سني او شیعه عالمانو د افغانانو پر یووالي ټینګار وکړ

    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي بي سي/ کابل
  • د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د شیعه ګانو جوماتو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو له زیاتېدا او د محرم میاشتې له را رسېدو سره سم په کابل کې یو شمېر سني او شیعه عالمان راټول شوي وو او د دواړو مذهبونو د پیروانو د یووالي غوښتنه یې وکړه

د محرم میاشتې په را رسیدو سره په افغانستان کې د شعیه او سني مذهبونو یو شمېر دیني عالمان نن په کابل کې راټول شوي وو او د دواړو مذهبونو د پيروانو تر منځه په یووالي ټینګار کوي.

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې پر شیعه مذهبي ځایونو تر بریدونو وروسته دا لومړی ځل دی چې په کابل کې سني او شعیه دیني عالمان سره راټوليږي او د دواړو مذهبونو تر منځ پر ګډو ټکیو خبرې کوي.

دوی هڅه کوي خپل لارویان مذهبي یووالي ته ور وبولي.

په اسلامي نړۍ کې د شيعه او سني تر منځ مذهبي جګړه اوږده مخینه لري چې د زرګونو کسانو د مرګ لامل شوې هم ده.

د افغانستان د ستراتیژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو مرکز مشر سبحان الله صدیق په باور د سیمې استخبارات غواړې د پاکستان او عراق په څير په افغانستان کې هم د شيعه او سنيانو تر منځ جګړې ته لمن ووهي خو په باور یې دا ډول غونډې د دواړو مذهبونو لارویانو تر منځ د باور فضا رامنځته کولای شي.

د سني او شيعه علماوو تر منځ د یووالي غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې په وروستیو کې د شيعه ګانو پر جوماتونو او تکیه خانو یو لړ بریدونه شوي چې پړه یې هم د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش پر غاړه اخیستې ده.

شاوخوا لس ورځې وړاندې په کابل کې د امام زمان پر جومات داعش وسله والو ډله ییز برید وکړ، چې د حکومتي چارواکو په وینا ۲۸ تنه یې مړه او تر ۵۰ ډېر یې ټپیان کړل.

سني دیني عالم مولوي محمد عمر شریفي وايي یوازې دا ډول غونډې بسنه نه کوي.

د هغه په خبره د افغانستان حج او اوقاف وزارت باید د سني او شيعه علماوو تر منځ غونډې هره اونۍ یا په میاشت کې جوړې شي.

د شيعه او سني دیني علماوو د یووالي دا غونډه په داسې حال کې جوړيږي چې څو ورځې مخکې د افغانستان حج او اوقاف وزارت د جوماتونو او عبادت ځایونو امنیت ساتنې په موخه یوه طرحه د افغانستان ملي امنیت شورا ته تصویب لپاره لیږلې وه.

ولسمشر محمد اشرف غني هم د لوی اختر تر لمانځه وروسته په افغانستان کې سني او شيعه مذهبي ډلو لارویان یووالي ته را وبلل او له هغوی یې غوښتنه وکړه چې د سیاسي او مذهبي یووالي په موخه دې یو د بل جوماتونو او عبادت ځایونو ته ولاړ شي.

په افغانستان کې د سني او شیعه مذهبي ډلو شتون په دغه هېواد کې د سعودي عربستان او ایران مذهبي نفوذ ته لاره هواره کړې ده.

سعودي عربستان او ایران دواړه په افغانستان کې له یو شمير مدرسو او دیني مرکزونو سره مالي مرستې کوي.

که څه هم په تېر کې په افغانستان کې مذهبي تاوتریخوالي چندان مخینه نه لري، خو د داعش ډلې په راپیدا کېدو او دشیعه ګانو پر جوماتو له څو بریدونو وروسته په افغانستان کې د مذهبي جنګونو وېره خپره کړې ده.