BBC News, پښتو - کور پاڼه

ټرمپ

ژوندۍ پاڼه,
ټرمپ د امریکا سمندري ځواکونو ته: په هرمز تنګي کې هره ماین اېښودونکې کښتي له منځه یوسئ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې خپلو سمندري ځواکونو ته یې امر کړی چې پر هرې هغې کښتۍ "ډزې وکړي او له منځه یې یوسي" چې په هرمز تنګي کې ماینونه ږدي. بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې په خلیج او هرمز تنګي‌ کې د رامنځ‌ته شوې "ناامنۍ اصلي رېښه" پر دغه هېواد د امریکا او اسرائيل "تېری" دی. په همدې حال کې ایران وايي چې هرمز تنګي ته څېرمه یې دوه کښتۍ "نیولې" دي او پر یوې درېیمې بار وړونکې بېړۍ یې هم برید کړی دی. له دې سره د تېلو بیې بیا ختلې دي.

مهم خبرونه

  • کتاب لوست

    د کتاب نړیواله ورځ موږ ته څه راوړي؟

    د نړۍ لر او بر کې هرکال د اپرېل ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځې په توګه نمانځل کېږي.،دا ورځ د کتاب او د لیکوال د حق (کاپي رایټ) د نړیوالې ورځې په نوم هم یادېږي، ځکه مهمه ده چې نړۍ ته په ښوونه او روزنه، کلتور او شخصي وده کې د کتابونو د اړینې ونډې یادونه کوي.

  • شاهد ۱۳۶ بې پیلوټه الوتکه د ایران د صنعت ترټولو نوی پرمختګ دی.

    د ایران بې پیلوټه الوتکو څنګه نړیوالو شخړو کې د ځواک انډول بدل کړ؟

    په دې کتاب کې لیکوال ایران کې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) د صنعت د رامنځته کېدو او پراختیا پړاوونه په بشپړو ټکو روښانوي. نوموړی هغه ستراتیژي هم راسپړي چې ایران د هغې په مرسته وتوانېد د امریکا له خوا پر لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو سربېره، د نړۍ په پوځي صنعت کې د یو اغېزمن لوبغاړي په توګه سر راپورته کړي.

  • خلیل دوه ګوتې پورته کړي سپین کمیس او زرې واکسټ یې په تن دی موسکه ده.

    اسرائیلي برید کې د لبنانۍ خبریالې امال خلیل د وژنې پراخه غندنه شوې

    اسرائیلي برید کې خبریاله امال خلیل او عکاسه زینب فراج هغه مهال په نښه شول چې د لبنان په جنوب کې پر یوه موټر د شوي برید خبري پوښښ ته روان وو.

  • کرنل امام

    د پاکستان د دولتي ټلوېزون له کامرې څه ډول د ملا محمد عمر عکس لرې کړل شو؟

    په دې موده کې دا خلک په افغانستان کې د یوې ډلې لخوا یرغمل هم شول، چې طالبانو ترې وژغورل او بیا یې له ملا محمد عمر سره هم لیدنه وشوه، چې په هغه وخت کې یو نااشنا څېره وه. ملا عمر د ۲۰۱۳ کال د اپرېل پر ۲۳مه ومړ، خو مړینه یې تر دوو کلونو پټه ساتل شوې وه.

  •  ظاهر

    کینیا کې عالي محکمې امریکا ته د ظاهر قدیر د سپارلو پرېکړه تائيد کړه

    له کینیا رپوټونه وايي، چې د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني غړي ظاهر قدیر په اړه د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې عالي محکمې هغه پرېکړه تائید کړ چې نوموړی دې امریکا ته وسپارل شي.‌ پر ظاهر قدیر په نیویارک کې د ادارو له لوري د نشه يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې په تور لګېدلی. خو د نوموړي وکیل او کورنۍ دغه تورونه سیاسي‌ بللي دي.‌

لنډې ویډیوګانې

  • Mexico
  • بادغیس
  • USA Central Commad
  • ایران
  • مېږیان
  • کونړ
  • لبنان
  • لبنان
  • فلم
  • کونړ کې یو زیانمن شوی ښوونځی
  • ټرمپ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۴ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي