پاکستان ولې د متحده عرب اماراتو پور بېرته ورکوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ابراهيم اميري
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
پاکستانیو رسنیو د دغه هېواد د حکومتي سرچینو له خولې ویلي، اسلام اباد پرېکړه کړې، چې د متحده عرب اماراتو د درې نیم میلیاردو ډالرو پور په بشپړه توګه د روانې اپرېل میاشتې تر پایه ورکړي.
ویل شوي چې په دغو پیسو کې ۴۵۰ میلیونه ډالر په ۱۹۹۶ او ۱۹۹۷ کال کې د یوه کال لپاره اخیستل شوي وو، خو دا دی څو لسیزې پرې تېرې شوې دي.
متحده عرب اماراتو له کلونو راهیسې پاکستان ته په اسانو شرایطو پورونه ورکول خو په وروستیو میاشتو کې یې د پور لپاره ټاکلی وخت د کال په کال غځولو پر ځای میاشت په میاشت تمدیداوه او په ۲۰۲۵ کال کې یې د پور د سود کچه چې په ۲۰۱۸ کال کې ۳ سلنه ټاکل شوې وه شپږ نیم سلنې ته لوړه کړه.
څه موده وړاندې پاکستانيو چارواکو غوښتنه کړې وه چې د پور د سود کچه بېرته ۳ سلنې ته ټیټه کړل شي خو متحده عرب اماراتو دا غوښتنه و نه منله او څو ورځې وړاندې یې له پاکستانه وغوښتل چې په دریو اونیو کې ټول پور چې دری نیم ملیارده ډالر کېږي بېرته ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان وار له مخه د نورو بهرنیو پورونو د پرې کولو ژمنو سره مخامخ دی او ټاکل شوې چې د چهارشنبې تر ورځې چې د اپرېل میاشتې له اتمې نېټې سره برابره ده د یو اعشاریه درې (۱.۳) میلیارده ډالرو په ارزښت نور پور هم پرې کړي.
پاکستانيو چارواکو ویلي د شوې پرېکړې له مخې به په دریو پړاوونو کې د متحده عرب اماراتو پور ادا شي، په دې مانا چې د اپرېل میاشتې په یوولسمه نېټه به ۴۵۰ میلیونه ډالر، په ۱۷ نېټه به دوه میلیارده او ۲۳ نېټه به یو میلیارد ډالر ورکړي. له دې سره پاکستان اړ دی چې څلور اعشاریه اته میلیارده ډالر په روانه اپریل میاشت کې پرې کړي. ویل شوي چې دغه پیسې به د پاکستان د بهرنیو اسعارو له زیرمو ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم په روښانه توګه څه نه دی ویل شوي چې ولې متحده عرب اماراتو په داسې وخت کې چې پاکستان له اقتصادي فشارونو سره مخامخ دی د خپل پور د بېرته ورکولو غوښتنه وکړه خو ځینې شنونکي اټکل کوي، چې ښايي په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ له امله دغه غوښتنه شوې وي.
ځیني شنونکې بیا ګومان کوي چې پاکستان د روان کړکېچ پرمهال له متحده عرب اماراتو سره چې د ایران د توغندیو او ډرون له بریدونو سره مخامخ دی هېڅ ډول همکاري نه ده کړې او د ایران پرضد یې هم کوم اقدام نه دی کړی ځکه نو متحد عرب اماراتو ترې د پور د بېرته ورکړې غوښته وکړه. خو پاکستانیو چارواکو دغسې څرګندونې اوازې بللې او رد کړې یې دي.
له دې سره هممهال یو شمېر پاکستانیو وګړو ادعا کړې، چې د ایران د جګړې له پیلېدو وروسته یې د متحده عرب اماراتو ویزې ناڅاپه لغوه کړل شوې دي او اماراتو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې. د متحدو عرب اماراتو او پاکستان حکومتونو په دې اړه څه نه دي ویلي.



















