چین کابل ښار کې د استوګنې څوارلس سوه اپارتمانونه جوړوي

د افغانستان د ښار جوړولو وزارت او یوه چینايي شرکت ترمنځ په کابل کې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو جوړولو د لومړۍ برخې د کار پیلولو تړون لاسلیک شو. دا تړون نن سې شنبه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان د ښارجوړلو او ځمکو د چار سمبالي وزیر محمود کرزي او د چین د ایم سي سي۱۹ شرکت د مشر ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې دا اپارتمانونه د هغو ۱۰ زره کورونو لومړۍ برخه ده چې چین یې د رغولو ژمنه کړې وه.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د دې لس زره کورونو د جوړولو هوکړه په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان او چین ترمنځ شوې وه.

د دې کورونو لومړۍ برخه ۱۴۰۰ اپارتمانونه دي چې د کابل ښار د دار الامان په نیله باغ سیمه کې به جوړیږي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یوه وینا پاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې د لومړۍ برخې کار په ۴۰ میاشتو کې بشپړ شي. د دې وزارت د وینا له مخې دا اپارتمانونه به د ملکي خدماتو مامورینو ته وويشل شي.

چین له افغانستان سره د لویو مرسته کوونکو هېوادونو په ډله کې نه راځي، خو دې هېواد کې یې په لویو پرژو کې د پانګونې لیوالتیا ښودلې ده.

په لوګر ولایت کې د عینک مسو کان استخراج هغه لومړۍ لویه پروژه وه چې چین پکې ښکېل شو او ۱۳ کاله وړاندې یې تړون لاسلیک شو، خو د بیلابیلو د لایلو له امله دا پروژه نه ده عملي شوې.

په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او چین ولسمشرانو په استانه کې د شانګهای تړون سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل. له دې کتنې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي لیکې او د کابل - کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړولو په اړه دوې تفاهمنامې لاسلیک شوې دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي وو، د کابل ـ کونړ به اوبو د برېښنا پروژې د سروې او طرحې کار به چینايي کمپنۍ اجرا کړي.

په ۲۰۱۴ کال کې چین ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ څلور تفاهمنامې لاسلیک شوې.

د دې سفر پرمهال د چین لومړي وزیر لي کې چیانګ له ښاغلي غني سره په لیدنه کې ویلي وو، هېواد یې د افغانستان زیر بناء جوړولو ته لیواله دی او غواړي چې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ، لویو لارو ، د اوبو سرچینو په خوندي ساتلو او د برېښنا په تولید کې پانګونه وکړي.