|
په مزار شريف کې بيا پر سوله ساتو ځواکونو بريد وشو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا د مځکني ماين يو بريد و . دغه ماين د مزارشريف په لويديځ کې د شاديانو په دښته کې د يوه سړک په غاړه کې چې د شاهين قول اردو ته ورځي ښخ شوي وه . دا سړک چې د استوگنې له يوې سيمې نه تير شوى ، په اوږدو کې يې د ايساف د گزمې په يو موتړ يو ماين چې په څنډه کې يې ښځ شوي وه چاودلى. د مزارشريف د پوليسو مشر شيرجان دراني بي بي سي ته ويلي دي د ورځې د څلور څلور نيمو بجو په شا و خوا کې دغه چاودنه وشوه او له کبله يې څلور تنه سويدني عسکر ټپيان شول ، چې د دريو ټپ يې شديد ښوول شوى . عسکر اوس په يوه نړيوال روغتيايي مر کز کې تر درملنې لاندې نيول شوي دي . له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو د بريد کوونکو د نيولو په هيله د چاودنې په شاو خوا کې ټوله سيمه وتړله چاته يې کورونو نه د وتلو او يا هم د ورتللو اجازه نه ورکوله . تر اوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه ده اخستې خو د بلخ د پوليسو مشر ښاغلى درانى وايي چې دا د هيواد د دښمنانو کار دى . څه موده مخکې هم د مزارشريف په ښار کې د ايساف په يوې برتانيوۍ ډلۍ بريد شوى وه چې له کبله يې يو تن مړ پنځه تنه نور ټپيان شول. | ورسره تړلي نور خبرونه په مزار شريف کې پر برتانيوي سرتيرو بريد وشو 29 اکتوبر, 2005 | خبرونه د مزار په بريد کې يو برتانوى وژل شوى دى29 اکتوبر, 2005 | خبرونه د اشرف رمضان د وژنې په تور دوه تنه نيول شوي 08 اکتوبر, 2005 | خبرونه په مزارشريف کې د اعتراضونو دويمه ورځ03 اکتوبر, 2005 | خبرونه د ولسي جرگې د کانديد د وژنې په تور سړى ونيول شو08 اکتوبر, 2005 | خبرونه د مزار شريف په والى نيوکې12 جون, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||