مياشتې په وروستیو کې هم یوه ډله افغانان ايستلي وو.
جرمني په هغې الوتنه کې يو داسې افغان وګړی هم بېرته افغانستان ته لېږلی و، چې جرمي مخینه یې نه لرله، خو د پناه غوښتنليک يې رد شوی و.
هغه مهال د جرمني کورنیو چارو وزیر ويلي وو چې تر دې وروسته به د افغان وګړو د ستنولو لړۍ يوازې په مجرمانو او هغو کسانو پورې محدوده نه وي، چې د جرمني ملي امنيت ته ګواښ ګڼل کېږي.
د هغه په وينا، د واکمن ايتلافي حکومت د پرېکړې له مخې به نور هغه کسان هم له ځنډ پرته شړل کېږي، چې د جرمني پرېښودو ته مکلف دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له خپلې خاورې یې د افغان وګړو د ایستلو لړۍ عملي کولو لپاره د افغانستان له واکمنو چارواکو سره خبرې کړې او په بن ښار کې يې د افغانستان کونسلګري هم د طالبانو حکومت استازو ته ورسپارلې ده.
برلين لومړۍ ځل شاوخوا دوه کاله مخکې د قطر په ملاتړ او منځګړيتوب د افغانانو لومړۍ جوپه، چې په جرمني کې يې "جرمي" مخینه لرله، افغانستان ته واستوله.
له هغې ورځې تر اوسه شاوخوا ۲۵۰ کسان له دغه هېواده بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو پر راستنېدو پنځه کاله اوړي، خو د دغه هېواد د کډوالو شړل لا هم يوه لانجمنه موضوع ده، ځکه د بشري حقونو د وضعيت او له بېرته ستنېدونکو کسانو سره د چلند د څرنګوالي په اړه لا هم جدي اندېښنې شته.
د بخښنې نړيوال سازمان ويلي، د هغو کسانو له ډلې چې افغانستان ته ستانه کړل شوي، لږترلږه يو تن وژل شوی دی.
له ۲۰۲۱ کال راهيسې لسګونه زره افغانانو د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې.
په یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو کې هم جرمني ته ورته هڅې روانې دي او په دې لړ کې اتريش هم د جرمني پر پله پل ایښی دی.
اروپايي ټولنې په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته د روان کال جون کې په لومړي ځل د هغوی د حکومت استازي بروکسل ته وربلل.
هغه مهال راپور ورکړل شو چې اروپايي کمېسيون دغه پلاوی د ناقانونه کډوالۍ مخنيوي او همدا راز د افغانانو د ایستلو لړۍ پراخولو لپاره د خپلو هڅو په لړ کې وربللی دی.


















