د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ناټو غونډې په څنډه کې وویل، متحده ایالات به ښايي نن شپه یو ځل بیا ایران په نښه کړي او خبرداری یې ورکړ چې دا برید به ''سخت'' وي. هغه دغه راز وویل چې امریکا ښايي د ایران سمندري محاصره بېرته پیل کړي.
ټرمپ دا څرګندونې د اوکرایین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي سره تر لیدنې مخکې کړې.
''تېره شپه، وروسته له هغه چې دوی برید وکړ، موږ پر هغوی سخت ګوزار وکړ او ښايي نن شپه هم یو ځل بیا په سختۍ سره هغوی په نښه کړو. زه هغوی ته یو څه خبرداری ورکوم، نن شپه به سخت برید وکړو، خو باید وګورو چې وضعیت څنګه پر مخ ځي.''
ښاغلی ټرمپ وايي، چې ایران څو ډرونونه او یو توغندی توغولی او هغه بېړۍ یې په نښه کړې دي چې د هرمز په تنګي په اوبو کې وې. د هغه په وینا، دغو بېړیو ''بشپړ حق درلود'' چې په دغه سیمه کې وي.
د امریکا ولسمشر دغه راز وویل چې د ایراني چارواکو له چلنده ناخوښ دی او د روانې جګړې اصلي هدف یې ''د ایران د اټومي وسلو پروګرام بېوسلې کول'' وباله.
ټرمپ زیاته کړه چې موخه یې په ایران کې د حکومت بدلون نه دی، خو په وینا یې د واکمن جوړښت د څو پوړونو له منځه تګ ښايي په پای کې ''د حکومت د بدلون یوه بڼه'' رامنځته کړي.
''موضوع ډېره څرګنده ده، هغوی نه شي کولای اټومي وسله ولري. زما هدف همدا دی.''
هغه د ایران چارواکي هم تورن کړل چې د مذاکراتو په غونډو کې داسې چلند کوي لکه د ځینو موضوعاتو په اړه چې هوکړه شوې وي، خو وروسته په خبري غونډو کې وایي چې داسې خبرې هېڅ نه دي شوې.
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ:
''هغوی د ۴۷ کلونو لپاره د منځني ختیځ ځورونکي وو، خو نور د سیمې ځورونکي نه دي.''