پولیسو د مشهورې ټیکټاکرې ګیلهمنې د وژنې په قضیه کې د هغې پلار او ورور تورن کړي

د عکس سرچینه، Ayesha Gilmana/Facebook
د پاکستان په راولپنډۍ کې پولیس وايي، د مشهورې ټیکټاکرې شمسو (ګیلهمنې) د وژلو قضیې په تړاو یې د هغې د خپل پلار او ورور په ګډون پنځه کسان نیولي دي.
د پولیسو یوه چارواکي طارق محبوب یوې خبري غونډې ته په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې، ګیلهمنه ظاهرآ خپل پلار او ورور د نورو خپلوانو په مرسته او ملتیا وژلې ده.
د نوموړي په وینا په نیولو شویو مشکوکو کسانو کې د ګیلهمنې پلار، ورور، تره زوی، د پلار کاکا او د تره لمسی شامل دي.
د یادونې ده چې ګیلهمنه مشهوره په شمسو بيبي تېره اوونۍ (د اګست ۱۴مه) د ټېکسلا تاڼې په حدودو کې په یوه وسلهوال برید کې ووژل شوه.
د ګیلهمنې د وژل کېدو قضیه د هغې پلار ثبت کړې وه، چې اوس پولیسو له نورو مشکوکو کسانو سره یو ځای نیولی دی.
پلار یې پولیسو ته ویلي وو چې لور یې له درېیو – څلورو کلونو ټیک ټاک کې فعاله ده او له یو میلیون او ۳۰ زرو ډېر څارونکي یا فالووران لري.
طارق محبوب رسنیو ته ویلي، له لومړنیو څېړنیو داسې ښکاري چې ګیلهمنه پت لپاره وژل شوې، خو په څېړنو کې نور مهم پرمختګونه هم کېدای شي.
هغه زیاته کړه چې بېلابېلې ځانګړې ډلې د دې قضیې پر څېړنه بوختې دي او مشرانو ته ګړۍ په ګړۍ د پرمختګونو رپوټ ورکوي.
د پولیسو دغه چارواکی وايي، تر دې دمه له سلو د ډېرو امنیتې کمرو په وسیله ثبت شوې ویډیوګانې کتل شوې او د بشري ځواک او اطلاعاتو په ګډون بېلابېلې سرچینې کارول شوې دي.
د نوموړي په وینا په همدې لړ کې دوی ته مالومه شوې چې د خوالهرسنیو د دې مشهورې ستورې پلار او ورور له نورو نیول شویو کسانو سره یو ځای د هغې د وژلو پلان جوړ کړی دی.
طارق محبوب وايي، مشکوکو کسانو هڅه کوله چې د قانون پلې کوونکې ادارې تېرباسي او قضیې ته بل رنګ ورکړي، خو پولیسو خپلو څېړنو او ترلاسه کړو شواهدو ته په کتو پنځه واړه ونیول."
د ګیلهمنې د وژل کېدو رپوټ کې څه ویل شوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د شمسو بيبي (ګیلهمنې) د وژل کېدو له پېښې وروسته د پولیسو په لومړي ثبت کړي رپوټ (اېفایار) کې ویل شوي چې هغې ته د اګست پر ۱۴مه یو کس ټیلیفون وکړ او ترې ویې غوښتل چې له کوره راووځي.
د پولیسو مرکز کې دا قضیه د ګیله منې د پلار فضل له لوري ثبت شوې ده.
د ایف ای ار له مخې له دغه تېلېفون وروسته شمسو بيبي له خپلې خور او ورور سره د پلار کور ته تګ لپاره په موټر کې روانه شوه، خو فیصل ټاون ته نږدې دوو ناپېژانده موټرسایکل سپرو د هغې پر موټر، چې ورور یې چلاوه، ډزې وکړې.
ایف ای ار کې راغلي چې یوه مرمۍ د شمسو بي بي پر غاړه ولګېده چې له امله یې ځای پر ځای ووژل شوه.
پولیس وايي په ډوز کې د شمسو ورور او خور هم ټپي شوي دي.
د یادونې ده چې هغه مهال د دې قضیې د پلټنو افسر محمد فیاض بي بي سي اردو ته ویلي وو چې په دې قضیه کې یو مشکوک کس نیول شوی دی.
د پولیسو رپوټ له مخې له همدغه کس ګیلهمنې ته زنګ وهلی او له کوره د وتلو ویلي وو.
د ګیلهمنې ورور رحمتالله بي بي سي سره خبرو کې ادعا کړې وه، چې خور یې د پیسو د راکړې ورکړې په معامله کې وژل شوې ده.
هغه زیاته کړې وه، چې دوی لس وروڼه او خویندې دي او شمسو بي بي په هغوی کې درېیمه وه.
د رحمت الله په وینا، شمسو بي بي درې ماشومان درلودل او له مور اوپلاره جلا په اسلام اباد کې په یوه کرایي کور کې اوسېده.


















