مارکو روبيو: په قطر کې ايسار افغانان به په نورو هېوادونو کې مېشت کړل شي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو ويلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره نه غواړي هغه افغانان چې دا مهال په قطر کې ایسار پاتې دي افغانستان دې ته په زوره ستانه کړل شي.

نوموړي د سې شنبې پر ورځ د امریکا د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې په غونډه کې وويل، له لږ تر لږه پنځو هېوادونو سره چې د دوی د منلو لپاره یې چمتوالی ښودلی خبرې روانې دي.

د شمېرو له مخې شاوخوا ۱۱۰۰ هغه افغانان چې له امریکایي ادارو سره یې افغانستان کې کار کړی او د طالبانو په بېرته راتګ سره یې د دوی په وینا ژوند له خطر سره مخامخ شوی امریکا ته د تګ لپاره د قطر یوه پنډغالي کې ساتل کېږي.

څه موده وړاندې، د افغان ايواک په نامه هغه بنسټ چې له افغانستانه د یو شمېر وتلو هغو افغانانو ملاتړ کوي چې له امریکایي پوځيانو سره یې همکاري او کار کړی ويلي وو، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې امریکا غواړي افغان کډوال له قطره د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.

دغه بنسټ ویلي وو چې امریکا غواړي دغو کسانو ته "د جګړه ځپلي هېواد کانګو ته د تللو یا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د بېرته ستنېدو ترمنځ د غوراوي حق ورکړي."

خو اوس د امریکا د بهرنيو چارو وزير د کانګرېس د يوه غړي ګرېس مېنګ د پوښتنې په ځواب کې ويلي، "پلان دا دی او موږ پرې کار کوو چې يوازې دا دوه بديلونه موجود نه وي، ښکاره خبره ده چې افغانستان د ډېرو لپاره عملي او واقعي غوراوی نه دی. موږ هره ورځ له بېلابېلو هېوادونو سره په تماس او خبرو بوخت يوو او باور لرو، يو شمېر نور هېوادونه هم چمتو دي چې مرسته وکړي."

ښاغلي روبيو زياته کړه، يو هېواد ښايي هلته شته ټول افغانان ونه مني د دې لپاره له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې روانې دي چې دغو کسانو ته نور غوراي هم موجود وي. "موږ نه غواړو داسې حالت رامنځته شي چې له دوی کوم يو په زور افغاانستان ته واستول شي، ځکه دا په څرګنده توګه د ځينو لپاره هېڅ انتخاب نه دی".

د تېر کال په نومبر مياشت کې وروسته له هغه چې يوه افغان کډوال په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ پر ځواکونو ډزې وکړې، د ډونلډ ټرمپ ادارې امریکا ته د افغانو د سفر او منلو محدوديتونه لا سخت کړل.

له پېښې وروسته د ټرمپ حکومت د ټولو پناغوښتونکو قضيې وځنډولې او په امریکا کې دننه یې د ټولو افغان وګړو له سره د بيا کتنې امر وکړ.

د امریکا ولسمشر تېر کال د يوه اجرائیوي فرمان له لارې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر ورتګ هم بنديز لګولی و.

مارکو روبیو وايي، "اوس مهال موږ د یوې داسې لارښوونې له مخې کار کوو چې امریکا ته د افغانانو د ورتګ مخه نيسي خو دا وضعيت ښايي په راتلونکي کې بدل شي او بيا به وکولی شو له دغو کسانو د يو شمېر لېږدونه اسانه کړو خو دا مهال زموږ تمرکز پر دې دی چې نور هېوادونه پيدا او تیار شي او د دغو کډوالو یوه برخه ومني".