BBC News, پښتو - کور پاڼه

ایران-امریکا-پاکستان

ژوندۍ پاڼه,
د پاکستان حکومتي سرچینې وايي ایرانی پلاوی نن شپه خبرو لپاره اسلام‌اباد ته ورځي

د پاکستان په حکومت کې ځینو سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، تمه ده د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن شپه اسلام‌اباد ته ورشي. تر اوسه د ایران یا امریکا لوري لخوا دا خبره په رسمي ډول نه ده تایید شوې. دا په داسې حال کې ده چې عراقچي څو ساعته مخکې له جګپوړو پاکستاني چارواکو سره د "سیمه‌ییزو بدلونونو او د اوربند اړوند مسایلو" په تړاو خبرې کړې وې.

مهم خبرونه

  • یوه عمر خوړلې مېرمن لیدل کېږي چې د نوملیکنې ماموریت مخې ته ولاړه ده.

    ملګري ملتونه: د راستنېدونکو بهیر د افغانستان د وګړو شمېر لس سلنه لوړ کړی

    ملګري ملتونه وايي، افغانستان ته له کډوالۍ د ستنېدونکو افغانانو بهیر د هېواد د وګړو شمېر تر لس سلنې لوړ کړی، په داسې هېواد کې چې لا له مخکې محدودې سرچینې او کمزوري چوپړونه یې د لا پراخې بې وزلۍ او بشري ناورین لامل شوې دي.

  • ثریا خپل لاسونه د فیزیوتراپۍ لپاره روغتیاپالې ته وړاندې کړي دي. ثریا تور ماسک پرمخ، ګلابي رنګه ټېکرۍ یې تر ځان چاپېر او ځېګري رنګه کالي اغوستي دي. فیزیوتراپېسته بیا د ډاکټرې په چپنه کې خړبخون ټېکری پر سر د ثریا مخ ته ولاړه ده او د هغې یو لاس یې په لاس کې نیولی دی. په کوټه کې دوه چپرکټ او بخارۍ هم ښکاري او په دېوال کې کالي راځوړند دي.

    له معلولیته تر ځان بسیاینې؛ د معلولو افغان ښځو ژوند ځينو مرستندویه بنسټونو څنګه بدل کړی؟

    افغانستان چې لسیزو جګړو، بې‌وزلۍ او بې‌ثباتۍ یې ټولنیز او خدماتي بنسټونه زیانمن کړي دي، معلولې ښځې پکې له ټولنې بېخي څنډې ته شوی ژوند لري. دوی د ټولنې هغه برخه ده چې که یو خوا د خپل ښځينه‌توب له کبله له توپيري چلند سره مخ دي نو بلخوا له ټولنیزو محدودیتونو او معلولیتونو هم ځورېږي. اوس چې افغانستان ته نړیواله پام‌لرنه او پرې د مرستندویه بنسټونو مالي سرچینې کمې شوې دي، د دغو ښځو ژوند تر بل هر وخت ډېر د هېرېدو له ګواښ سره لاس او ګرېوان دی.

  • ماریا د خپل ماشوم ژوندي پاتې کېدو له کبله خوښه وه، خو وروسته ورته معلومه شوه، چې په ښوونځي کې له ستونزو سره مخامخ دی.

    ساینسپوهانو د ماشومانو په دماغ کې اوږدمهاله زیان موندلی، ایا ملاریا یې لامل ده؟

    جوزف ناتېمبو هغه مهال لا کوچنی ماشوم و چې له ملاریا ناروغۍ ژوندي پاتې شو. هغه وخت یې مور ماریا، چې ۵۴ کلنه ده، ډېره خوشحاله وه او باور یې درلود چې تر ټولو بده مرحله تېره شوې ده.

  • کتاب لوست

    د کتاب نړیواله ورځ موږ ته څه راوړي؟

    د نړۍ لر او بر کې هرکال د اپرېل ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځې په توګه نمانځل کېږي.،دا ورځ د کتاب او د لیکوال د حق (کاپي رایټ) د نړیوالې ورځې په نوم هم یادېږي، ځکه مهمه ده چې نړۍ ته په ښوونه او روزنه، کلتور او شخصي وده کې د کتابونو د اړینې ونډې یادونه کوي.

  • شاهد ۱۳۶ بې پیلوټه الوتکه د ایران د صنعت ترټولو نوی پرمختګ دی.

    د ایران بې پیلوټه الوتکو څنګه نړیوالو شخړو کې د ځواک انډول بدل کړ؟

    په دې کتاب کې لیکوال ایران کې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) د صنعت د رامنځته کېدو او پراختیا پړاوونه په بشپړو ټکو روښانوي. نوموړی هغه ستراتیژي هم راسپړي چې ایران د هغې په مرسته وتوانېد د امریکا له خوا پر لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو سربېره، د نړۍ په پوځي صنعت کې د یو اغېزمن لوبغاړي په توګه سر راپورته کړي.

لنډې ویډیوګانې

  • Mexico
  • بادغیس
  • USA Central Commad
  • ایران
  • مېږیان
  • کونړ
  • لبنان
  • لبنان
  • فلم
  • کونړ کې یو زیانمن شوی ښوونځی
  • ټرمپ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۴ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده

    ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۴ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۴ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي