BBC News, پښتو - کور پاڼه

 دملګرو ملتو دوه کار کوونکي

ملګرو ملتو افغانستان کې "په سم لاسی ډول" پر ښځینه کارکوونکو د بنديز لرې کولو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتو کارپوهانو د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې ددې سازمان دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ لګېدلی بندیز په سم لاسي توګه لرې کړي. دې کارپوهانو په یوه اعلامیه کې پردې بندیز اندېښنه ښودلې او دا یې "د ټولو مېرمنو په ځانګړې توګه کارکوونکو مېرمنوپه حقونو مخامخ ګذار" بللی دی.

مهم خبرونه

  • اورومچي

    چین د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ناستې کوربتوب کوي

    د طالبانو حکومت کې سرچینو بي‌بي‌سي ته تایید کړې چې د افغانستان، پاکستان او چین لوړپوړي چارواکي نن چارشنبه (اپرېل لومړۍ) د چین اورومچي ښار کې سره جرګه کېږي. پلاوي ته نژدې سرچینو وویل، دوی یوازې پر امنیتي مسلې خبرې نه کوي، بلکې غواړي له پاکستان سره د کډوالو، اقتصادي راکړې ورکړې او ټرانزیټ په ګډون پر ټولو مسلو خبرې وشي،‌ ځکه چې په وینا یې یوازې امنیتي او د اوربند موضوع د دواړو ترمنځ‌ شته ستونزه نه شي حلولی.

  • کېیر سټارمر

    ژوندۍ پاڼه, سټارمر: د ټرمپ د فشار سربېره، بریتانیا به له ایران سره جګړه کې ګډون ونه کړي

    د بریتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر د نن ورځې په خبري غونډه کې، د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د ډونلډ ټرمپ د ګواښ په اړه شوې وه- چې امریکا به نور د بریتانیا ملاتړ ونه کړي- وویل پر ده سخت فشار شته چې د ایران پر ضد جګړه کې د ګډون په اړه خپل دریځ بدل کړي، خو ټینګار یې وکړ چې خپل دریځ به بدل نه کړي. هغه وویل چې د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه به پرېکړې د ملي ګټو پر بنسټ کوي.

  • In a photo from the 1970s, a woman in a blue and white dress uses a red jerrycan to pour petrol into her brown car in the state of New York, USA. In the background, a man walks behind her car with another jerrycan, while a large group of people queue.

    ایا موږ له ۱۹۷۰مو کلونو څخه هم د تېلو له جدي کړکېچ سره مخ کېږو؟

    د نړیوالې انرژۍ په ځانګړي ډول ( نفتو او تېلو) لېږد لپاره د هرموز تنګي له تړل کېدو میاشت اوړي، دې خنډ او ځنډ نړۍ د هغو ننګونو پر لور روانه کړې چې د ۱۹۷۰مو کلونو د تېلو بحران پرتله ډېرې سختې بلل کېږي. د بیړیو چلولو یو کارپوه او سوداګر لارس ینس بي بي سي ته ویلي د امریکا-اسرائیلو او ایران جګړه ښايي له ۱۹۹۰مو کلونو څخه هم پراخه اقتصادي ګډوډي او د تېلو کړکېچ رامنځته کړي.

  • یک پسر در لباس شبه‌نظامی

    د عينی شاهدانو او راپورونو له مخې ایران په امنیتي برخه کې له ماشومانو کار اخلي

    د يوه ۱۱ کلن هلک مړينه چې ويل کېږي په تهران کې له خپل پلار سره د تلاشۍ په يوه پوسته کې د هوايي برید له کبله وژل شوی په امنيتي ځواکونو کې له ماشومانو د کار اخيستلو نوې طرحې ته د خلکو پام ور اړولی دی.

  • خارګ ټاپو

    خارګ ټاپو: د ایران د تېلو صادراتو د مرکز په اړه څومره پوهېږئ؟

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي د هغه په امر د متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ په منځني ختیځ کې د تاریخ له تر ټولو قوي هوايي بریدونو یو ترسره کړی او د خارګ ټاپو ټول پوځي اهداف، چې د ایران له مهمو شتمنیو ګڼل کېږي، په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.

لنډې ویډیوګانې

  • ایران
  • خارګ ټاپو
  • جیټ
  • یوه افغانه نجلۍ چې د ښوونځي بکس یې په شا کړی دی او روانه ده
  • ډیورنډ کرښه
  • توغندي
  • Baiqra
  • عباس عراقچي
  • ټرمپ
  • هرمز تنګی

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • Afghan refugees

    تورخم دروازه د ایسارو افغانانو د اوښتو لپاره بیا پرانیستل شوه

    افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلي پر ډیورنډ کرښه د تورخم لار چې د وروستۍ ترینګلتیا له امله تړل شوې وه د سې شنبې پر ورځ د هغه کسانو اوښتو لپاره پرانیستل شوې چې له کرښې پورې ایسار پاتې وو. په تورخم کې ځايي پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې ۱۱ تنه نیول شوي افغان کډوال طالبانو ته سپارل شوي دي او ۱۷۵ نور کسان هم له لنډي‌کوتله افغانستان ته اوښتو لپاره تورخم ته لېږدول شوي دي.

  • تېل

    افغانستان: د طالبانو حکومت له روسیې د نفتي توکو واردات لوړول غواړي

    د رپوټونو له مخې له روسیې افغانستان ته د تېلو صادرات په تېر کال کې شل سلنه زیات شوي دي. د انرګوسټار ټرېډینګ په نوم شرکت د خپرو کړو معلوماتو له مخې، یوازې همدا کال کې بېلاروس افغانستان ته ۴۰۰ زره ټنه تېل صادر کړي دي."

  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    له تاریخه مهمې زده کړې: ایا ایران د ټرمپ لپاره د سویز ناورین دی؟

    هغه جګړه چې یوه میاشت مخکې امریکا او اسرائیلو د ایران پر وړاندې پیل کړه او داسې ښکارېده چې د وړاندوینې وړ نه ده، اوس د وړاندوینې وړ شوې.

  • هغه لنډه ډرامه چې اصلي لوبغاړي یې مېوې دي او د نړۍ ګوټ ګوټ کې یې خلک پر ځان رامات کړي

    پر مصنوعي ځيرکتیا جوړه هغه لنډه ویډيويي لړۍ چې لوبغاړي یې مېوې او ترکارۍ دي

    پر ټېک‌ټاک د لنډو ویډیو ګانو یوه نوې لړۍ پيل شوې چې لوبغاړی یېبارسلونا مېشتی ۲۴ کلن الو دی. دهو انسان نه بلکې الو یې کرکټر دی. ښايي تاسو به فکر کوئ چې کوم مستعار نوم دی خو دا په ریښتیا الو دی، د مېوې الو! دغه لړۍ چې د مېوې مینې ټاپو اې ای (مصنوعي ځيرکتیا) بڼه نومېږي له یوې میاشتې هم کمه موده مخکې پیل شوې او ښايي د لنډو ویډیوګانو لومړنۍ ډېره لاس په لاس شوې خپرونه وي چې په بشپړه توګه د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ جوړه شوې ده. دغه ډرامه د ای ټی وي (ITV) رسنۍ هغې نامتو لړۍ ته ورته ډیزاین شوې چې د مینې ټاپو نومېږي خو دلته بیا د انسانانو پر ځای مېوې کرکټرونه لوبوي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده

    ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي