BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 01:31 گرينويچ 2005 ,08 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولسي جرگې د کانديد د وژنې په تور سړى ونيول شو

د اشرف رمضان وژنې په مزار شريف کې تاوتريخوالى پيدا کړى و .
د كورنيو چارو وزارت د تعليم او تر بيې ريس جنرال ګل نبي احمدزي ماښام خبريالانو ته وويل چې د خال باى په نامه يو تن يې د ولسي جرګې د كانديد اشرف رمضان د وژونې په تور نيولى دى .

ده زياته كړه چې دا نيونه د وژونكو په اړوند د بلخ پوليسو ته د يو رپورټ پر بنسټ شوې چې د يو ې سياسي ډلې له خوا وركړل شوى و.

خو دا چې د كومې سياسي ډلې له خوا په دې اړوند يې زيات جزيات ور نه كړل .خو زياته يې كړه چې نيول شوى تورن د مزار شريف اوسيدونكى دى .

جنرال ګل نبي د نيول شوي تن له بشپړې راپيژندنې هم ډډه وكړه او زياته يې كړه چې سملاسي نشې ويلى چې تورن كس به د سياسي ډلو پورې اړه ولري كه څنګه ؟

ښاغلي احمدزي له هغو كسانو څخه چې وړاندې يې د وژونكو د نېونې لپاره پر لاريون لاس پورې كړى و هيله وكړه چې شرايط ارام وساتي او د قانون له لارې پر مخ ولاړ شي .

د ولسي جرګې كانديد اشرف رمضان څه له پاسه يوه اونۍ وړاندې د ناپيژندل شو وسله والو كسانو له خوا ووژل شو . د نوموړي د سپرلۍ پر ګاډي له بل موټر څخه د ماشينګڼې بريد شوى و .

خو په دې لړ كې يو شمير سياسي څيرو پر يو بل ددې كار د تر سره كولو پړه اچولې ده.
د بلخ پوليسو وويل چې درې تنه نور تورن كسان په تيښته بريالي شوي دي او زياته يې كړه چې د نيولو هڅې يې روانې دي .

د بلخ پوليسو دا نيونه د برتانيا په مشرۍ د ولايتي بيا رغاونې ډلې په مرسته تر سره كړې د ه . د دغو ځواكونو مشر ډګروال جان بريټن له تورن څخه د عادلانه پلټنو غوښتونكى شو .

په همدې لړ كې د فارياب له ولايت څخه راپورونه وايي چې پوليسو درې تنه د نوموړي ولايت د المار د ولسوالۍ د دوه تنو وژل شو كسانو په تور نيولي دي .

دا كسان له هغې وروسته ونيول شول چې د فارياب ولايت د ولسي جرګې د يو مخكښ كانديد پلويانو چې ورور يې په تيرو اونيو كې د ناپيژندل شو وسله والو كسانو له خوا وژل شوى و د ميمنې په ښار كې د ملګرو ملتو د دفتر په وړاندې پر لاريون لاس پورې كړ .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت