|
د مزار شريف په والى نيوکې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
وينا والو چې ځانونه بې پرې او د بلخ ولايت د خلكو استازي بلل ،په دې ولايت كې د اداري فساد د زياتوالي ترڅنګ د اوستوکنې لپاره د دوى په وينا د زمكو پر نا انډوله ويش هم سختې نيوكې وكړې ، دې خلكو ادعا وكړه چې د مركزي دولت فرمانونه په دې ولايت كې نه پلي كيږي. او له مركزي دولت څخه يې وغوښتل چې په دې حالت كې دې بدلون راولي. د ويناوالو له ډلې نه چې يوه هم حميرا روحى وه دا نيوکه وکړه چى د بلخ ولايت ټول اداري چارواكي په خپلو كې د زنځير په څير اوبدلي دي ، كه د كومې ادارې ريس له بل توكم څخه وي هغه هيڅ صلاحيت نه لري ،نو ووايي وروڼو چې چيرته لاړ شو او چا ته ووايو ، زمونږ لاس تر حامد كرزي نه رسيږي چې ورشو او ورته ووايو اې د دولت ريسه چې مونږ ښځې او نارينه ولاړو تا ته مو رايه دركړه . نن دې ولې پر مونږ پاچا ټاكلى دى ، مونږ بايد خپل غږ وچت كړو او دا بې قانوني د بلخ له ولايت څخه لرې كړو. ويناوالو پر والي عطا محمد نيوكې وكړې چې د مزار شريف په چاپيريال كې يې د اوسيدنې لپاره زمكې په ناانډوله توګه ويشلي دي او يواځې يې هغو خلكو ته وركړي دي چې په تير كې د هغه ملاتړي وو. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||