د ریو ۲۰۱۶ اولمپيک کې لومړۍ کډواله ډله ګډون کوي

د خپرېدو وخت

د اولمپیک نړیوالې کمېټې د ریو دي جنیرو ۲۰۱۶ اولمپیک اتلولیو په لړ کې له لسو کډوالو د جوړې ډلې لوبېدو نومونه په ډاګه کړي، چې د سوریې غوټې وهونکې یسری ماردیني هم پکې ده.

د اولمپیک کمېټې ویلي، د کډوالو لوبغاړو دا لومړۍ ډله یې ځکه غوره کړې ده، چې د نړۍ په هر ګوټ کې کډوالو ته د هیلې راټوکېدو پیغام ورسوي.

په دې ډله کې پنځه د سوېلي سودان، دوه د سوریې، یو د ایتیوپیا او دوه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کډوال لوبغاړي دي.

په لوبو کې ځینې لوبغاړي په غوټې وهلو او ځینې نورو په جودو کې سیالۍ کوي، خو ډېری یې په قوي لوبو کې برخه اخلي.

د اولمپیک نړیوالې کمېټې مشر توماس باخ ویلي: "دغه کډوال لوبغاړي به هېڅ خپل هېواد، ډله، بیرغ او ملي سرود ونه لري. د دوی لپاره د لوبیزې ډلې جوړېدو هدف په اولمپیک کلي کې د نړۍ له ګوټ ګوټ نه له لوبغاړو سره د یوه هېواد جوړول دي".

د اولمپیک ۲۰۱۶ اتلولۍ د راتلونګې اګست له ۵ تر ۲۱ نېټې پورې دوام لري.

۱۸ کلنه یسری ماردیني وايي "غواړم هېوادوال کډوال راباندې وویاړي. غواړم ویې هڅوم".

ماردیني له خپلې کورنۍ سره له پلازمېنې دمشق نه د خپلې مشرې خور سارا په ملګرتیا په تېر اګست میاشت کې وتښتېده، خو د سمندر له لارې د مرګوني سفر وروستي منزل (د اروپايي سمندرغاړې) ته ورسېده.

ماردیني چې اوس له خپلې کورنۍ سره جرمني کې اوسېږي وايي "زموږ کور ویجاړ شو. هېڅ شی راپاتې نه شول" .

د هغې کورنۍ له دمشق نه اروپايي هېوادونو ته د سوري کډوالو د څپو د ورماتېدو په درشل کې له هېواده ووتله.

لومړی یې کورنۍ لبنان او بیا ترکیې ته کډه شوه.

بیا یې، قاچاق وړونکو ته پیسې ورکړې، چې یونان ته یې د سمندر له لارې ورسوي.

خو کله یې چې له ترکي سمندر نه د تېرېدو لومړۍ هڅه وکړه، بخت یې یاري ورسره ونه کړه، او بېړۍ یې بېرته هغه ځای ته ستنه کړل شوه، چې پکې سپاره شوي وو.