امریکا کې ورکه شوې اېف-۳۵ الوتکه غورځېدلې؛ چارواکي وايي پاتې شوني یې موندلي

امریکا

د عکس سرچینه، MOD

امریکا کې پوځي چارواکو ویلي، چې یکشنبه دغه هېواد کې یوه نادرکه شوې اېف-۳۵ جنګي‌ جټ الوتکه غورځېدلې ده.‌

دوی زیاته کړې چې د دې الوتکې د غورخېدو ځای مالوم او پاتې شوني یې موندل شوي دي.‌

تر دې مخکې د امریکا پوځ له خپلو خلکو غوښتي‌ وو چې د دې نادرکه شوي 'اېف-۳۵ بي' جنګي‌ جټ‌ په موندلو کې ورسره همکاري وکړي.‌

دغه جټ چې ارزښت یې شاوخوا سل میلیون ډالرو ته رسېږي، د ‌یکشنبې تر غرمې وروسته د سویلي کارولینا ایالت فضا کې د الوتنې پر مهال نادرکه شوی و.‌

چارواکو ویلي الوتکه کې تخنیکي‌ ستونزه راغلې وه، خو نور جزییات یې نه وو ورکړي.‌

رپوټونو کې د چارواکو په حواله ویل شوي چې د الوتکې پیلوټ‌ په خوندي‌ ډول د پراشوت په وسیله ځان غورځولی خو دا چې د الوتکې د اتوماتې الوتنې سیستم فعال و، نو له پيلوټ پرته یې هم د څه وخت لپاره الوتنې ته دوام ورکړی دی.‌

دوی ویلي وو چې د دغه جټ‌ د لټون هڅې د مولټري او ماریون جهیلونو پر شاوخوا متمرکزې دي.‌

اېف-۳۵ د نړۍ په پرمختللو جنګي جټونو کې حسابېږي او ورکېدو یې تاوده بحثونه راپارولي‌ وو.

د امریکا د کانګرس یوې جمهورې‌پالې غړې 'نانسي‌ مېس' هم د ایکس یا پخواني‌ ټویټر په یوه پيغام کې پوښتلي وو چې "اېف-۳۵ لا څنګه درنه ورکېږي؟"

هغې زیاته کړې "څنګه يې د ځای ځایګي‌ مالومولو وسیله نشته او موږ له عامو خلکو غواړو چې جټ‌ پيدا او بېرته راوسپاري؟"

اېف-۳۵بي په پرمختلې ټکنالوژۍ سمبال جټونه دي او داسې ډیزاین شوي چې د دښمن رادار یې نه شي موندلی.‌

د ویډیو تشریح، اېف-۳۵ د نړۍ تر ټولو پرمختللو جنګي جټونو کې حسابېږي

سویلي کارولینا کې چارلېسټون ګډې هوايي‌‌ اډې چارواکو ویلي و که هر څوک څه مالومات لري نو د دوی عملیاتي مرکز سره دې اړیکه ونیسي.‌

د الوتنو یوې څارونکې شبکې "فلایټ‌رادار-۲۴" پر خواله رسنۍ یو عکس خپور کړی چې ګڼې الوتکې پکې د دغه جټ د ورکېدو په سیمه کې ظاهرآ د لټون پر حال کې لیدل کېږي.

د امریکا سمندري ځواکونو بي‌بي‌سي‌ ته په یوې استولې اعلامیه کې ویلي چې تر اوسه د پېښې په اړه مالومات محدود دي او دا چې دوی لا هم د جزییاتو په راټولو بوخت دي.‌

بلخوا د دغو جنګي الوتکو جوړونکې 'لاک‌هیډ مارټین' شرکت بي‌بي‌سي ته ویلي چې اېف-۳۵بي‌ جنګي جټونه شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالره ارزښت لري.‌

امریکا

د عکس سرچینه، AFP

ویل کېږي له ورک شوي جټ سره یوه بله اېف-۳۵ الوتکه هم ملګرې وه خو هغه به خوندي ډول پوځي اډې ته ستنه شوې.

د امریکا پوځ په ۲۰۱۸ کال کې تر هغې وروسته د خپلو ټولو اېف-۳۵ جنګي جټونو الوتنې د لنډمهال لپاره ودرولې، چې په شمالي کارولینا کې همدا ډول یو جټ راوغورځېد.

په ۲۰۲۲ کال کې هم یوه اېف-۳۵ جنګي الوتکه د چین په سویلي سمندر کې د پوځي مانورو پر مهال د حادثې ښکار او غورځېدلې وه.‌

هغه مهال داسې رپوټونه هم خپاره شوي وو چې ګوندې چین د امریکا د هوايي ځواک پوځي‌ ټکنالوژۍ ته د لاسرسي په موخه سمندر کې د دې الوتکې د موندلو هڅه کړې، خو بالاخره پخپله امریکایانو موندلې وه.‌