د تصویرونو البوم: بریتانیا کې واورین توپان

خلکو ته خبرداری ورکړل شوی و، چې د توپان پر مهال له ساحلي سیمو لېرې واوسي.
د عکس تشریح، خلکو ته خبرداری ورکړل شوی و، چې د توپان پر مهال له ساحلي سیمو لېرې واوسي.
د خپرېدو وخت

د اروین نومي توپان له کبله بریتانیا کې د بادونو سرعت په یوه ساعت کې ۹۸ میلونو ته ورسېد، چې له کبله یې ځینې سیمو کې درنه واوره شوې او د سمندري څپو لوړوالی هم ورسره ډېر شوی.

د جمعې ورځې له ماسپښینه د شنبې تر سهار پورې د توپان له کبله د خبرداري کچه سره رنګ ته رسېدلې وه.

د ونو نړېدو له کبله درې کسان وژل شوي او زرګونه کورونه له برېښنا محروم شوي دي.

د تصویرونو دې ټولګه کې د بریتانیا له بېلا بېلو سیمو اخیستل شوي، د اروین توپان اغېز وینو.

د سټاکټون سیمې دې نړېدلو ونو په څېر د هېواد لر او بر کې د توپان له کبله ګڼ شمېر ونې له بېخه ختلې دي.
د عکس تشریح، د سټاکټون سیمې دې نړېدلو ونو په څېر د هېواد لر او بر کې د توپان له کبله ګڼ شمېر ونې له بېخه ختلې دي.
د دې هېواد په شمال ختیځ کې د واورې له کبله د عامه ټرانسپورټ اغېزمن کېدو له امله تر ډېره بریده د ژوند چارې په ټپه ودرېدې.
د عکس تشریح، د دې هېواد په شمال ختیځ کې د واورې له کبله د عامه ټرانسپورټ اغېزمن کېدو له امله تر ډېره بریده د ژوند چارې په ټپه ودرېدې.
د سټافورډ شئیر لیچفیلډ سیمې په ګډون ګڼو سیمو کې درنې واورې شوې.
د عکس تشریح، د سټافورډ شئیر لیچفیلډ سیمې په ګډون ګڼو سیمو کې درنې واورې شوې.
د یورکشئیر سیمه کې هم درنې واورې اورېدلې.
د عکس تشریح، د یورکشئیر سیمه کې هم درنې واورې اورېدلې.
Sheep in snow
د عکس تشریح، ځینو سیمو کې له جمعې وروسته پر شنبه هم واوره شوې.
Man and woman walking in snow
Man and woman rambling in snow
تان هیل سیمه په سپینو واورو کې نغښتې ښکاریده.
د عکس تشریح، تان هیل سیمه په سپینو واورو کې نغښتې ښکاریده.
د لېور پول لي پارک سیمې کورونه په سپینو واورو پټ وو.
د عکس تشریح، د لېور پول لي پارک سیمې کورونه په سپینو واورو پټ وو.
Cottage covered in snow
د بي بي سي هوا پېژندنې ماهرینو په کووینټي سیمه کې دا تصوی اخیستی.
د عکس تشریح، د بي بي سي هوا پېژندنې ماهرینو په کووینټي سیمه کې دا تصوی اخیستی.
دا هم د ورکیسټر شئیر او لیکې سیمو تصویر
د عکس تشریح، دا هم د ورکیسټر شئیر او لیکې سیمو تصویر

د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.