هیلري کلنټن: روغتيا مې په ښه کېدو ده

د خپرېدو وخت

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن وایي، روغتیایي وضعیت یې په ښه کېدو دی او ډېر ژر به خپل ټاکنیز سفرونه بېرته پیل کړي.

د سږو د ناروغۍ له امله کلیفورنیا ایالت ته د مېرمن کلنټن ټاکنیز سفر لغوه شوی دی.

مېرمن کلنټن سي ان ان ټلویزیوني شبکې سره خبرو کې ویلي، د خپل ځانګړي ډاکټر "عقلاني سپارښتنه" یې چې پنځه ورځې دې ارام وکړي، په پام کې نه وه نیولې.

هغه د یکشنبې په ورځ په نیویارک کې د سپتمبر ۱۱مې بریدونو کلیزې په مراسمو کې ځان ناارامه احساس کړ او د سږو عفونت له امله روغتون ته یوړل شوه.

د دیموکرات ګوند کاندیدې همداراز هیله وښوده چې وشي کولی راتلونکو څو ورځو کې بیرته ټاکنیز کمپاین ته وروګرځي.

د یکشنبې په ورځ ویډیویي انځورونو وښوده چې مېرمن کلنټن خپل تعادل له لاسه ورکړ او د خپلو همکارانو په مرسته موټر ته وخېژول شوه.

هغې په دې اړه سي ان ان ته وویل، "حس مې کړ چې سر مې ګرځي، د نژدې یوې دقیقې لپاره مې خپل تعادل له لاسه ورکړ، خو کله چې موټر ته ننوتم ومې شوای کولی کېنم او تر اوبو څښلو وروسته مې سملاسي د ښه کېدو احساس وکړ."

بلخوا د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي چې د کاندیدانو روغتیا یوه ټاکنیزه "مساله" ګرځېدلې او ډېر ژر به د خپلو روغتیایي ازمایښتونو پایلې "له ډېرو مشخصو شمېرو سره" خپرې کړي.

هغه فاکس نیوز شبکي ته وویل، "هیله من یم چې پایلې ښې وي. فکر کوم چې ښې به وي. زما وضعیت ډېر ښه دی."

ښاغلي ټرمپ د خپل روغتیایي وضعیت یو سند خپور کړی چې ښيي نوموړی کومه جدي جسمي ستونزه نه لري او د بریالیتوب په صورت کې روغ رمټ کاندید به وي چې ولسمشر کېږي.

د هیلري کلنټن د کمپاین ټیم یوه ویاند براین فالون هم وویل چې د دیمکراتانو کاندید به هم تازه طبي اسناد خپاره کړي.

هغه ان بي سي شبکې ته وویل: "بله نااعلان شوې ناروغي نشته. ټوله د سږو ناروغۍ خبره ده."

د هیلري کلنټن ډاکټرې لیزا بارداک وړاندې ویلي و چې د مېرمن کلنټن د سینه بغل ناروغي د جمعې په ورځ تشخیص شوه او ورته انتي بیوتیک درمل ورکړل شول.