لینډزي: بریتانیا افغانسان سره په تړاو سیمه کې د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډزي چې همدا نن یې کابل ته خپل سفر پای ته ورساوه وايي افغانستان د سیمه ییز کړکېچ هواري لپاره د خبرو او سیاسي حل ملاتړ کوي.

د بریتانیا ځانګړي استازي که څه هم د پاکستان او افغانستان د وروستي کړکېچ مخامخ یادونه ونه کړه خو د سیمې د کړکېچونو او تاوتریخوالو د کمولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ او د لا زیاتې ترینګلتیا د مخنیوي او د ثبات د ساتنې لپاره یې د عملي ګامونو اخیستو غوښتنه وکړه.

هغه په یوه ویناپاڼه کې ویلي" بریتانیا د اختلافاتو سوله‌ییز حل ته په ټینګه ژمنه ده او د تاوتریخوالي د کمولو، بشري مرستو ته د لاسرسي د اسانتیا او د ګډو ننګونو د حل لپاره یې د عملي ګامونو اخیستو غوښتنه کوي."

که څه هم هغه د کوم هېواد یا ډلې نوم نه دی یاد کړی خو دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ پېښ کړکېچ د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې اندېښنې راپورته کړې دي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیا اوج کې د بریتانیا ځانګړي استازي د جنورۍ وروستیو کې اسلام اباد ته سفر وکړ او د طالبانو حکومت له سفیر او لوړو پوړو پاکستاني چارواکو سره د کړکېچ کابو کولو پر لارو چاروخبرې وکړې. هغه ویلي وو "برتانیا به د سولې او امنیت د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، څه چې د اوږدمهاله پرمختګ او ودې لپاره خورا مهمې دي."

نوموړي په تېر جون کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې د ولسي وګړو ژوند خوندي، تاوتریخوالی کم کړي او نړیوالو قوانینو ته پاملرنه وکړي.

له بي بي سي سره په خپله وروستۍ مرکه کې ښاغلي لینډزي ټینګار کړی و چې افغانستان سره د بشري حالت ښه کولو لپاره به خپل تعامل ټینګ وساتي.

هغه ویلي "بریتانیا د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمنه پاتې ده او د هغو موضوعاتو په اړه دوامدار او عملي تعامل ته دوام ورکوي چې زموږ دواړو هېوادونو لپاره ارزښت لري."

هغه ویلي د سفر پر مهال یې د یوه مرستیال وزیر په ګډون " دافغانستان له یو شمېر لوړپوړو چارواکو "سره ناستې درلودې.

بریتانوي استازي د افغان مدني ټولنې له استازو، ښځینه فعالانو، خبریالانو، بشري مرستندویه بنسټونو او د نړیوالې ټولنې له غړو سره هم کتنې درلودې. هغه ویلي په دغو خبرو اترو کې د سیمې ثبات، امنیت، بشري اړتیاوې، اقتصادي پراختیا، بېځایه کېدل، او د ښځو او نجونو حقونه مهم موضوعات وو.

هغه ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب او ټولنه کې یې بشپړه ونډه اخیستنه د هېواد د لا باثباته، هوسا او ټول‌شموله راتلونکې لپاره بنسټي ارزښت لري.