افغانستان ايرلنډ ته لوبډله اعلان کړه؛ نبي او مجيب ته ولې ځای نه دی ورکړل شوی؟

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغان ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
دا ځل سیالۍ د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ ترسره کېږي، چې یوازې څو ورځې مخکې دغه مسؤلیت ورکړل شو.
په لوبډله کې "رحمن الله ګربز مرستیال لوبډلمشر، حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، ننګیال خروټی، راشد خان، الله محمد غضنفر، یمین احمدزی، سلیم صافی، فضل الحق فاروقي او ضیا الرحمن شریفي شامل دي."
دغه راز په احتیاطي لوبغاړو کې هم څلورو توپ اچونکو، "قیس احمد، بلال سمیع، فرید احمد او بشیر احمد ته ځای ورکړل شوی دی.
د افغانستان په کرېکټ بورډ کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، د دغو لوبو لپاره محمد نبي، ځکه نه دی غوره شوی چې د هغه اوږدمهالی ځایناستی ومومي. بله دا چې په ایرلنډ کې تر ورو بالرانو تېزو ته ډېره اړتیا لیدل شوې، نبي به په ليګونو کې خپلو لوبو ته دوام ورکوي.
دغه راز مجیب ځدراڼ لا هم ټپي دی او یو ورځنیو لوبو کې ګډون نه شي کولی. د یمین احمدزي د غوره کېدو لامل په تېرو کورنیو لوبو کې د هغه ځلېدل بلل شوي دي.
لوبې په کومو ورځو دي؟
ټاکل شوې افغان لوبډله د راتلونکې اګست میاشتې په پنځمه نېټه خپله لومړۍ لوبه د ایرلنډ لوبډلې پر وړاندې وکړي. دویمه لوبه یې د اګست په ۷مه، درېیمه په ۱۰مه، څلورمه په ۱۲مه او وروستۍ لوبه د اګست میاشتې په ۱۵مه نېټه ترسره کېږي.
افغان کرېکټ بورډ ویلي، دغې لوبلړۍ ته د بشپړې تیارۍ او چمتووالي په موخه افغان لوبډله نن جمعه (۲۴ جولای) د ایرلنډ په لوري حرکت کوي.
افغانستان او ایرلنډ تر اوسه ۳۲ یو ورځنۍ لوبې کړې دي، چې ۱۸ یې افغانستان، ۱۳ ایرلنډ ګټلي او یوه لوبه یې بې نتیجې پای ته رسېدلې وه.























