|
په مزارشريف کې د اعتراضونو دويمه ورځ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
حنان حبيبزى مزارشريف لاريون د نوموړي كانديد له كوره پيل شو او بيا د ښار زړه ته راووت.د ګډون والو نيوكه دا وه چې دولت د اشرف رمضان د وژونكو په نيولو كې ګړندى نه دى . د ولسي جرګې دغه كانديد د تېرې اوونۍ په وروستيو ورځو كې په داسې حال كې چې د كار له ځاى څخه د كور پر لور روان و ، د سپرلۍ پر ګاډي يې له يو بل موټر څخه د ناپيژندل شويو وسله والو كسانو له خوا ډزې وشوې او ووژل شو. نوموړى د حاجي محمد محقيق د وحدت ګوند له پلويانو څخه و او د پارلماني ټول ټاكنو په سياليو كې يې ډيرې رايې هم ګټلې وې. ولسمشر حامد كرزي د كانديد له وژل كېدو څخه څو ګړۍ وروسته د اشرف رمضان وژنه په كلكه وغندله او د بيړنۍ پلټنې امر يې وكړ . د كورنيو چارو وزارت د څارنوالۍ د رييس سيد كريم سادات په مشرۍ د امنيتي پلټونكو يو پلاوى په مزار شريف كې دى. پلاوى د ولسي جرګې د وژل شوي كانديد ښاغلي رمضان د وژونكو د جوتولو په موخه د بلخ له پوليسو سره په ګډه پر پلټنو بوخت دى . خو د پلټنو په اړه بشپړ جزييات لا روښانه نه دي چې څه ډول پر مخ روانې دي . د وژل شوي كانديد اشرف رمضان پلويانو له دې وړاندې هم د يو پريكړه ليك په ترڅ كې ټينګار كړى و چې د بلخ والي عطا محمد نور په دې ولايت كې د ټولټاكنو د امنيت د چارواكي په توګه ونشو كړى چې د كانديدانو امنيت ونيسي . په پريكړه ليك كې له دولت څخه د بلخ د والي د ګوښه كېدو او بيا يې له دندې څخه د لرې كېدو غوښتنه شوې وه . خو د بلخ والي دغه ادعاوې رد كړې او ويې ويل چې ډير ژر به د ښاغلي رمضان وژونكي جوت او د قانون منګولو ته وسپاري . ده د ښاغلي محقق له خوا لگېدلى دا تور هم رد کړ چې گنې د اشرف رمضان په وژلو کې يې لاس درلود. هغه وويل دا يو سياسي قتل وو او پړه يې پخپله د محقق پر غاړه ده. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||