تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا یوې قاضۍ د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو لپاره د ویزو ځنډول لغوه کړي
يوې امریکايۍ قاضۍ د جمعې پر ورځ (د اګست ۲۱مه) د ډونلډ ټرمپ د حکومت هغه تګلاره لغوه کړه چې له مخې یې د افغانستان په ګډون د ۷۵ هېوادونو وګړو ته د ويزو ورکړه ځنډول شوې وه.
قاضۍ ويلي، دغه تګلاره د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو له قانوني واکونو بهر ده.
د امریکا په منهټن کې د يوې سيمه ييزې محکمې قاضۍ جېنټ وارګاس زياته کړې، هغه تګلاره چې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په مياشت کې وړاندې کړې وه، "په ښکاره توګه غيرقانوني" او د فدرالي کډوالۍ قانون سره په ټکر کې ده.
هغې ویلي د بهرنيو چارو وزیر دا واک نه لري چې د کونسلي افسرانو له خوا د کډوالۍ ويزو په بهير کې مداخله وکړي.
وارګاس په خپل حکم کې ليکلي، "دا تګلاره چې په عمومي ډول د غوښتونکي د تابعيت پر بنسټ د کډوالۍ ويزو ورکړې مخه نيسي، له قانون سره مستقیم مخالفت ښيي."
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د روان کال له جنورۍ راهيسې د برازيل، کولمبيا، يوروګوای، بوسنيا، البانيا، پاکستان، بنګله دېش او د افریقا، منځني ختيځ او کارابين د يو شمېر هېوادونو پر وګړو د ويزو بنديز لګولی دی.
افغانستان هم د هغو هېوادونو په نوملړ کې دی چې پر وګړو یې د ويزو د ورکړې بندیز لګول شوی. خو لا هم روښانه نه ده چې د دغه حکم صادرېدل به د افغانانو د کډوالۍ او ويزو پر دوسيو څه اغېز ولري.
ګڼ شمېر افغانان د ټرمپ د يوه جلا فرمان له مخې هم د ويزو له بنديز سره مخامخ دي.
مخکې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو "د دې ډېره وېره شته چې د دغه هېوادونو وګړي د امریکا پر بودجه بوج شي او له ځايي، ايالتي او فدرالي سرچینو ګټه پورته کړي."
دغه وزارت تراوسه د محکمې د دې تازه حکم په اړه څه نه دي ویلي.
اغلې وارګاس چې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بايډن له خوا ټاکل شوې، دغه حکم وروسته له هغه صادر کړ چې د کډوالو د حقونو ځينو ډلو، د کډوالۍ د ويزو يو شمېر غوښتونکو او امریکايي وګړو یې د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.
دوی غوښتل چې له هغو هېوادونو د کورنيو غړي راولي چې د بنديزونو په نوملړ کې شامل دي.
ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ برخه کې يوه سخته تګلاره پلې کوي او وايي موخه یې د امریکا د کورني امنيت خوندي کول دی.
خو د مدني حقونو مدافعې ډلې وايي دا ډول ګامونه د بيان د ازادۍ او عادلانه محاکمې اړوند حقونه نقضوي او په ځانګړې توګه یې د قومی لږکيو لپاره يو ناامنه چاپېريال رامنځته کړی چې د توکميز توپیري چلند په اړه یې اندېښنې را ولاړې کړې دي.