د بورکینا فاسو پوځي مشر: دېموکراسي باید "هېره" کړو

د عکس سرچینه، TASS via Reuters
د بورکینا فاسو پوځي مشر تورن ابراهیم تراوري ویلي دېموکراسي د ازادۍ او ثبات پر ځای "تاوتریخوالی او وژنې" رامنځ ته کوي.
ابراهیم تراوي، چې درې کاله وړاندې یې یوې پوځي کودتا کې واک ترلاسه کړ، له دولتي تلویزون سره یوې مرکې کې داسې وښودله چې افریقایان دیموکراتیک سیستم او نظام نه غواړي، او بورکینافسو یې خپل بدیل نظام لري، خو ده په دې اړه تفصیل ورنه کړ.
هغه په لومړي سر کې ژمنه کړې وه چې د لویدیځې افریقا په دغه هېواد کې به دیموکراتیکه واکمني ټینګوي، خو اوس هلته واکمنې پوځي ډلې اعلان کړی چې خپله واکمني پنځه نور کلونه غځوي.
دوی د روان کال په جنورۍ میاشت کې پر ټولو سیاسي ګوندونو له دې ویلو سره بندېز ولګاوه چې "د هېواد د بیا رغونې د پلان" د برخې په توګه یې دا ګام اخیستی دی.
ابراهیم تراوري وویل "خلک باید دیموکراسي هېره کړي، دیموکراسي مونږ لپاره نه ده."
ده زیاته کړه چې هغوی (لویدیزو قدرتونو) کله هم په نړۍ کې د دېموکراسۍ ټینګولو هڅه کړې ده "ځان سره یې مرګونه او وینه تویېدنه" راوړې ده.
په وروستیو کلونو کې د افریقا په څو هېوادونو کې پوځي کودتاګانې وشوې، خو ډېر افریقايي هېوادونه لا هم په منظم دول ټاکنې کوي، که څه هم پر ځینو باندې له دې کبله نیوکې شوې چې د واکمنو مشرانو لخوا په کې درغلۍ شوې دي.
ابراهیم تراوري د سیاسي ګوندونو د لغوه کولو په اړه وویل چې دی دا ګوندونه د خلکو وېشونکي، خطرناک او د انقلاب هڅو سره سمې نه ګڼي.
ده زیاته کړه چې په افریقا یا لږترلږه هغه څه چې مونږ په بورکینافاسو کې لیدلي "اصل کې سیاستوال داسې وي چې هره بدي په کې وي، دروغجن او غاصب وي او له چل او دوکې ډکې نرمې خبرې کوي".
د بورکینافاسو پوځي مشر د بدیل نظام وړاندیز ونه کړ خو وېې ویل "مونږ خپله لاره لرو، مونږ د نورو نقل یا کاپي نه کوو، مونږ به ټولې لارې چارې په بشپړه توګه بدلوو".
په دې مرکه کې د ژوندانه پر بېلابېلو اړخونو باندې خبرې وشوې.
هغه د اقتصاد پر اهمیت او له پوځي پلوه پر ځان بسیاینې ټینګار وکړ او ویې ویل "موږ یوازې له شپږو یا اتو ساعتونو کار کولو سره شتمنو هېوادونو ته نه شو رسېدای."

د عکس سرچینه، Reuters
د ابراهیم تراورې حکومت پر دې تورن دی چې د نظر اختلاف نه مني، د اپوزېسیون اړوندې خبري رسنۍ یې ځپلې او ان حکومت یې منتقدین د وسله والو جهادي ډلو پر خلاف د جګړې لومړۍ کرښې ته استولي دي.
خو هغه له دغو تورونو او نیوکو سره سره د افریقايي هېوادونو د یووالي او پر لوېدیځ د نیوکو له کبله ډېر پلویان لري.
بورکینافاسو د ګاونډيو نیجر او مالي په څېر له لویدیځو هېوادونو، په ځانګړې توګه فرانسې سره د وسله والو پر ضد همکاري پرېښې ده. له یوې لسیزي زیات وخت کېږي چې دغو وسله والو په سیمه کې وسله وال بغاوت پیل کړی دی.
دغو درې واړو هېوادونو د لوېدیځ پر ځای له روسیې د پوځي مرستو تر لاسه کولو ته مخه کړې ده، خو تاوتریخوالی بیا هم نه دی کم شوی.
د بشري حقونو سازمان هېومن رایټس واچ تېره اوونۍ په خپل راپور کې وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې واک ته د ابراهیم تراوري له رسېدو راهیسې په بورکینافاسو کې له ۱۸۰۰ ډېر ملکیان وژل شوي دي.
په دغو وژنو کې له هرو درېیو د دوو پړه پر حکومت او اړوندو ملېشو او د پاتې نورو پر وسله والو ډلو اچول شوې ده.






















