ولې موږ له هغو شیانو دومره ډېر وېرېږو چې ښايي هېڅ زیان راته ونه رسوي؟

د غڼې یو نژدې انځور

د عکس سرچینه، Art Images via Getty Images

    • Author, ډېزي سټېفنز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

خونه کې ناست یئ او ناڅاپه سترګې مو په یوې غڼې لګېږي چې کوټه کې روانه ده، نو دې حالت کې څه احساس لرئ؟ډېرې غڼې زهرجنې دي، خو ډېرې کمې یې د انسانانو لپاره خطرناکې دي.

د چاپېریالي څېړنې او زده ‌کړې انسټیټیوټ په وینا اټکل کېږي، چې هر کال په ټوله نړۍ کې له لسو څخه هم کم کسان د غڼو د چیچلو له امله مري، که څه هم د کره معلوماتو راټولول ستونزمن دي.

سره له دې، ډېر خلک، چې زه هم په کې شامله یم. وایي، چې د غڼو فوبیا لري یا له غڼو ډېر بیخي ډېر ډارېږي.

که پوه شم، چې زما په کوټه کې غڼه شته، خوب نه شم کولای او ان یوازې د غڼې د جالونو تصور هم زما بدن لړزوي.

ولې موږ له ځینو شیانو ډېره وېره لرو؟

له کمې وېرې تر ډېرې وېرې یا فوبیا پورې

د امریکا د نیوجرسي ایالت د روټګرز پوهنتون د ارواپوهنې پروفیسوره ونیسا لوبو وایي، وېره د انسان لپاره یوه حیاتي احساساتي غبرګون دی.

هغې وویل:"وېره ځکه مهمه ده چې دا موږ له هغو شیانو ساتي چې ښایي زموږ لپاره خطرناک وي "

خو د هنګري د پېچ پوهنتون د بصري ادراک او احساساتو د لابراتوار مشر اندرش ژیدو وایي، که وېره دومره شدیده او کمزورې کوونکې شي، چې د انسان عادي ژوند ګډوډ کړي، نو بیا یې فوبیا بللای شو.

د اوږدو پښو لرونکو غڼي انځور د رڼايي مخې ته

د عکس سرچینه، Elva Etienne via Getty Images

د عکس تشریح، کور کې د غڼو ګرځېدل د ډېرو لپاره عادي خبره ده خو بیا هم ځینې ورنه وېره لري

هغه وایي:"موږ کولای شو دا د یوې پرله ‌پسې کچې په توګه تصور کړو، چې له عادي وېرې پیل کېږي؛ ځکه هر انسان له یو څه نه وېرېږي. خو کله چې دا وېره ستاسو د ورځني ژوند پر وړاندې خنډ وګرځي، نو بیا یې فوبیا ( له حده ډېره وېره) ګڼلای شو "

لوبو هم وایي، چې ډېره وېره معمولاً د اصلي ګواښ پرتله ډېرې زیاتې او نامتناسبې وي.

د بېلګې په توګه، د نړۍ په ځینو سیمو کې لکه بریتانیا، چې زه پکې اوسیږم د مارانو ډېری ډولونه انسانانو ته خطرناک نه دي. نو له مارانو څخه ډېره شدیده ویره ښايي غیرمنطقي وي او فوبیا وبلل شي خو د نړۍ په نورو برخو کې ښایي دا ډول ویره دومره غیرمنطقي ونه ګڼل شي.

ډېره وېره فطري ده که زده کېږي؟

ډېری متخصصین باور نه لري، چې انسانان ذاتي ډېره وېره لري.

د ونیسا لوبو په اند وېره هغه احساس نه دی، چې نوي زېږېدلي ماشومان یې لري.

هغې وویل:"وېره وروسته راڅرګندېږي، ځکه وېره دا غواړي، چې انسان وپوهېږي یو څه ورته ګواښ دی او د دې لپاره باید د نړۍ په اړه لږ تر لږه څه پوهه ولري".

د یوه زرغون رنګه مار انځور

د عکس سرچینه، dlewis33 via Getty Images

د عکس تشریح، له مار څخه وېره په ډېرو هېوادونو کې شاید منطقي وي او په ځینو کې نه وي

نو که موږ له غڼو یا مارانو څخه له وېرې سره نه یوو زېږېدلي، بیا ولې ځینې خلک له دا ډول شیانو څخه ډېر وېرېږي.

د اتریش د ویانا پوهنتون د ودې ارواپوهنې پروفیسورې سټیفاني هوهل یوه څېړنه ترسره کړه، چې پکې وموندل شول؛

کله چې ماشومانو ګلانو یا کبانو ته کتل نو د سترګو تور یې په نارمل اندازه کې و خو کله چې یې غڼو یا مارانو ته وکتل نو د سترګو تور یې ناڅاپه غټ شول.

د سترګو د ګرداړو(Pupil) غټېدل ښيي، چې ښايي ماشوم احتمالي خطر احساس کړی وي.

دا د نوراډرېنرژیک (noradrenergic) سیستم له فعالېدو سره تړاو لري.

هغه سیستم، چې بدن کې ځانګړی غبرګون (وجنګېږه یا وتښته) تنظیموي.

په دې حالت کې د زړه درزا، د وینې فشار او د ساه اخیستلو چټکتیا زیاتېږي، ځکه بدن ځان چمتو کوي، چې یا له احتمالي خطره وتښتي او یا ورسره مقابله وکړي.

هوهل باور نه لري، چې وېره فطري وي، خو وایي، چې زموږ په چاپېریال کې ځینې شیان داسې دي چې موږ یې د نورو پرتله ژر تشخیص کولای شو، او دا ښایي تر یوه حده د هغوی د حرکت له ډول سره تړاو ولري.

هغې وویل:

" نړۍ کې داسې شیان شته، چې موږ یې له وېرې زده کولو ته له مخکې چمتو یوو."

د ماشومانو انځور چې یو باندې لاس اچولی او په رنګه کمپله پارته دي

د عکس سرچینه، Maskot via Getty Images

لوبو بیا باور لري چې موږ د نورو حیواناتو پرتله له غڼو او مارانو څخه د وېرې زده کولو ته ډېر چمتو یوو، ځکه دا موجودات "عجیب" ښکاري.

دا هغه نظر دی، چې زه هم ورسره په بشپړه توګه موافقه یم.

نوموړې زیاته کړه:

"مار ته وګورئ؛ په نړۍ کې بل داسې موجود نشته چې د مار په څېر وي.

فکر وکړئ، ماشومان څنګه له حیواناتو سره بلدتیا پیدا کوي؛ هغوی عادت لري څلور پښې حیوانات وویني، چې پر پښو ګرځي، خو مار داسې نه دی. غڼې هم په غیرعادي ډول حرکت کوي، او زموږ دا نه خوښېږي. "

ځینې متخصصین په دې باور دي، چې له ځینو ځانګړو شیانو څخه د وېرې دا تمایل د تکامل (ارتقا) پایله ده.

ژیدو وایي:

"لومړني انسانانو په ډېر نامعلوم او له خطرونو ډک چاپېریال کې ژوند کاوه.

هره وېره د بشریت د ودې په یوه پړاو کې منطقي وه خو وروسته بیا دا زموږ په ورځني ژوند کې خپل عملي ارزښت او منطقي والی له لاسه ورکړ. "

یوه غڼه ښيي چې جال یې جوړ کړی او یو مچ په کې اېسار شوی

د عکس سرچینه، Catherine Falls Commercial via Getty Images

د عکس تشریح، غڼه او مار داسې تګ لري، چې د خوښې وړ نه دی یا عادي نه دی

خو یوازې دا تکاملي تمایل، چې انسان ته د ځینو ځانګړو وېرې د زده کولو وړتیا ورکوي او د چمتووالي نظریې (Preparedness Theory) په نوم یادېږي، د فوبیا د رامنځته کېدو لپاره بسنه نه کوي.

د لوبو په وینا، که یو انسان له کوم حیوان یا شي سره مستقیمه بده تجربه ولري، نو دا د هغه د وېرې د رامنځته کېدو تر ټولو چټکه لار ده، په ځانګړي ډول که له وړاندې یې د هغه شي پر وړاندې طبیعي تمایل موجود وي.

خو موږ کولای شو یوازې د نورو خلکو د منفي غبرګونونو په لیدلو هم له یو شي څخه وېرېدل زده کړو.

لوبو وایي:

"تاسو فزیکي غبرګون ښکاره کوئ؛ مثلاً یو څه مو وچیچي، یا ناڅاپه ووېرېږئ. "

بیا که مور هم وډاره شي یا ووایي: "هو، دا رښتیا هم ډېر خطرناک دی، نو دا ستاسو کې د دې احتمال لا زیاتوي چې له هغه شي څخه وېرېدل زده کړئ. "

د همدې دلیل له مخې، د هوهل په وینا، فوبیاوې کېدای شي له یوه نسل څخه بل نسل ته هم ولېږدېږي.

"فلمونو ته وګورئ"

لوبو باور لري، له دې امله چې زموږ تجربې دا ټاکي چې له کوم څه به وېرېږو، نو عام کلتور هم تر یوه بریده د دې لامل دی، چې د مارانو او غڼو وېره ولرو.

دا وایي:

"فلمونو ته وګورئ، کتابونو ته وګورئ. ماران او غڼې کله د ژغورونکي رول لوبوي؟ هېڅکله نه."

یو کس په یوه تش سینما کې د پردې پر لور ناست دی، او خپلې سترګې یې په دواړو لاسونو پټې کړې دي.

د عکس سرچینه، Flashpop via Getty Images

د عکس تشریح، لوبو باور لري چې په فلمونو او کتابونو کې د ځینو حیواناتو انځورول ښایي تر یوه بریده د دې لامل وي چې ځینې خلک له هغوی څخه وېرېږي

د طبیعي نړۍ له موجوداتو څخه وېره، چې بیوفوبیا (Biophobia) بلل کېږي، ښایي یو بل لامل یې هم موجود وي.

ژیدو څېړنه وکړه، چې ایا د یو انسان د اوسېدو سیمه [ښاري کېدل] له دې سره تړاو لري، چې هغه د ژویو فوبیا ولري.

د هغه موندنو وښودله، چې څومره یوه سیمه ډېره ښاري وي، همغومره پکې وېرې ډېرې عامې وي.

هغه وایي:

"داسې ښکاري، هغه خلک، چې طبیعت کې ډېر وخت تېروي او له طبیعت سره ډېرې تجربې لري، د هغو ژویو څخه لږ وېرېږي چې ورسره مخامخ کېږي."

نن ورځ، چې په ټوله نړۍ کې له ۸۰ سلنې څخه ډېر خلک په ښاري سیمو کې ژوند کوي، نو دا منطقي ښکاري چې د حیواناتو اړوند فوبیاوې هم دومره عامې وي.

له خپلو وېرو څخه خلاصون

ډېری متخصصین په دوو خبرو سره همغږي دي: لومړی دا، چې فوبیاوې له منځه وړل کېدای شي، او دویم دا، تر ټولو اغېزمنه لاره یې دا ده، چې انسان په تدریجي ډول ځان له هماغه شي سره مخامخ کړي.

هوهل وایي:

"که په ځینو حالاتو کې یوازې لږ ناارامه کېږئ، نو دا به ښه وي، چې لږ ځان وهڅوئ او ورسره مخامخ شئ."

لوبو سپارښتنه کوي، چې دا بهیر باید له کوچنیو ګامونو پیل شي.

د بېلګې په توګه، لومړی د هغه شي عکسونو ته وګورئ چې ترې وېرېږئ، د هغه په اړه مثبت او رښتیني معلومات زده کړئ، او وروسته ورو ورو له هغه شي سره مستقیمه مخامخ کېدل زیات کړئ.

خو که فوبیا ډېره شدیده وي او ستاسو پر ژوند ژور اغېز ولري، نو غوره ده، چې د رواني روغتیا له مسلکي متخصص څخه مرسته وغواړئ.

یو کس چې ژېړ کوټ او اوبدل شوې خولۍ یې پر سر ده، د یوه موټر پر چت ناست دی او د غرونو ښکلي منظره ګوري، په داسې حال کې چې لمر د افق له پاسه د راختلو یا لوېدو په حال کې دی.

د عکس سرچینه، Justin Paget via Getty Images

د ژیدو څېړنې هم دا نظر پیاوړی کړی، چې له وېرې سره مخامخ کېدل نه یوازې موږ سره مرسته کوي چې خپلې له دغه احساس نه خلاص شو او یا یې په وړاندې زموږ حساسیت کم شي.

هغه وایي:

"د وېرې په رامنځته کېدو کې شخصي تجربه تر ټولو مهم رول لري. که دا تجربه مثبته وي، لکه په ماشومتوب یا د زده‌کړو پر مهال، نو موږ ته فوبېا یا ډېره وېره نه پیدا کېږي."

لوبو ټینګار کوي، چې وېره په اصل کې زموږ د ساتنې لپاره ده او یو ګټور احساس دی، او موږ کولای شو خپلې ډېرې وېرې تر کنټرول لاندې راوړو.

دا وایي:

"تاسو له مخکې نه دې ته نه یاست ټاکل شوي چې حتماً له کوم ځانګړي شي څخه ووېرېږئ. که له یو څه وېرېږئ او نه غواړئ، چې احساس مو همداسې پاتې شي، نو د حل لارې شته. "

په شخصي توګه، زه نه پوهېږم، چې له غڼو ډېره وېره مې له خپل مور یا پلار څخه زده کړې، که له کوم فلم څخه مې اخیستې او یا له دې کبله رامنځته شوې، چې په ماشومتوب کې مې له غڼو سره کافي مخامخ کېدل نه درلودل. ښایي دا د دغو ټولو لاملونو ګډه پایله وي. خو کېدای شي د همدې مقالې لیکل زما لپاره د دې فوبیا د له منځه وړلو لومړنی ګام وي.