کراچۍ کې د رېنجرز ځواکونو پر مرکز برید: 'درې سرتېري او درې بریدګر وژل شوي'

د ویډیو تشریح، کراچۍ کې د پاکستان رېنجرز ځواکونو پر مرکز برید
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د پاکستان پوځ وايي په کراچۍ ښار کې تېره شپه د رېنجرز ځواکونو پر یوه مرکز برید کې درې سرتېري او په ځوابي اقدام کې درې وسله‌وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای‌اېس‌پي‌ار) ادعا کړې چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي اقداماتو کې یو وسله‌وال په ټپي حال کې نیول شوی، چې د ادعا له مخې "افغان وګړی" دی.

د یادنې ده چې تېره شپه د کراچۍ ګلستان جوهر سیمه کې د رېنجرز ځواکونو مرکز ته نږدې لومړی د چاودنې او بیا د وسله‌والې نښتې رپوټ ورکړ شوی و.

کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوی ښار او اقتصادي مرکز دی.

د دغه برید مسوولیت جماعت الاحرار سره یوې تړلې ډلې منلی دی.

د پاکستان پوځ لخوا خپاره شوي بیان کې ویل شوي، چې بریدګرو د دغه مرکز دروازه کې له چاودنې وروسته د امنیتي دیوال د ماتولو هڅه کړې، خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې.

د سند د پولیسو مشر جاوید عالم اوډهو ډان ورځپاڼې‌ ته ویلي، چې په دغه برید کې د رېنجرز درې سرتېري او درې بریدګر وژل شوي دي.

د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو اړوندې اېکس‌پاڼې باندې خپاره شوي بیان کې بیا د پنځو بریدګرو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی او ویل شوي چې برید د پاکستاني‌ طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) کړی چې دوی یې فتنه‌الخوارج بولي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

عیني شاهدانو بي‌بي‌سي‌ته ویلي، چې تر لومړۍ چاودنې وروسته تر ډېره په وقفه‌يي ډول ډزو دوام درلود.

امنیتي سرچینو ویلي، په سیمه کې چاڼیز عملیات او د اوښتي‌ زیان ارزونه روانه ده.‌

پاکستان‌رېنجرز نیمه پوځي ملېشه ځواک دی، چې د پولو د ساتنې او جګړه ځپلو سیمه کې د امنیت د ټینګښت مسوولیت لري.‌

دا فدرالي ځواک په دوو برخو کې وېشل شوی چې یوې ته د پنجاب او بلې ته د سند رېنجز وايي.

په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې دغه نیمه‌پوځ ځواک د اېف‌سي‌ یا فرنټیر کور په نوم پېژندل کېږي.‌

دا د ۲۰۲۴ کال اکتوبر کې په کراچۍ کې د چیني اتباعو د موټرو پر کاروان له چاودنې راوروسته په تېرو نږدې دوو کلونو کې په دغه ښار کې تر ټولو لوی برید بلل شوی.‌

په هغه برید کې دوه چیني وګړي وژل شوي وو.

که څه هم د خیبرپښتونخوا او بلوچستان له ځینو ولسوالیو نږدې هره ورځ د بریدونو او امنیتي پېښو رپوټونه ورکول کېږي، خو د پاکستان لوی ښارونه تر ډېره خوندي دي.

اسلام اباد ادعا کوي چې په دغه هېواد کې ډېر بریدونه د ډیورنډ کرښې بله غاړه افغانستان کې پلانېږي او دا چې ګوندې د پاکستان ناامنیو کې ښکېل وسله‌وال په افغانستان کې اډې او پټنځایونه لري.

خو د طالبانو حکومت بیا دا ادعا ردوي او پاکستان کې ناامنۍ د دغه هېواد داخلي ستونزه ګڼي.

جماعت الاحرار څومره پېژنئ؟

عبدالولي مومند

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د جماعت الاحرار ډلې په اړه ویل کېږي عبدالولي مومند (خالد عمر خراساني) جوړه کړې ده

د جماعت الاحرار ډلې په اړه ویل کېږي چې په ۲۰۱۴ کال کې د عبدالولي مومند یا عمر خالد خراساني لخوا جوړه شوې ده.

شنونکی عبدالسید وايي‌، عمر خالد خراساني هغه مهال د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) کې د داخلي اختلافاتو له کبله له خپلو ملګرو سره له دې ډلې جلا شو او جماعت الاحرار یې جوړ کړ.

د عبدالسید په وینا، که څه هم دا ډله په ۲۰۲۰ کال کې بېرته له ټي‌ټي‌پي‌ سره اتحاد کې شامله شوه، خو د ۲۰۲۲م کال اګست کې د افغانستان د پکتیکا په برمل کې په یوه مبهم برید کې د عمر خالد خراساني له وژل کېدو وروسته د دواړو ډلو اړیکې ترینګلې پاتې شوې.

د یادونې ده چې د روان کال می میاشت کې د خیبرپښتونخوا په کورمه کې له ټي‌ټي‌پي‌ سره یوه خونړۍ نښته کې د جماعت‌ الاحرار د ۱۸ وسله‌والو د وژل کېدو خبر هم ورکړ شوی و.‌

عبدالسید وايي، که څه هم جماعت الاحرار د ۲۰۲۵م کال له پیل راهیسې په غیر رسمي ډول د تحریک طالبان پاکستان ترڅنګ خپل موازي تنظیمي شبکه فعاله کړې، خو تر اوسه یې په رسمي ډول له ټي‌ټي‌پي جلا کېدل نه دي اعلان کړي، او ټي‌ټي‌پي هم په دې اړه څه نه دي ویلي.