پر دوبۍ د ایران جګړې اغېز؛ ګرځندوی صنعت او مسافر کارکوونکي له کومو ستونزو سره مخ دي؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
تېر کال نږدې شل میلونه بهرنيو سیلانیانو دوبۍ ته سفر کړی و چې له امله یې دا ښار د نړۍ له تر ټولو ډېر لیدل کېدونکو ښارونو وشمېرل شو. خو له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړې دوبۍ ته د سېلانیانو پر ورتګ ډېر منفي اغېز کړی او ځایي کاروبارونه یې هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
له روان حالته وړاندې به ماښام مهال د دوبۍ رستورانتونه له خلکو ډک وو؛ د سېلانیانو، سوداګرو او هلته د مېشتو وګړو ګڼهګوڼه به پکې وه چې هېڅ مېز او څوکي به یې تش نه وو. خو اوس کیسه هغسې نه ده، ډېری رستورانتونه تشتور دي او د مشتریانو شمېر یې په چټکۍ سره راکم شوی دی.
د نتاشا سیدریس په نوم د زنځيري رستورانتونو د یوې څښتنې پر کاروبار دا بدلون ډېر ناڅاپي ورغی.
هغې په ۲۰۱۴ کې په دوبۍ کې خپل لومړی رستورانت پرانیست. په تېره لسیزه کې د "ټاشاز" په نوم د هغې زنځيري رستورانتونو داسې وده وکړه چې په ټول هېواد کې یې ۱۴ څانګې پرانیستلې. په دغو رستورانتونو کې له دې سره تر زرو ډېر کسان پر کاروزګار بوخت وو. خو اوس له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړې د دې د کاروبار ملا ور ماته کړې ده.
اغلې سیدریس وايي، هغه رستورانتونه چې پر ځایي مشتریانو او بهرنیانو تکیه وو، اوس یې ګټهوټه تر نیمايي هم ډېره راکمه شوې ده او د هغو عواید خو بیا له ۷۰ تر ۸۰ سلنه کم شوي چې یوازې پر سېلانیانو متکي دي.
دا په سوداګرۍ کې ډېر دروند زیان دی، په ځانګړي ډول د دوبۍ غوندې داسې ښار کې چې اقتصاد یې تر ډېره پر ګرځندوی صنعت یا سیاحت ولاړ دی.

د عکس سرچینه، Tashas Group
د همدغه وضعیت له امله اغلې سیدریس اړ شوې چې د خپلو ټولو کارکوونکو تنخواګانې ۳۰ سلنه راټيټې کړي.
دا وايي چې یوازې دوه لارې یې لرلې؛ یا یې باید یوه برخه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي وای او یا یې باید د هغوی معاشونه راکم کړي وای. نو له بېکارۍ د کاریګرو د ساتلو لپاره یې دویمه لار وټاکله او د هغوی تنخواګانې یې راټيټې کړې.
اغلې سیدریس بیا هم شکر باسي چې که رستورانتونه یې یوازې د سېلانیانو په ګټې پورې تړلي وای او په استوګنیزو سیمو کې نه وای نو ښایي اوس به یې ټول کاروبار په ټپه ولاړ او له منځه تللی وای ځکه چې اوس یې یوازېني مشتریان هغه ځايي خلک دي چې لا هم دغو رستورانتونو ته ورځي.
ګرځندوی سکتور ته اوښتی تاوان
د دوبۍ نور رستورانتونه هم له ورته حالت سره مخ دي.
د زنځيري رستورانتونو د یوې بلې شبکې یو چارواکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وايي چې د مېلمنو یا مشتریانو شمېر یې اوس ایله له ۱۵ تر ۲۰ سلنې ته راټيټ شوی دی.
دا د دوی لپاره دومره لوی کمښت دی چې اړ شوي له نیمایي زیات کارکوونکي بېمعاشه رخصت کړي. ځینې څانګې یې تړلې دي او پاتې نورې یې د لږو کارکوونکو پر مټ فعالې ساتلې دي.
خو دا ستونزه یوازې د رستورانتونو تر کچې نه ده محدوده بلکې په ګرځندوی صنعت یا سیاحت پورې تړلې ټولې برخې یې له اقتصادي فشار سره لاس او ګرېوان کړې دي. هوټلونه، د سفر چوپړتیاو وړاندې کوونکې ادارې، ټرانسپورټي او هوايي شرکتونه ټول له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. چې سېلانیان نه وي نو په هغوی پورې تړلي خدمات خامخا اغېزمنېږي.
په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې دوبۍ ځان د نړۍ له سترو سیاحتي مرکزونو یو ګرځولی و خو د ایران جګړې له پیلېدو راوروسته یې پرمختګ سخت ټکنی شوی دی.
امنیتي ګواښونه او بریدونه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
ټول متحده عرب امارات د پرلهپسې بریدونو هدف ګرځېدلي دي او دوبۍ هم د ایران د پوځي غبرګون مهم هدف وه.
په سیمه کې د امنیتي وضعیت خرابېدل هم هلته د دغه اقتصادي کړکېچ یو مهم لامل دی. د رپوټونو له مخې، تر اوسه له ۲۴۰۰ زیات توغندي او چاودېدونکي ډرونونه د متحده عرب اماراتو پر لور ورتوغول شوي دي. که څه هم د چارواکو په وینا، له ۹۰ سلنې زیات یې هدف ته له رسېدو مخکې شنډ کړای شوي دي خو بیا هم ځینې پاتې شوني یې په بېلابېلو سیمو کې لوېدلي دي.
د دوی له منځه د دوبۍ په پام ټاپو کې د فېیرمونټ په نوم پر یوه لوکس هوټل د برید او له کبله یې د رامنځته شوي ویجاړي انځورونه پر خواله رسنیو ډېر لاسپهلاس شول چې دا په خپله د سېلانیانو لپاره د وېرې لامل وګرځېدل.
تر دې دمه د روانې جګړې د لاسه په متحده عرب اماراتو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او تر ۱۸۵ زیات ژوبل شوي دي.
پر هوايي سفرونو یې سخت اغېز

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
دا جګړه چې د ۲۰۲۶ میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۸ پیل شوه، څېرمه سیمې او دوبۍ ته یې هوايي سفرونه هم سخت وځپل. زرګونه پلان شوې الوتنې لغوه شوې او د سیمې تر ټولو بوخت هوايي ډګرونه هم څو ځلې په ټپه درېدو ته ورنږدې شول.
همداراز په لومړیو اوونیو کې هلته زرګونه سېلانیان ایسار پاتې وو چې وروسته په ځانګړو الوتنو کې وایستل شول.
دوبۍ نړیوال هوايي ډګر چې د نړۍ له تر ټولو بوختو هوايي ډګرونو شمېرل کېږي، تېر کال یې له ۹۵ میلیون ډېر مسافر سمبال کړي وو. خو اوس یې د مسافرو شمېر د پام وړ راکم شوی او د الوتنو بهیر یې لا هم په بشپړ ډول عادي حالت ته نه دی ورګرځېدلی.
خو خبره دا ده چې له دغه هېواده سېلانیان روان دي او د نوو ورتلونکو شمېر په چټکۍ سره کم شوی نو ځکه په هوټلونو کې د کوټو کرایه کولو یا بوکېنګ کچه هم بیخي لوېدلې ده.
د ویګو په نوم یو شرکت سېلانیانو ته د سفر چوپړتیاوې وړاندې کوي. یو چارواکی یې مامون حمدان وايي چې د ایران جګړې له پیل راوروسته اوونیو کې د هوټلونو د مېلمنو کچه یوازې ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې پاتې شوې ده چې د دې صنعت لپاره یو خطرناک حالت دی.
د دې لپاره چې کورني مشتریان ورجلب کړي، ځينو هوټلونو خو ان هغوی ته په نیمه بیه د خوړو ورکولو اعلانونه کړي وو او په ځانګړي ډول یې د اختر په ورځو شپو کې ۵۰ سلنه تخفیف ورکړی و. خو دا هڅې هم تر اوسه دومره اغېزمنې نه دي چې بازار بېرته پرې نورمال شي.
کارپوهان وايي، په تېرو کلونو کې د سیاحت د ډېرېدو له امله په دوبۍ کې د هوټلونو او اپارتمانونو اخیستل یا عرضه هم ډېره شوې وه خو اوس یې چې تقاضا کمه شوې نو دا کاروبار هم پر یوې ستونزې بدل شوی دی.
تر ټولو ډېره کاریګره طبقه اغېزمنه شوې

د عکس سرچینه، Tashas Group
د دغه بحران تر ټولو دروند اغېز دوبۍ ته په کار پسې تللو بهرنیو کارکوونکو باندې شوی دی.
دا هغه خلک دي چې د دوبۍ د اقتصاد د ملا تیر حیثیت لري. له رستورانتونو نیولې تر هوټلونو او بیا تر ودانیز سېکتوره یې ډېری کارکوونکي بهرني کاریګر دي.
اوس چې کاروبارونه کمزوري شوي نو ډېری کارکوونکي یا بېمعاشه رخصت شوي او یا یې کاري ساعتونه کم کړای شوي دي. ځینې خو ان له دندو هم ګوښه شوي دي.
د جنوبي اسیا د یوه هېواد اوسېدونکی چې د مېلمهپال یا ګارسون په توګه په دوبۍ کې کار کوي، وايي چې روان حالت د کورونا وبا د وخت وضعیت ور په زړه کوي. دی وايي چې هغه مهال هم کاروبارونه تړل شوي او خلک بېکاره شوي وو.
دی ډارېږي چې هسې نه هغه ورځ پرې راشي چې دنده له لاسه ورکړي او مجبور شي چې کور ته لاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو پنځهستوریز هوټلونو وار د مخه د کارکوونکو ایستل پیل کړي دي. د بشري حقونو ادارې وايي، په اماراتو کې مېشت ډېر کارکوونکي لا له وړاندې له اقتصادي پلوه کمزوري او ځینې یې تر درنو پورونو لاندې دي چې دا اوسنی وضعیت به یې حالت لا خراب کړي.
د څېړنو له مخې، که جګړه دوام وکړي نو سږ کال به په ټول منځني ختیځ کې د سېلانیانو شمېر له ۲۳ تر ۳۸ میلیونو پورې راکم شي او دا به هلته د ګټېوټې کچه هم له ۳۴ تر ۵۶ میلیارد ډالرو پورې راکمه کړي.
کارپوهان په دې نظر دي چې که جګړه ژر پای ته ورسېږي نو امکان شته چې بازارونه او کاروبارونه بېرته وغوړېږي. خو که اوږده شي نو راروان اووړی به هم له ستونزو سره مخ او د وضعیت د بیارغېدو بهیر به ورسره ټکنی شي.
د دوبۍ حکومت د دغو ستونزو د کمولو لپاره د ۲۷۲ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې او د دې تر څنګ یې هوټلونو ته اجازه ورکړې چې ځینې مالیات او فیسونه په ځنډ تحویل کړي چې فشار یو څه پرې کم شي.
نتاشا سیدرس وايي، دوی د خپل کاروبار د پايښت لپاره یوازې څو میاشتې مالي توان لري خو په وینا یې، که روان حالت سم نه شي نو دوی به "سختو پرېکړو" کولو ته اړ شي چې په ترڅ کې به یې کارکوونکي له کاره اوباسي او د خپلو زنځيري راستوراتونونو ځينې څانګې به وتړي.
خو اغلې سیدرس هیلهمنه ده چې د ایران جګړه به ژر پای ته ورسېږي، ځکه چې د دې په خبره، داسې و نه شي نو یوازې د دې کاروبار نه بلکې په متحده عرب اماراتو او په ځانګړي ډول دوبۍ کې به د زرګونو خلکو ژوند او ګټهوټه له خطر سره مخامخ شي. اوس چې د ښکېلو خواو ترمنځ اوربند شوی دی، دایمی حل ته هم هیلمندي زیاته شوې ده.






















