عراق کې د شپې ۱۲ کلن ګرځبندیز پای ته ورسېد

ددغه قانون په لغوه کولو سره په سیمه ییز وخت د یکشنبې پر ګهیځ د بغداد واټونو ته په خوشوحالیو د راوتلو خلکو انځورونه په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي.
د عکس تشریح، ددغه قانون په لغوه کولو سره په سیمه ییز وخت د یکشنبې پر ګهیځ د بغداد واټونو ته په خوشوحالیو د راوتلو خلکو انځورونه په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي.
د خپرېدو وخت

د عراق پلازمېنه بغداد کې له تېرو څه باندې ۱۲ کلونو راهیسې د شپې ګرځبندیز ختم شو.‌

ددغه قانون په لغوه کولو سره په سیمه ییز وخت د یکشنبې پر ګهیځ د بغداد واټونو ته په خوشوحالیو د راوتلو خلکو انځورونه په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي.

تېره اونۍ د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي بغداد کې د شپې ګرځبندیز ختمولو امر کړی و.‌د نوموړي ویاند سعد معن ویلي ''لومړي وزیر سر له شنبې ورځې راهیسې بغداد کې د شپې ګرځبندیز ختمولو امر کړی دی.''

بغداد کې له تېرو نژدې لسو کلونو راهیسې له نیمې شپې د ګهیځ تر پنځو بجو پورې ګرځبندیز و.‌

بغداد کې د وسله والو ځواکونو قومندان اعظمیه، منصور او سیدیه سیمې له وسلو پاکې اعلان کړې دي.

دا پرېکړه څو ورځې وروسته تر هغه شوې،‌ چې عبادي په یوه ورته فرمان کې د بغداد مرکزي الکراده سیمه هم له وسلو پاکه اعلان کړې وه.‌

د بغداد د عملیاتو د قوماندې مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي‌ ''په الکراده کې د وسلو تر ختمېدو وروسته،‌ عبادي د یادې سیمې د پاکوالي اعلان وکړ.''

دی زیاتوي ''العبادي په بغداد کې د ځینو سیمو د لارو پرانیستلو امر هم کړی، چې ولسي وګړي پرې په اسانۍ سره تګ راتګ وکړای شي.''

حیدر العبادي په تېر سپتمبر کې واک ته ورسېد،‌ چې وړاندې یې هم بغداد کې د ځینو تړل شویو لارو د پرانیستلو امر کړی و.‌

په بغداد کې عامو خلکو د لومړي وزیر ددغه امر هرکلی کړی دی.

په سوېلي کربلا ښار کې هم د ګرځبندیز ختمولو خبر ورکړی شوی دی.