د افغانستان الف لوبډلې د کرېکټ په درې اړخیزه لوبلړۍ کې هندوستان ته ماتې ورکړه

کرېکټ

د عکس سرچینه، ABC

    • Author, عنایت الحق یاسیني
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان الف (ابدالیان) لوبډلې په شریلنکا کې د کرېکټ په درې اړخیزه سیریز کې د هند الف لوبډلې ته په څلورو منډو ماتې ورکړه.

دا لوبه څو ځله د باران له امله وځنډېده، خو په پای کې د ډي ایل ایس د اصولو له مخې افغانستان وګټله.

افغان لوبډلې د پچې یا ټاس له ګټلو وروسته لومړی د توپ اچوونې پرېکړه کړې وه.

د هندوستان لوبغاړو له پیله چټکې توپوهنې سره په ۴۹ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۹ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري عبدالله احمدزي تر ټولو زیات لوبغاړي وسوځول.

ده په نهو اوورونو کې ۶۸ منډې ورکړې او پنځه وېکټې یې واخیستې. دغه راز فرمان الله‌ صافي په خپلو ۱۰ اوورونو کې درې لوبغاړي وسوځول او پنځه اتیا منډې یې ورکړې.

عبدالله احمدزي د هند ۵ لوبغاړي وسوځول

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، عبدالله احمدزي د هند ۵ لوبغاړي وسوځول

لوبه لومړی د هندوستان د توپوهنې پرمهال د باران له کبله ۴۹ اوورونو ته راکمه شوه او ورپسې چې کله افغانستان توپوهنه کوله، نو سیالي بیا د باران او د میدان د لوندوالي له کبله وځنډېده.

پای کې د ډي ایل ایس د اصولو له مخې اوورونه ۳۸ ته راټیټ او هدف ۲۹۴ وټاکل شو.

د افغانستان د توپوهنې پیل هم ښه و او لومړی لوبغاړی داسې مهال وسوځېد چې ۶۱ منډې شوې وې.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر عمران میر تر ټولو زیاتې (۷۵) منډې وکړې.

بهیر شاه محبوب هم د هند الف لوبډلې پر وړاندې نیمه سلیزه وکړه

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، بهیر شاه محبوب هم د هند الف لوبډلې پر وړاندې نیمه سلیزه وکړه

افغانستان تر ۲۶ اووره د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې وې، چې سیالي بیا د باران د پیلېدو له امله ودرېده او فغانستان د ډي ایل ایس د اصولو له مخې د څلورو منډو په توپیر سره وګټله.

هند د سې شنبې پر ورځ د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې شریلنکا ته په اتو منډو ماتې ورکړې وه.

د شریلنکا په دمبولا کې روانې دې لړې کې درې واړه لوبډلې یو بل سره دوه دوه سیالۍ کوي او د سر دوه ټیمونه به د جون پر ۲۱مه نېټه په پایلوبه کې سره مخامخ شي.

د افغان ابدالیانو او د هند الف لوبډلو ترمنځ لوبه څو ځله د باران له کبله وځنډېده

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، د افغان ابدالیانو او د هند الف لوبډلو ترمنځ لوبه څو ځله د باران له کبله وځنډېده