یوازې سفر کوونکو ښځو ته تر ټولو خوندي پنځه هېوادونه کوم دي؟

بینکاک کې یوه سیلانۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, لېنډسي ګیلووې
    • دنده, بي‌بي‌سي ګرځندوی
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د هغو ښځو شمېر په ډېرېدو برېښي چې یوازې سفر کوي. د سېلانۍ او ګرځندویه خدمتونو وړاندې کوونکې اداره (ټور اپرېټرز) وايي چې په یوازې سفر کوونکو ښځو کې ډېرۍ یې هغه دي چې عمر یې له ۵۰ اوښتی او د سفر پرمهال کوم ملګري ته اړتیا نه لري.

"د یوې ښځې لپاره یوازې سفر کول" دا هغه موضوع ده چې په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ په کچه په انلاین یا پرلیکه بڼه یې په پلټلو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی ترسترګو شوی.

خو یوازې سفر کولو سره د لېوالتیا ډېرېدو ترڅنګ مېرمنې د داسې سفرونو پرمهال خپل خوندیتوب یا امنیت ته هم اندېښمنې وي. د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې د یوې څېړنې شاوخوا ۵۹ سلنه ګډونوالو ویلي چې د شپې چکر وهل د سفر یوه مهمه برخه وي خو یوازې د شپې وتلو کې له وېرې او اندېښنو سره مخ کېږي.

په دوی کې د نارینه‌و پرتله د هغو ښځو شمېر ډېر دی چې ویلي یې دي، د وېرې له امله یوازې سفر کول نه خوښوي.

تر اوسه داسې کومه نړیواله ډل‌بندي نه ده شوې چې وښيي یوازې سفر کوونکو ښځو ته تر ټولو خوندي هېوادونه کوم دي. د همدې لپاره موږ دلته د (جارج ټاون پوهنتون) یوې تازه ډل‌بندۍ ته کتنه کړې چې هېوادونه هلته ښځو ته شته شرايطو ته په کتو پکې سره پرتله شوي دي. دا ډل‌بندي د "ډبلیو‌پي‌اېس" (وېمېن، پیس اېنډ سیکیوريټي) یا د "ښځې، سوله او امنیت" په نوم یادېږي.

په دغه رپوټ کې موږ همداراز د نړیوال امنیت شاخص ته هم کتنه کړې او مېرمنې مو هم پوښتلې دي چې دوی په خپله په کوم هېواد کې ځانونه خوندي احساسوي. نو یادو ټکو ته په کتو مو د دغو پنځو هېوادونو نوملړ جوړ کړی دی.

کوسټاریکا

کوسټاریکا په مرکزي امریکا کې پروت هېواد دی چې د نړۍ له خوشاله هېوادونو شمېرل کېږي. دغه هېواد اوس د "ښځې، سوله او امنیت" په ډل‌بندۍ کې له ۶۰ ځایه د نوملړ ۳۴ درجې ته راپورته شوی دی. دا پرمختګ هلته ښځو ته په بېلابېلو چارو کې د ګډون حق ورکولو ترڅنګ هغوی ته د خوندي چاپېریال د برابرېدو ښکارندويي کوي.

د مولي ګیګنون په نوم یوه ښځه له ۲۰۲۱ راهیسې هر کال دغه هېواد ته سفر کوي. هغه وايي، "کوسټاریکا داسې ملک دی چې ګڼ یوازې سفر کوونکي به په مخه پکې درشي. دلته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو خلک راځي چې ځينې یې د سمندر پر څپو لوبې کوي او ځينې یې سوداګر دي."

اغلې ګیګنون وايي چې په دغه هېواد کې کلتوري ازادي ډېره ده او دا پکې عادي خبره ده چې ښځې په خلاص زړه یوازې پکې ګرځي او کار کوي.

خو دا سپارښتنه کوي چې که دغه هېواد ته د لومړي ځل لپاره سفر کوئ نو له مخکې یو پلان جوړ کړئ او د اوسېدو لپاره داسې ځای غوره کړئ چې چاپېریال یې ټولنیز او د خلکو راشه درشه پکې ډېره وي.

ایستونیا

د ایستونیا تاریخي ښار تالین کې یوه راستورانت کې ګڼ کسان ناست دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایستونیا تاریخي ښار تالین

ایستونیا د "ښځې، سولې او امنیت" په ډل‌بندۍ یا نوملړ کې ۱۱م ځای لري. دا هېواد د جرمي کچې د ټيټوالي او د سیاسي ټېکاو له امله خوندي هېواد ګڼل کېږي. په دغه نوملړ کې ۱۱م ځای ته د پورته کېدو لامل یې دا هم دی چې په دغه هېواد کې ښځو ته روغتیايي اسانتیاوې ډېرې شوې دي او په مالي او ټولنیزو چارو کې ورته ډېره ونډه بېله شوې ده.

پر خواله رسنیو د خپلو سفرونو ویډيوګانې خپرونکې ویرونیکا رومانې وايي چې "په ایستونیا کې د سفر په وخت مې ډېر د خوندیتوب احساس کړی دی. که تاسې هلته له یوه ښه ځایه سفر پيلول غواړئ نو د پلازمېنې تالین لرغوني ښار کتو ته ورشئ چې د یونیسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې هم شامل دی. هلته چکر وهل ډېر خوندور او اسانه دي."

دا زیاتوي، "له تیږو جوړې کوڅې، د لاسي صنایعو او د دودیزو خوړو واړه دوکانونه، د هنري ښکلاګانو ډکې صحنې او د تالین تاریخ... پر دې ټولو په یوازې سر راوګرځېدم او ډېر خوند مې ترې اخیستی دی."

اغلې رومانې همداراز وايي چې پر دغو زړه راښکونکو منظرو د راګرځېدو لپاره پر بایسکل چکر ځانګړی خوند لري او دا یې د چلولو تر ټولو ښه ځای دی.

وېتنام

یوه سېلانۍ ښځه یوازې ناسته ده او کتاب لولي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوه سېلانۍ ښځه یوازې ناسته ده او کتاب لولي.

وېتنام د نړیوالې سولې شاخص کې ۳۸ ځای لري او د جنوب ختیځې اسیا له خوندي هېوادونو ګڼل کېږي.

که له خپلو څنګلورو هېوادونو سره پرتله شي نو د ښځو د خوندیتوب له پلوه غوره هېواد بلل کېږي.

اغلې ګیګنون تېر کال هم وېتنام ته یواځې سفر کړی و. هغه وايي چې د وېتنامیانو چلند ډېر دوستانه او له مینې ډک دی او زیاتوي، "هلته په ډېره اسانۍ له خلکو سره ټولنیزې اړیکې جوړولی شئ. بیخي له یوې ساده شېبې هم ستاسې ترمنځ اشنايي پیلېدای شي؛ لکه د یوې کافې خونې له څښتن سره له خبرو، د کوڅې غاړې ته له یوه هټېوال سره له کېناستو او یا د شپې مهال په بس کې ترڅنګ ناست کس سره له کیسو کولو..."

وېتنام ته سفر کوونکې ښځې نورو ته سپارښتنه کوي چې که دغه هېواد ته د چکر پلان لرئ نو ښه ده چې په کوچنیو ډلګیو کې سفر ور وکړئ او د ښې تجربې ترلاسه کولو لپاره له ځايي خلکو سره په اړیکه کې پاتې شئ.

یوروګوای


د مونټي ویډيو سیمه د شپې مهال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مونټي ویډيو سیمه د شپې مهال

یوروګوای هم د "ښځې، سولې او امنیت" په ډل‌بندۍ کې رامخکې شوی دی. پخوا د نوملړ په ۵۹ ځای کې و خو اوس ۳۵ ته راختلی. دا پرمختګ هم هلته له ښځو سره د تاوتریخوالي په کچه کې د کمښت رامنځ‌ته کېدو له امله شوی. همدا راز هغوی ته د خوندي چاپېریال په برابرولو کې هلې ځلې شوې دي.

د نړیوال امنیت شاخص کې یوروګوای تر ارجنټاین وروسته د جنوبي امریکا دویم سوله‌ييز هېواد بلل کېږي.

د کلاډیا تیواني په نوم یوه بلاګ‌لیکونکې لیکي، "د دغه هېواد ارام چاپېریال ډېر ښه اغېز راباندې کړی دی."

د یوروګوای په یوه سمندرغاړه کې د کب نیوونکو سیمه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د یوروګوای په یوه سمندرغاړه کې د کب نیوونکو سیمه.

د ارامې فضا ترڅنګ د دغه هېواد خلک مینه‌ناک بلل کېږي، تاریخي ښارونه، تنګې ډبرینې کوڅې او ښکلې سمندرغاړې لري چې سېلانیان یې لیدل خوښوي.

تیواني وايي چې په مونټي ویډيو سیمه کې د یوه بایسکل په کرایه کولو سره تاسې د ټول ښار چکر وهلی شئ چې ډېر خوند به ترې واخلئ.

ناروې

ناروې د "ښځې، سولې او امنیت" په ډل‌بندۍ کې درېیم ځای لري او سویډن هم د دغه نوملړ په درېیم مقام کې دی. ناروې د ټولنیز خوندیتوب، د ښځو او نارینه و د تنخواګانو د یو شان کچې او د ښاري امنیت له کبله په دې شاخص کې ډېرې نمرې خپلې کړې دي. دا هېواد له ۲۰۱۷ کاله راهیسې په پرله‌پسې ډول درېیم ځای خپلوي.

د ناروې د یوې منظرې کتو ته یوه سېلانۍ بکس پر شا ولاړه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

یوازې سفر کوونکو ښځو ته ناروې هم د طبیعي ښکلاګانو او هم د امنیت له پلوه خوندي هېواد بلل کېږي. داسې چې ان د شپې هم پکې یوازې ګرځېدل کوم باک او خطر نه لري.

ناروې ته تللې جینس لنټز نومې ښځه وايي، "هلته یوازې سفر کول ډېر اسان دی. په سولبارد کې د ځنګلي ژوو لیدو ډېر خوند راکړ. قطبي یږان مو ولیدل، ګیدړې، هوسۍ او ډېر نور ژوي. یخ‌وهلې هوارې سیمې مو هم ولېدې او دومره ښکلې منظره وه تا به ویل چې خوب وینم."

د لیزا مشیل برنز په نوم یوه عکاسه او د سفر خدمتونو چمتو کوونکې وايي چې په ناروې کې د شپې په تیاره کې هم ګرځېدل د خوندیتوب احساس درکوي.

اغلې برنز یوازې سفر کوونکو ته سپارښتنه کوي چې ناروې ته تلو پرمهال دې یو موټر کرایه کړي او د لوفرټن سیمې وړو وړو کلو باندې د راګرځېدو پلان دې خامخا جوړ کړي. دا وايي چې هلته ځای ځای درېدلی او د ښکلو سیمو له لیدلو خوند اخیستی شئ.