غني: امنیتي بنسټونه دې د رسنیو ساتنې لپاره ټول امکانات وکاروي

د خپرېدو وخت

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي بنسټونو ته ویلي چې ددې هېواد د رسنیو ساتنې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

ښاغلي غني نن د موبي رسنیز ګروپ له کارکوونکو سره وکتل. تېره چهارشنبه ددې رسنیز ګروپ د کارکوونکو پر بس موټر ځانمرګي برید کې ۷ کارکوونکي ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول. ددې برید مسوولیت طالبانو پرغاړه واخست.

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، رسنۍ خپلواکې دي او حکومت له بیان ازادۍ د رسنیو کارکوونکو د ملاتړ لپاره، حکومت مکلف دی د هغوی امنیت وساتي.

ښاغلي غني ویلي: "د ترهګرو هدف دا دی چې د بیان ازادي او جوړه شوې پرانستې فضا زیانمنه کړي. موږ ټول په یوه کښتۍ کې سپاره یو، که یوه برخه یې زیان وویني، موږ ټول زیانمنوي."

ولسمشر غني ژمنه کړې چې حکومت به تر خپلې وسې د تېرې اونۍ ځانمرګي برید قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان د راډیو ټلویزیونونو اتحادیې له دولته وغوښتل د رسنیو د ساتنې په موخه، د پولیسو یا ملي امنیت سرتېرو یوه ځانګړې امنیتی قطعه جوړه کړي ترڅو په اصولي ډول د رسنیو د کارکوونکو امنیت وساتل شي.

په دغه اتحادیه کې تر ۱۰۰ ډېرې راډیویي او ټلویزیوني شبکې غړیتوب لري.