BBC News, پښتو - کور پاڼه
د سپېنې ماڼۍ مېلمستیا کې ډزې: د امریکا لوی څارنوال وايي ټرمپ او چارواکي یې د بریدګر "احتمالي" هدفونه وو
د سپینې ماڼۍ د خبریالانو ټولنې کلنۍ مېلمستيا، چې د ډونلډ ټرمپ په ګډون ترسره کېده، د امنیتي پېښې له امله ګډوډه شوه. د ډزو غږونو له اورېدل کېدو سره ساتونکي په چټکۍ تالار ته ننوتل او ولسمشر او نور چارواکي یې وایستل.
مهم خبرونه
د سپینې ماڼۍ دخبریالانو پر مېلمستیا بریدګر څوک دی او څنګه هلته ورسېد؟
د واشنګټن د پولیسو مشر جیفري سي کارول ویلي چې یاد کس په همدې هوټل کې چېرې چې دا کلنۍ غونډه رابلل شوې وه د میلمه په توګه اوسېده. چارواکو دا هم ویلي چې د یاد بریدګر اصلي استوګنځي ته هم قانون پلي کوونکې ادارې رسېدلې او پلټنې روانې دي. د واشنګټن ښاروال ویلي چې ' نیول شوی شکمن کس اوس د پولیسو تر څار لاندې په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.'
ایا د ښارګوټو جوړولو سره افغانستان کې د سرپناه د کمي ستونزه حل کېدی شي؟
د طالبانو اقتصادي معاونیت وايي دغه نوی ښارګوټی ' چې په ۱۱ زره جریبه ځمکه جوړېږي، خصوصي سکټور پکې د شاوخوا ۸ میلیارده ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.' که دا پروژه پلي شي دا به افغانستان کې د کور جوړونې او سوداګریزې پراختیا په برخه کې یوه له سترو پانګونو څخه وي.
د امریکا د بندیزونو معافیت له پایته رسېدو وروسته د چابهار بندر ناڅرګند برخلیک
د راپورونو له مخې هند غواړي د امریکا د بنديزونو د معافيت له پايته رسېدو وروسته په چابهار بندر کې خپله ونډه وسپاري. د چابهار لپاره د امریکا د بنديزونو شپږ مياشتنی معافيت چې د تېر کال د اکټوبر په میاشت کې اعلان شوی و، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل پر ۲۶ نېټه پايته رسېږي.
بریتانیا د کډوالو بېرته لېږلو په اړه د طالبانو له حکومت سره پر خبرو غور کوي
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، هېواد یې ښايي افغانستان کې د طالبانو حکومت سره د هغو پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو په اړه پر خبرو اترو غور وکړي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
ولې کله ناکله مخې ته پراته شیان نه شو موندلی؟
ښايي ګڼ شمېر خلک په دې سره همغږي وي چې ډېری وخت یو کس ټینګار کوي ورک شوی شی یې هر ځای لټولی او نه یې دې موندلی، خو په ورته وخت کې بیا بل کس خونې ته ننوځي او یوازې په یو لنډ نظر هماغه شی ومومي. بیا وايي: "دا خو دې مخې ته پروت دی." دا په دې معنی ده چې د دغو دوو کسانو مغز د یوې موضوع په اړه په بېله طریقه کار کوي. په ورځني ژوند کې د شیانو موندل زموږ په بصري یا د لید لټون وړتیا پورې تړلي دي او په زړه پورې خبره دا ده چې زموږ مغز په دې برخه کې ډېر ښه کار نه کوي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د ملاریا نړیواله ورځ: هر کال زرګونه افغانان پرې اخته کېږي
نن د اپرېل ۲۵مه د ملاریا خطرناکې خو مخنیوي وړ ناروغۍ یادونې ته ځانګړې شوې. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، ملاریا هر کال په ټوله نړۍ کې، په ځانګړې توګه په افریقا کې، د سلګونو زرو انسانانو ژوند اخلي او په میلیونونو نور نور په سختۍ ناروغه کوي.
له معلولیته تر ځان بسیاینې؛ د معلولو افغان ښځو ژوند ځينو مرستندویه بنسټونو څنګه بدل کړی؟
افغانستان چې لسیزو جګړو، بېوزلۍ او بېثباتۍ یې ټولنیز او خدماتي بنسټونه زیانمن کړي دي، معلولې ښځې پکې له ټولنې بېخي څنډې ته شوی ژوند لري. دوی د ټولنې هغه برخه ده چې که یو خوا د خپل ښځينهتوب له کبله له توپيري چلند سره مخ دي نو بلخوا له ټولنیزو محدودیتونو او معلولیتونو هم ځورېږي. اوس چې افغانستان ته نړیواله پاملرنه او پرې د مرستندویه بنسټونو مالي سرچینې کمې شوې دي، د دغو ښځو ژوند تر بل هر وخت ډېر د هېرېدو له ګواښ سره لاس او ګرېوان دی.
جګړه کې د ایسارو ماشومانو کیسې: "پر خدای پاک ګران و ځکه یې بېرته واخیست"
پر ایران د امریکا او د اسرائيل د برید لومړۍ ورځ وه. میکائیل د خپل ښوونځي کالي واغوستل، بکسه یې په اوږه کړه او له کوره په وتو شو. خو ناڅاپه بېرته راغی او خپلې مور ته یې وویل چې یو داسې عکس ترې واخلي چې دی پکې له کوره د وتو په حال کې د خدایپامانۍ په ډول لاس ورته خوځوي. د میکائیل مور چې دا کیسه د بيبيسي (مېډل ایسټ ډایریز) یا (د منځني ختیځ خاطرې) خپرونې ته کوي وايي، "میکائيل چې بېرته راغی نو د داسې یوه یادګاري عکس اخیستلو غوښتنې یې حیرانه کړم".
ساینسپوهانو د ماشومانو په دماغ کې اوږدمهاله زیان موندلی، ایا ملاریا یې لامل ده؟
جوزف ناتېمبو هغه مهال لا کوچنی ماشوم و چې له ملاریا ناروغۍ ژوندي پاتې شو. هغه وخت یې مور ماریا، چې ۵۴ کلنه ده، ډېره خوشحاله وه او باور یې درلود چې تر ټولو بده مرحله تېره شوې ده.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۶ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۶ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۶ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۵ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.













































