د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما ولسمشري په انځورونو کې

د خپرېدو وخت

له اتو کلونو لوړو ژورو له سفر وروسته د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر لسمه نېټه ولسمشر بارک اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه خپله وروستۍ وینا وکړه.

لاندیني یو شمېر تصویرونه د نوموړي د رسمي او شخصي ژوند ځینې اړخونه ښيي.

باراک اوباما
د عکس تشریح، نوموړي د دغې وینا لپاره هغه ځای وټاکه، چې اته کاله مخکې یې خپل سفر له همدغه ځایه پیل کړی و.
باراک اوباما
د عکس تشریح، نوموړي په خپله وینا کې د امریکا د ولسواکۍ پر ژغورنې ټینګار وکړ.
باراک اوباما
د عکس تشریح، نوموړی به د لومړني تورپوټکي ولسمشر تر څنګ له دې کبله هم ذهنونو کې پاتې شي، چې ډېرې ماهرانه ویناوې یې کولې.
باراک اوباما
د عکس تشریح، نوموړي د خپلې واکمنۍ مهال د بریالیتوبونو لړ کې د اقتصادي بحران پای ته رسولو، موټرو صنعت ودې او د خپل هېواد په تاریخ کې تر ټولو د ډېرو کاري فرصتونو چمتو کولو یادوونه وکړه.
باراک اوباما
د عکس تشریح، ښاغلی اوباما د رنګ او توکم په اړه وویل، د ده له ټاکل کېدو وروسته داسې ویل کېدل، چې ګواکې 'امریکا د توکمپالنې له پېره ووته، نوموړی وايي دا خبره له ښه نیته ویل کېده، خو په وینا یې دا هېڅ کله هم د واقعیت منلو په معنا نه وه.'
باراک اوباما
د عکس تشریح، نوموړی هند ته ولاړ او داسې ویل کېدل، چې ګواکې نوموړی له هند سره او په ځانګړې توګه له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره ښه اړيکي پالل.
باراک اوباما
د عکس تشریح، سپینه ماڼۍ کې له یوه ماشوم سره د لوبو پر مهال
باراک اوباما
د عکس تشریح، نوموړي خپله وینا کې خپله مېرمن نه یوازې خپله مېرمن، لومړۍ مېرمن او د خپلو ماشومانو مور، بلکې خپله ښه ملګرې وبلله.