افغان شیعه دیني عالم ایتالله محمد اسحاق فیاض د ۹۶ کالو په عمرعراق کې ومړ

د عکس سرچینه، alfayadh
افغان شیعه دیني عالم ایت الله محمد اسحاق فیاض د ۹۶ کالو په عمر عراق کې ومړ. دی په ۱۳۰۹ کال کې زېږېدلی و.
.د عراق لومړي وزیر د هغه د مړینې له امله خواشني ښودلې او درې ورځنی ویر یې اعلان کړی دی.
دی د شیعه مذهب پلویانو لپاره د تقلید مرجع بلل کېده او په افغانستان، عراق او نورو هېوادونو کې یې لوی شمېر مذهبي پلویان لرل.
د عراق لومړي وزیر علي صالح کاظم زیدي د ایت الله فیاض مړینه د اسلامي علومو او اجتهاد په برخه کې یوه لویه ضایعه بللې ده.
ایتالله محمد اسحاق فیاض د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ کې زیږیدلی و، په ۲۰۱۲ کال کې "د افغانستان خیریه بنسټ" په نوم مرستندویه موسسه جوړه کړ، چې موخه یې د روغتونونو او طبي مرکزونو جوړول، د بې سرپرسته ماشومانو ملاتړ، د بې وزلو او یتیمانو ملاتړ، د بورسونو ورکول او د اوبو څاګانو کیندل و.
د هغه بل مهم کار په عراق کې د "مدینة العلم - نجف اشرف انسټیټیوټ" په نامه مدرسه جوړول دی. دا مدرسه د زده کونکو لپاره کلتوري مرکزونه لري، چې کار یې لاهم روان دی.
د ایت الله العظمي خویي له مړینې وروسته نوموړي د فقې او شیعه اصولو د تدریس مسولیت پر غاړه واخیست. ښاغلی فیاض په مشهد کې له ډیرو کلونو ژوند وروسته عراق ته لاړ. په نجف کې یې د سلیمیه په مدرسه کې د یو څه مودې لپاره زده کړه وکړه او وروسته یې نورې لوړې دیني زده کړې وکړې. د دغو کلونو په جریان کې، ده د ښاغلي خویي د اصولو او فقهې کورسونه په دوو ټوکونو کې ولیکل چې "د فقهې په اصولو کې لکچرونه" نومیږي چې د مدرسې یو له مهمو کتابونو څخه دی.
د آیت الله خویي له مړینې وروسته، دی په نجف کې پاتې شو او د فقهې، د فقهې اصولو، اسلامي بانکوالۍ، په بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي ډګرونو کې د ښځو شتون، د فکري ملکیت حقونه، طبي مسلې او داسې نورو موضوعاتو په اړه یې ګڼ شمیر اثار ولیکل. نوموړی لوی شعیه دیني عالم و او په عراق کې یې په مړینه درې ورځنی ویر اعلان شوی دی
.
د علمي شهرت پیل

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی فیاض په ۲۰ کالنۍ کې د زده کړو لپاره نجف ته لاړ
هلته د شیعه مذهب د مشهور عالم ایت الله سید ابولقاسم خويي نه یې زده کړې پیل کړې، دی تر۱۵ کالو هلته پاتې شو.
ده ۱۳۵۷ کال کې خپله تدریس پیل کړ.
ده په بېلابېلو موضوعاګانو ګڼه کتابونه لیکلي دي. د ده له لیکلو اثارو څخه چې ډېر یې په عربي ژبه دي:
- محاضرات در اصول فقه، ۱۰ جلده
- الاراضی
- النظرة الخاطفة فی الاجتهاد
- حاشیه بر عروة الوثقی، لس جلد
- احکام البنوک
- منهاج الصالحین، درې جلد
- مناسک حج
- المباحث الاصولیة، ۱۴ جلد
- توضیح المسائل
- المختصر فی احکام العبادات.



















