له بندیزونو سره سره څنګه یوه عصري روسۍ بېړۍ له هرمز تنګي تېره شوه؟

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, هري سیکولیک
- Author, جاروسلاوف لوکیف
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
سره له دې چې د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ له امله هرمز تنګی له محدودیتونو او بندیزونو سره مخامخ دی خو بیا هم د روسیې ولسمشر ولادیمير پوتین د یوه نږدې ملا تړي یوه عصري او ګرانبیه بېړۍ تازه پرې تېره شوې ده.
دا ۱۴۲ متره (۴۶۵ فوټه) اوږده بېړۍ "نورد" نومېږي چې د روسي میلیاردر الېکسي مورداشوف اړوند بلل کېږي. هغه شتمن سړی چې لوېديځ پرې بندیزونه لګولي دي.
دا بېړۍ د اوونۍ په پیل کې له دوبۍ د عمان پلازمېنې مسقط ته ته ورسېده او په دې وروستیو میاشتو کې له هغو کمو شخصي کښتیو یوه ده چې له دغه تنګي تېرېږي.
په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ لا هم ناندرۍ روانې دي، ایران همدا اوونۍ له روسیې سره د لوړې کچې خبرو اترو کې ورښکېل شوی دی. چې خیر خیریت وي او جګړه نه وي نو د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه اوومه یا خام تېل او طبیعي ګاز (اېلاېنجي) له همدې سمندري لارې د دنیا ملکونو ته رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم ښاغلی مورداشوف له پوتین سره نږدې اړیکې لري خو په رسمي اسنادو کې هغه د دې بېړۍ مالک نه دی ښودل شوی. په اسنادو کې دا بېړۍ په ۲۰۲۲ کې د هغه د مېرمنې په نوم ثبت شوي یوه شرکت پورې تړلې ده.
د" نورود" نومې دې عصري بېړۍ ارزښت تر ۵۰۰ میلیون ډالره ډېر اټکل شوی چې په افغانستان کې د نن سبا په حساب شاوخوا (۳۲۰) میلیونه افغانۍ کېږي.
د سمندري چلن ادارې (مارین ټرېفېک) د معلوماتو له مخې، بېړۍ د جمعې په شپه له دوبۍ روانه شوې وه او د یکشنبې په سهار د عمان پلازمېنې مسقط کې (الموج) نومي بندر ته ورسېده.
د جګړې له امله اوس د خلیج له دې لارې سمندري تګراتګ ډېر کم شوی دی. دغه کړکېچ په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې هم لوړې کړې دي او پرون دوشنبه د یوه بېلر (بېرل) بیه ان ۱۰۹ ډالرو ته وختله.
ایران وروسته له هغې پر دې مهم سمندري تنګي د بېړیو پر تېرېدو محدودیتونه زیات کړل چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، له ایران سره اوربند غځوي خو بندرونه یې کلابندوي.
پر دې سربېره چې ډېری شخصي بېړۍ د جګړې له پیل را وروسته پر هرمز تنګي له تېرېدو ډډه کوي خو د روسیې بېرغ لرونکې دا بېړۍ ډاډه پرې تېره شوې ده.
دې ته په کتو چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوږدمهاله سولې خبرې ټکنۍ شوې دي، تهران خپل پام پر دې ورټول کړی دی چې له روسیې سره اړیکې لا پياوړې او وغوړوي.
د دوشنبې په ورځ ولاديمير پوتین په سېنټ پيټرزبرګ کې د یوه ایراني پلاوي کوربهتوب وکړ او هلته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران او روسیې ترمنځ د خپلو "ستراتيژيکو" اړیکو ستاینه وکړه.
د روسیې دولتي خبري اژانس (تاس) د خبر له مخې، پوتین عراقچي ته وویل چې د ایران خلک د خپل حاکمیت ساتنې لپاره د امریکا او اسرائیلو د فشارونو پر وړاندې "په زړورتیا سره مبارزه کوي".
عراقچي پر اېکسپاڼه هغه انځورونه خپاره کړي چې دی پکې له ولسمشرپوتین او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د لیدنې پرمهال ښکاري چې موسکی دی او د ستړيمشي په ډول یې لاسونه سره ورکړي دي. ښاغلي عراقچي له همدغو عکسونو سره لیکلي، "وروستیو پېښو زموږ د خپلمنځي ستراتيژيکو اړیکو ژرورتیا او پياوړتیا ثابته کړه."
ده زیاته کړې، "اړیکې مو په غوړېدو دي، موږ د روسیې د پیوستون منندوی یو او په ډېپلوماتیکه برخه کې یې د ملاتړ هرکلی کوو".

د عکس سرچینه، EPA
د نړۍ د ښکلو یا لوکسو او عصري بېړیو په اړه د خبرونو خپروونکې مجلې (سوپریاټ ټایمز) د عکس له مخې، د روسیې دا عصري او ښکلې بېړۍ یو د لامبو ډنډ یا حوض، د چورلکې د ناستې غالی او پر اوبتل د بدلېدو وړتیا لري چې د سمندر اوبو کې دننه هم مزل کولی شي.
روسیې چې په ۲۰۲۲ کې پر اوکرايين یرغل وکړ نو له هماغه راهیسې ښاغلی مورداشوف د لوېدیځو هېوادونو لکه د برېتانیا، امریکا او اروپايي ټولنې د بندیزونو هدف ګرځېدلی دی.
که څه هم لوېديځوالو له هانګکانګ او مالدیپ هم غوښتي وو چې د دغه روسي میلیاردر پانګه ضبط کړي خو هغوی تر اوسه له دغه کاره ډډه کړې ده.
ښاغلی مورداشوف د (سېورسټل) په نوم د روسیې د فولادو او د کانونو د تر ټولو ستر شرکت مشر دی.
د اقتصادي چارو په اړه د خبرونو خپروونکې امریکایۍ مجلې (فوربز) د اټکل له مخې، د هغه شتمني شاوخوا ۳۷ میلیارد ډالره ده او د روسیې تر ټولو شتمن کس بلل کېږي.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې له هرمز تنګي د تېرېدو پرمهال په خپله مورداشوف هم په دې بېړۍ کې سپور و او که نه.





















