د سوريې په حمص کې چاودنو ۳۷ کسان وژلي

دولتي چارواکو د چادونو پړه پر هغو کسانو اچولې چې دوی یې ترهګر بولي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، دولتي چارواکو د چادونو پړه پر هغو کسانو اچولې چې دوی یې ترهګر بولي
د خپرېدو وخت

په سوریه کې چارواکي وايي چې په حمص ښار کې چاودنو لږترلږه ۳۷ کسان وژلي دي. په چادونو کې یوه یې د موټر بم وه چې ګڼ کسان په کې ټپیان شوي هم دي.

تر دې وړاندې په پلازمېنه دمشق کې پر تخنیکي انستيتيوت د هاوان په برید کې لږترلږه ۱۴ کسان ووژل شول او له ۸۰ ډېر نور ټپیان شول.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې ولسمشر بشارالاسد د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته رسماً ځان کاندید کړ او هغه غوښتنې یې و نه منلې چې وايي د سوریې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره دې نوموړی استعفا ورکړي.

په دې چادونو کې د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه بېلابېل رپوټونه ورکړل شوي دي.

دولتي چارواکي د ۳۷ کسانو مړینه او ۸۵ نورو د ټپي کېدو خبره تاییدوي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څار ډله هم همدا شمېر ښيي، خو د فرانسې خبرې اژانس د یوه سیمه ییز چارواکي له خولې وايي چې ۴۵ کسان وژل شوي دي.

دولتي چارواکو د چادونو پړه پر هغو کسانو اچولې چې دوی یې ''ترهګر'' بولي.

دا چادونې وروسته تر هغه وشوې چې د بشري حقونو د څار ډلې د سوریې دولتي ځواکونه تورن کړل چې د حلب ښار په شمال کې یې بېرلي بمونه کارولي دي.

نوموړې ډله وايي د دغو بمونو کارول چې له امله یې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي ناسم دی.

په سوریه کې د بشري حقونو د څار ډله وايي وروسته له هغه چې د فبرورۍ په میاشت کې ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې د بېرلي بمونو کارونې ته دې د پای ټکی کېښودل شي یوازې په حلب ښار کې ۸۵ بيرلي بمونه کارول شوي دي.

د یادولو وړ ده چې حمص ښار د دولتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ د جګړې په ډګر بدل شوی او په دې توګه د دې ښارې ډېر برخې په جګړو کې ویجاړې شوې دي.