د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکې کس ۱۱۷مه کلیزه ولمانځله

اتل کیترام

د عکس سرچینه، Supplied

د عکس تشریح، د اېتهل له اوو خویندو او وروڼو څخه، یوې خور یې تر سلو کلونو زیات عمر کړی و.
    • Author, نیتن بوان
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکې کس اېتهل کېټرهام نن خپله ۱۱۷مه کلیزه د انګلنډ په سري سیمه کې له خپلو دوستانو او خپلوانو سره یو ځای ولمانځله.

اېتهل کېټرهام، چې د سري په لایټ واټر کلي پاملرنې په یوه مرکز کې ژوند کوي، د ۲۰۲۵ کال په اپرېل میاشت کې د نړۍ د تر ټولو مشر ژوندي انسان لقب ترلاسه کړ. دا لقب یې وروسته له هغه خپل کړ چې برازیلۍ راهبه اینا کانابارو لوکاس د ۱۱۶ کلونو په عمر مړه شوه.

اېتهل کېټرهام د ټایټانیک بېړۍ د غرقېدو له پېښې درې کاله مخکې او د روسیې له انقلابه اته کاله مخکې زېږېدلې وه. نوموړې د شلمې پېړۍ د دواړو نړیوالو جګړو شاهده پاتې شوې ده.

دا په ۲۰۲۰ کال کې چې ۱۱۰ کلنه وه، پر کورونا وېروس اخته شوه، خو روغتیا یې بېرته ترلاسه کړه. د ګینس نړیوالو ریکارډونو له مخې، دا د هغو ډېر عمر لرونکو کسانو له ډلې یوه ده چې له کورونا ناروغۍ ژوندي پاتې شوي دي.

اېتهل اصلًا د انګلنډ د همپشایر د شپټن بېلینجر کلي اوسېدونکې ده، خو د ویلټشایر د ټیډورت ښارګوټي کې لویه شوې ده. نوموړې د اووه وروڼو او خویندو په کورنۍ کې رالویه شوې او د کورنۍ له وروستیو ماشومانو وه.

اېتهل کېټرهام، چې د پاچا اېډوارډ اووم د واکمنۍ د دورې وروستۍ ژوندۍ پاتې شوې بلل کېږي، په ۱۹۲۷ کال کې د ځوانۍ پر مهال هند ته لاړه. هلته یې د یوې پوځي کورنۍ لپاره د کورنۍ د مرستندویې په توګه کار کاوه او د هغوی د ماشومانو ساتنه او پالنه یې پر غاړه لرله.

اتل کیترام

د عکس سرچینه، Supplied

د عکس تشریح، د اېتهل د ځوانۍ مهال یو تصویر

په ۱۹۳۱ کال کې اېتهل په انګلنډ کې د یوې مېلمستیا پر مهال له خپل مېړه نورمن سره لومړی ځل ولیدل. نورمن هغه مهال د برېتانیا په پوځ کې د ډګرمن په توګه دنده ترسره کوله.

اېتهل او د هغې مېړه وروسته هانګ کانګ ته لاړل، او هلته یې یو وړکتون جوړ کړ.

نورمن شاوخوا پنځوس کاله وړاندې، په ۱۹۷۶ کال کې ومړ.

خو د اېتهل خور ګلډیس هم اوږد عمر درلود او ۱۰۴ کاله ژوندۍ پاتې شوه.

د بریتانیا پاچا درېیم چارلس تېر کال د اېتل د ۱۱۶مې کلیزې له نمانځنې لږ وروسته د هغې لیدو ته ورغی.

د عکس سرچینه، Jonathan Brady/PA Wire

د عکس تشریح، د بریتانیا پاچا درېیم چارلس تېر کال د اېتهل د ۱۱۶مې کلیزې له نمانځنې لږ وروسته د هغې لیدو ته ورغی.

د تېر کال په سپټمبر کې د اېتهل کېټرهام له ۱۱۶مې کلیزې څو ورځې وروسته یو ځانګړی مېلمه د هغې لیدو ته ورغی، چې د برېتانیا پاچا درېیم چارلس و.

د هغې لیدنې پر مهال اېتهل پاچا چارلس ته هغه وخت ور په یاد کړ چې نوموړی په ۲۱ کلنۍ کې د وېلز د شهزاده لقب ترلاسه کړی و. هغې په ټوکه ورته وویل:

''ټولې نجونې ستا په مینه اخته وې او غوښتل یې چې له تا سره واده وکړي.''

اېتهل، چې تر ۹۷ کلنۍ پورې یې موټر چلولو ته دوام ورکړی و، اوسمهال د نړۍ تر ټولو مشره ژوندۍ انسانه ده، خو لا هم د تاریخ د تر ټولو اوږد عمر لرونکي ثبت شوي انسان له ریکارډه لېرې ده.

د ګینس نړیوالو ریکارډونو له مخې، فرانسوۍ مېرمن ژان کالمان، چې په ۱۹۹۷ کال کې مړه شوه، تر اوسه پورې د نړۍ تر ټولو اوږد عمر لرونکې ثبت شوې انسانه ده.

هغې ۱۲۲ کاله او ۱۶۴ ورځې ژوند کړی و.