ایا اسرائیل او ترکیه ټکر ته سره نژدې شوي دي؟

د ترکيې د يوه ټلويزيون خپرونه

د عکس سرچینه، A HABER

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د ترکیې رسنيو اسرائیلو ته نژدې د سوريې پر يوه هوايي اډه د اسرائیلو بریدونه يو پارونکی ګام بللی او موخه یې مخامخ مقابلې ته د انقرې راکښل ياد کړي دي.

د ترکيې يوې دولتي پلوه خبرې شبکې پوښتنه کړې، "ایا اسرائیل د ترکيې صبر ازمويي؟". دې شبکې احتمال ښودلی چې د اسرائیلو حکومت د اوکټوبر د ټاکنو په درشل کې د کړکېچونو د زياتولو هڅه کوي.

په يوه راپور کې راغلي چې د ترکیې او اسرائیلو تر منځ له مستقیمې مقابلې "په ډېر لږ واټن" مخنيوی وشو. په راپور کې زياته شوې چې ترکي چارواکي له برید يوازې څو ساعته مخکې په همدې سيمه کې موجود وو.

رسنيو همدا راز يادونه کړې چې دا برید په داسې شرايطو کې وشو چې انقرې په پام کې لرله په دې ځای کې ډرونونه، رادار او د هوايي دفاع سيستونه ځای پر ځای کړي.

د ابوظهور هوايي اډه

د عکس سرچینه، Reuters

د ترکيې د بهرنیو چارو وزارت د سوريې د ادلب ولايت په ابوظهور پوځي هوايي اډه بریدونه وغندل او اسرائیل یې تورن کړ چې "د سوريې زېربناوې او وړتياوې په بې پروايۍ په نښه کوي".

د اسرائیلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، چې د هوايي بریدونو موخه په دې اډه کې د ترکي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو مخه نيول وو، هغه زياته کړې چې هلته د ترکي ځواکونو حضور به "اوسنی امنيتي وضعيت" ګډوډ کړي.

د ترکيې دولتي پلوه ورځپاڼې (ترکيه) دغه بریدونه "د اسرائیلو جدي پارونه" بللې ده.

دې ورځپاڼې د سوريې د پوځ متقاعد ډګروال فايز اسمر له قوله ليکلي چې د ترکیې پولې ته څېرمه د يوې اډې په نښه کول. "یو پارونکی ګام و چې موخه یې د اسرائیلو له خوا جګړې ته د ترکيې راکاږل وو".

خپلواکې خبري وېبپاڼې "صربستييت" ليکلي چې د ترکيې او اسرائیلو تر منځ له مستقيمې مقابلې په "وروستۍ شېبه کې" مخنيوی شوی دی. دغې رسنۍ د سوريې د چارو د شنونکي چارلز لېسټر دې ادعا ته اشاره کړې چې ویلي وو، د ترکيې يو پوځي پلاوی له برید څو ساعته مخکې په دې اډه کې و.

"ایا اسرائیل د ترکيې صبر ازمويي؟" دا هغه پوښتنه ده چې د "اهابر" خبري شبکې چې د ترکیې حکومت له ملاتړو رسنيو ده، د خپلې يوې ليکنې په سرلیک کې مطرح کړې ده. دغې شبکې همدا راز ادعا کړې چې اسرائیل هڅه کوي د اوکټوبر له ټاکنو مخکې وضعيت د يوې پوځي نښتې پر لور بوځي.

یوه خبريال يلديرای اوغور پر اېکس يوه پوسټ کې استدلال کړی چې نتنياهو به په خپل ټاکنيز کمپاين کې هڅه وکړي چې له "ترکيې سره کړکېچونه زيات کړي".

د پوهنتون يوه ښوونکي شاکر دينچ شاهين د ترکيې له ملي خبري شبکې (اېن ټي وي) سره په خبرو کې ويلي چې نتنيانو ځکه پر امریکايي ولسمشر غوسه دی چې هغه یې "له ټاکنو مخکې ملاتړ نه دی کړی."

څو رسنيو داسې احتمال ښودلی چې دغه بریدونه به د امریکا او اسرائیلو تر منځ اختلافونه لا ژور کړي.

ترکيې ورځپاڼې د رجب طيب اردوغان او ټرمپ تر منځ وروستۍ ټليفوني اړيکې په اشاره ليکلي، اسرائیل له دې کبله هم "غوسه" دي چې ارودغان او ټرمپ "د ایران د کړکېچ د حل او په غزه کې د سولې د ټينګښت" په اړه همغږۍ ته رسېدلي دي.

حکومت پلوې ورځپاڼې "اکشام" لیکلي چې د اسرائیلو بریدونو "امریکا غوسه کړې ده"

د ترکيې پلانونه

د ترکيې ډېرو رسنيو يادونه کړې چې دغه برید په داسې وخت کې ترسره شوي چې ترکيه په سوريه کې د خپل پوځي حضور د زياتولو پلان لري.

د ترکيې ورځپاڼې د نامعلومو امنيتي سرچينو له خولې ويلي، یوه ترکي شرکت په دې وروستيو کې د دغې اډې د ځغاستليکې د بيارغونې چارې پر غاړه اخيستې وې.

دې ورځپاڼې د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، "دا برید د ترکيې د هغو ستراتيژيکو ګامونو پر وړاندې يو پيغام دی چې اوس له نظري پړاوه عملي پړاو ته رسېدلی دی. په بل عبارت هغوی هڅه کوي د سوريې د پوځ وړتياوې محدودې او کمزورې کړي".

په دې راپور کې همدا راز راغلي چې ترکي چارواکو په دې وروستيو کې د بې پيلوټه الوتکو، رادارونو او هوايي دفاعي سيسټمونو د ځای پر ځای کولو لپاره د چمتووالي په ترڅ کې له دغې اډې ليدنه کړې وه.

دغې ورځپاڼې د سوريې د پوځ د متقاعد ډګروال فايز اسمر له خولې ليکلي، "د اسرائيلو تر ټولو ستره اندېښنه په سوريه کې د ترکيې د پوځي نفوذ زياتېدل دي".

د راپورونو له مخې، هغه همدا راز ويلی، اسرائیل اندېښمن دي چې ښايي سوريه د ترکيې، سعودي عربستان او پاکستان تر منځ د مکې تړون سره يو ځای شي.

د سياسي چارو شنونکي اليف شاهين له اېن ټي وي شبکې سره په خبرو کې ويلي، په سوريه کې "ثبات" او د ترکيې د رول د لا پياوړي کېدو سره هم مهاله، اسرائیل په سيمه کې ورځ تر بلې ګوښي کېږي او د فشار احساس کوي او له دې وضعيت څخه خورا اندېښمن دي.

د حکومت ملاتړې شنونکي محمود اوور هم ويلي، "موږ په سيمه کې د اسرائیلو محوري سياست د پايته رسېدو پر لور نژدې کېږو".

اسرائیل او په سوريه کې د موازنې له بدلون وېره

د اسرائيلو رسنيو هم وروسته له هغه چې اسرائیلو د ترکیې له پولې سره نژدې د سوريې پر يوې پوځي هوايي اډې د "غيرمعمول برید" مسووليت ومانه، په خپلو راپورونو کې د اسرائيلو او ترکيې ترمنځ "کړکېچونو" ته ځانګړې پاملرنه کړې.

د اسرائیلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو دفتر د اګست پر ۱۸مه له برید لږ ورسته پر اېکس ټولنيزه شبکه ولیکل، "اسرائیل او سوريې د امنيتي مسايلو په اړه د شته وضعيت پر سره هوکړه کړې وه؛ حلت ته نژدې په يوه پوځي اډه کې د ترکي ځواکونو ځای پر ځای کېدل له دې سرغړونه بلل کېږي".

خبري وېبپاڼې وای نېټ راپور ورکړی چې ښايي دغه برید "د سيمې پر هوايي حريم د خپل کنټرول د له لاسه ورکولو په اړه د اسرائیلو اندېښنه" څرګندوي.

وای نېټ زياته کړې چې دا برید د هغو "ستراتيژيکو" انګېزو له مخې شوی چې په ۲۰۲۵ کال کې پر همدې هوايي ډګر د اسرائیلو د برید تر شا موجودې وې.

د اسرائيلو کان شبکې تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې د اسرائیلو دفاعي ادارو موندلې چې سوريې د "بشار اسد د رژيم له نسکورېدو او د اسرائیلي پوځ له خوا د سوريې د هوايي ځواک د له منځه وړلو له اعلان يو کال او اته مياشتې وروسته" د خپل هوايي ځواک د بيا رغولو هڅې چټکې کړې دي.

کان شبکې راپور ورکړی چې سوريه د ترکيې، سعودي عربستان، روسيې، فرانسې او د سيمې نورو هېوادونو ملاتړ لري.

د دې راپور له مخې د اسرائيلو اصلي اندېښنه په سوريه کې د ترکيې د حضور پراخېدل او په ځانګړې توګه د هوايي دفاعي سيسټمونو احتمالي ځای پر ځای کېدل وو، داسې سيسټمونه چې کولی یې شول د سوريې په اسمان کې د اسرائيلو د کړنو ازادي محدوده کړې.

کان د يوه امنيتي چارواکي له خولې راپور ورکړی چې اسرائیل "په سوريه کې پرمختګونه له نژدې څاري او خپلې اندېښنې له امریکا سره شريکوي".

د اسرائیلو شخصي او منځلارې ۱۲ شبکې راپور ورکړی چې د اسرائیلو د برید موخه ترکيې ته دا پيغام رسولو وو چې اسرائیل به انقرې ته اجازه ورنکړي چې په سوريه کې ، وسلې، د بېلګې په توګه ډرونونه، الوتکې او د هوايي دفاع سيسټمونه ځای پر ځای کړی.

شبکې زياته کړې چې اسرائيلو تر دې وړاندې هم ترکيې ته د داسې کړنو په اړه خبرداری ورکړی و.

د ۱۲ شبکې د راپور له مخې دغه برید "په خورا حساس وخت" کې شوی، ځکه اسرائیل له سوريې سره په خبرو اترو بوخت دي او ترکيه هم هڅه کوي خپل سيمه ييز نفوذ پراخ کړي.

شبکې د يوه لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي له خولې ويلي چې دغه هېواد "به په اسانۍ له هغه څه چې ترلاسه کړي یې دی، تېر نشي".