د چین ایالت کې 'وېرونکي' ښیښه يي پلونه تړل شوي

پل چین
د عکس تشریح، په ژینجیانګ ایالت کې دغه ښيښه يي پل د پرانیستل کېدو پر مهال نړۍ کې تر ټولو لوړ او اوږد ښيښه يي پل و
د خپرېدو وخت

د چین یوه ایالت کې له ښیښې جوړ ټول ۳۲ پلونه، ځوړندې برنډې او نرۍ ځوړندې لارې تړل شوې دي. چارواکو د دې ښیښه يي ځایونو کې د خوندیتوب اقداماتو ارزونه پیل کړې ده.

د دولتی ټلویزیون سي سي ټي وي په رپوټ کې ویل شوي دي، دغه ځایونه چې د هیبيي ایالت په ۲۴ ځایونو کې موقعیت لري، د ۲۰۱۸ کال له مارچ میاشتې راهیسې تړلي پاتې دي. له دې مخکې په دې اړه ډېر معلومات نه و خپاره شوي.

چین کې له ښیښې دغسې جوړ ځایونه پریمانه دي، چې خلک د ساعت تېري لپاره ورځي، کله چې خلک پرې ګرځي راګرځي، د وېرې او حیرانتیا له حالت سره مخامخ کېږي، خو دې ځایونو کې د بېلا بېلو پېښو او لږ تر لږه دوو کسانو د مړینې رپوټونه هم خپاره شوي دي.

د اټکلونو له مخې ویل کېږي چین کې تر ۲۳۰۰ پورې ښیښه يي پلونه ودان شوي دي او د یوې دولتي خبري شبکې اي سي این ایس په رپوټ کې ویل شوي، دغه هېواد کې دغه ډول نامعلوم شمېر نرۍ لارې او ښويندې هم شته، چې ځينې یې د هسکو غرونو په ډډو پورې ځوړند حالت کې چمتو شوې دي.

دغه ډول پلونه او لارې په غرنیو سیمو کې د هغو سیلانیانو پام وراړولو لپاره چمتو کېږي، چې له ننګونو ډک ساعت تېري پسې ګرځي.

چین پل

ژینجیانګ پل چې ۲۰۱۶ کال کې په ایالت کې هنان ایالت کې پرانیستل شو، د نړۍ لومړنی تر ټولو لوړ او اوږد ښیښه يي پل و، لومړنی هغه و، چې وروسته ورسره د ښيښه يي پلونو چمتو کولو دود زورواخیست.

ماهرین وايي، د اورښتونو پر مهال د دې پلونو ښيښه یي غولی لوند شي، چې له کبله یې د ښوېدو او ان لاندې غورځېدو پېښې ورسره رامنځته کېږي او په تېر کې د دغسې پېښو له کبله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.

پل چین
د عکس تشریح، په هیبی ایالت کې د هونګیوګو په نامه ښیښه يي پل