BBC News, پښتو - کور پاڼه

islamabad

عراقچي اسلام اباد ته رسېدلی او امریکايي پلاوی پر لار دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په پاکستان کې دی، خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمه لیدنه پلان نه ده شوې. سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ډونلډ ټرمپ زوم جاراډ کوشنر د شنبې په ورځ د ایران په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته ځي او مرستیال ولسمشر جي ډي وینس هم د ګډون لپاره چمتو دی.

مهم خبرونه

  • شبانه محمود قلم په لاس خندانه حالت کې

    بریتانیا د کډوالو بېرته لېږلو په اړه د طالبانو له حکومت سره پر خبرو غور کوي

    د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، هېواد یې ښايي افغانستان کې د طالبانو حکومت سره د هغو پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو په اړه پر خبرو اترو غور وکړي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

  • مجتبی خامنه يي له ټاکلو کېدو وروسته په عام ډول نه دی څرګند شوی.

    ایران کې پرېکړې څوک کوي؟

    د جګړې پیل کې د متحده ایالاتو او اسرائیلو له لومړنیو بریدونو راهیسې د ایران په اړه یوه مهمه پوښتنه شته، یوه خورا ساده پوښتنه: اوس په ایران کې چارې څوک سمبالوي؟

  • په تېره نژدې یوه نیمه میاشت کې پاکستان حکومت څو ځله د تېلو بیو کې بدلون راوستی.

    پاکستان حکومت د پټرولو او ډیزلو بیې لوړې کړې دي

    پاکستان حکومت په یوه اعلامیه کې دغه هېواد کې د پټرولو او ډیزلو بیو لوړولو یادونه کړې. په اعلامیه کې ویل شوي، د پټرولو او ډیزلو دواړو یوه لیټر بیه کې ۲۶ روپۍ او ۷۷ پیسې زیاتوالی راغلی.

  • 
یوه نجلۍ چې خړ رنګه جمپر یې اغوستی دی، خپله کوچنۍ خور یې په غېږ کې نیولې ده چې اوبرنګه ګلداره درېشي یې پر تن ده. دواړه غټې نسواري سترګې او ګډوډ ویښتان لري. دوی د لبنان په بیروت کې د بې‌ځایه شوو کډوالو په یوه نارسمي پنډغالي کې د خیمې په دروازه کې ولاړې دي.

    جګړه کې د ایسارو ماشومانو کیسې: "پر خدای پاک ګران و ځکه یې بېرته واخیست"

    پر ایران د امریکا او د اسرائيل د برید لومړۍ ورځ وه.‌ میکائیل د خپل ښوونځي کالي واغوستل، بکسه یې په اوږه کړه او له کوره په وتو شو. خو ناڅاپه بېرته راغی او خپلې مور ته یې وویل چې یو داسې عکس ترې واخلي چې دی پکې له کوره د وتو په حال کې د خدای‌پامانۍ په ډول لاس ورته خوځوي. د میکائیل مور چې دا کیسه د بي‌بي‌سي (مېډل ایسټ ډایریز) یا (د منځني ختیځ خاطرې) خپرونې ته کوي وايي، "میکائيل چې بېرته راغی نو د داسې یوه یادګاري عکس اخیستلو غوښتنې یې حیرانه کړم".

  • پتاقی

    افغانستان کې پر پټاقۍ او لوبیزو چاودېدونکو توکو بندیز ولګېد

    د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د )پټاقیو( واردول، تولید او پلور په بشپړ ډول منع شوي دي.

لنډې ویډیوګانې

  • عکس
  • Mexico
  • بادغیس
  • USA Central Commad
  • ایران
  • مېږیان
  • کونړ
  • لبنان
  • لبنان
  • فلم

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۵ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده

    ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۵ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۵ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي