|
په فارياب کې د يوه ځوان د وژنې په اړه پلټنه پيل شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سيمې اوسيدونکې اوس له ځايي چارواکو نه د محمد صادق د وزنې دلاييل غواړي . دوي وايي دغه ځوان پرته له دې چې ورباندې تور ولږيږې د شپې له مخې پوليسو له کوره ويستلي او سهار يي د هغو په توقيف کې مړ موندل شوى . د ميمنې يوه سپين روبي محمد صالح زارع بي بي سي ته وويل چې له والي او نورو چارواكو يې غوښتي دي چې ددغې پيښې په اړه خپل دلايل ووايي خو زياتوي چې د فارياب امنيتي چارواكي په دې كې پاتي راغلي چې د پوليسو په څو ساعته توقيف كې د وژل شوي ځوان د نيولو او بيا دوژلو علت د هغه كورنۍ ته وړاندې كړي . د وژل شوي هلك كورنۍ او د ميمنې نور ځاى خلك ادعا كوي چې نوموړى د پوليسو له خوا د زياتو وهلو ټكولو څخه وروسته خپه كړل شوى او وژل شوى دى ښاغلي زارع د همدې خبرې يادونې تر څنګ وويل چې له چارواكو يې غوښتي چې د وژل شوي زلمي مړى د عدلي كتنو لپاره كابل ته وليږدوي ډاكټرانو هم ويلي داسې ښکاري چي محمد صادق وژل شوى وي . د فارياب والي لطيف ابراهيمي وويل چې ده هم د مړي په غاړه كې د لاسونو پاتې شوې نښې نښانې ليدلي او فكر كوي چې په لوى لاس وژل شوى. خو دا يې د هغه كميسون دنده وبلله چې د څارنوالۍ ، پوليسو او ځاى خلكو په ګډون جوړ شوى او له هغو درې تنو پوليسانو څخه د يو افسر په ګډون چې د چارواكو له خوا دې كميسون ته ورپيژندل شويدي پلټنې كوي چې زلمى يې نيولى وو او د شپې له خوا يې د والي په وينا پرې څارنه كوله. کميسون ته ورسپارل شوي پوليسان وايي چې محمد صادق ځان وژنه كړې ، ځايي خلك ادعا كوي چې وژل شوي محمد صادق د پوليسو څو تنه سرتيري ليدلي چې د ميمنې له ښار څخه يې د يوې پيغلې نجلۍ د تښتولو هڅه كوله او بيا ددې لپاره چې محمد صادق دغه خبر افشا نه كړي په هماغه شپه د پوليسو له خوا په خپل كور كې ونيول شو خو دا خبره د پوليسو له خوا رد شوې ده. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||