تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سویس کې د هغو دوه غر ختونکو مړي موندل شوي چې درې لسیزې پسې لټون کېده
د سویس پولیسو ویلي، د هغو دوو بلجیمي نارینوو جسدونه موندل شوي، چې په ۱۹۹۲ کال کې د سویس په الپ غرونو کې ورک شوي وو.
د مړو دا جسدونه د یخچال د وېلې کېدو له امله د هغوی جسدونه راڅرګند شوي دي.
چارواکي وايي، یوه غره ختوونکي د جولای په ۲۶مه د سویس د لوسرن ښار سوېل ته په ټریفټ یخچال کې دغه جسدونه وموندل.
وروسته د ډي ان اې DNA ازموینو تایید کړه، چې دا د هغو دوو غره ختوونکو جسدونه دي، چې ۳۴ کاله وړاندې د وېسمیس غره ته نږدې ورک شوي وو.
د ورکېدو پر مهال یې عمرونه ۳۹ او ۴۱ کاله وو.
ډېر ساینسپوهان په سویس کې د یخچالونو چټک وېلې کېدل د اقلیم بدلون ته منسوبوي.
د سویس د یخچالونو د څار ادارې د معلوماتو له مخې، په تېره یوه لسیزه کې (۲۰۲۵ کال پورې) د سویس یخچالونه شاوخوا ۲۵ سلنه کوچني شوي دي.
د سویس د والېس سیمې پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، د جسدونو تر موندل کېدو وروسته یې د راایستلو عملیات ترسره کړل او د پېژندنې لپاره یې د والېس د مرکز سیون ښار روغتون ته ولېږدول.
د وېسمیس غر، چې لوړوالی یې له ۴۰۰۰ مترو زیات دی، او هماغه سیمه ده، چې یاد دوه کسان پکې ورک شوي وو، د ساس درې یو مشهور د غره ختنې ځای ګڼل کېږي.
سیمه ییز چارواکي له ۱۹۲۵ کال راهیسې د ورکو شویو کسانو ثبت شوي معلومات لري.
د پولیسو په وینا، په دې نوملړ کې ډېری کسان په غرونو، سیندونو او نورو اوبو کې ورک شوي دي.
پولیسو زیاته کړه، دا لومړی ځل نه دی، چې د یخچالونو ویلې کېدل د هغو کسانو پاتې شوني رابېرسره کوي، چې څو لسیزې وړاندې ورک شوي وو.
په ۲۰۲۳ کال کې، د سویس د مشهور مېټرهورن غره ته نږدې په یوه یخچال کې موندل شوي انساني پاتې شوني د یوه جرمني غره ختوونکي و، چې له ۱۹۸۶ کال راهیسې ورک و.
د کوپرنیکس د اروپايي کمېسیون د څار ادارې په وینا، د ۱۹۹۰مو کلونو راهیسې په ټوله نړۍ کې د یخچالونو د کوچني کېدو بهیر چټک شوی، او له ۲۰۰۰ کال وروسته یې لا زیات سرعت موندلی دی.
دا بدلون په ځانګړي ډول په سویس کې ډېر څرګند دی.
د سویس د یخچالونو د څار ادارې د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د یخ د بې ساري ضایع کېدو وروسته، په ۲۰۲۵ کال کې د یخچالونو کچه نوره هم ۳ سلنه راکمه شوې ده.
د نړۍ د اوسط تودوخې دوامدار زیاتوالی د سویس په لوړو غرنیو سیمو کې له وخته مخکې ګرمه هوا رامنځته کړې، او د واورې کمښت د دغه هېواد ځینې د سکي ځایونه او د سکي سیالۍ له ګواښ سره مخ کړې دي.