BBC News, پښتو - کور پاڼه
کابل: د پاکستان دبریدونو له امله افغانستان کې "۲۷ زره " کورنۍ بې کوره شوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د پاکستان د بریدونو له امله په افغانستان کې له ۲۷ زرو ډېرې کورنۍ بېځایه شوې دي. د اقتصاد وزیر پر ملګرو ملتو او نورو مرستندویو ټولنو غږ کړی، چې دغه خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, د ملګرو ملتونو سرمنشي پر امریکا او اسرائیل د جګړې درولو غږ وکړ
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په نیویارک کې خبریالانو ته وینا کې د جګړې د سملاسي پای ته رسېدو او د ټولو خواوو له لوري د دوښمنیو د درولو غوښتنه وکړه. هغه وویل: "موږ د یوې پراخې جګړې پر څنډه ولاړ یو چې کولی شي ټول منځنی ختیځ راونغاړي او په ټوله نړۍ کې جدي اغېزې ولري."
ناسا سپوږمۍ ته د دایمي اډې جوړولو د هڅې په موخه ارټمیس ۲ فضايي بېړۍ واستوله
د ناسا ارټمیس ۲ فضایي بېړۍ فضا ته له اوریون کپسول سره وتوغول شوه، هغه چې تر اوسه د ناسا تر ټولو لوی توغندی ګڼل کېږي. ارټمیس ۲ څلور ستورمزلي لري، چې درې یې امریکایان (ریډ وایزمن، کریستینا کوچ، ویکتور ګلوفر) او یو کاناډایی (جرمي هنسن) دی او د امریکا پر ختیځ وخت د ماښام پر ۶:۳۵ بجو د فلوریډا له ناسا کینيډي فضایي مرکزه فضا ته واستول شوه.
پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو کې لږترلږه ۳۱ افغانان وژل شوي دي
د ایراني رسنیو د راپورونو او هغو معلوماتو له مخې چې بي بي سي ته رسېدلي دي، د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د امریکا او اسرائیلو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ افغانان وژل شوي دي. په هغو تصویرونو کې چې د مارچ پر ۲۷مه د تهران په سویل کې اخیستل شوي، مرستندویه کارکوونکي د وژل شویو کسانو مړي لېږدوي.
چېن کې د کابل او اسلام اباد خبرې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې اسلام اباد د چین په ارومچي ښار کې له افغانستان سره خبرو لپاره د لوړې کچې پلاوی استولی دی. نن په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل چې دې خبرو کې لوړپوړي چارواکي د پاکستان استازولي کوي، خو ده د پلاوي د جوړښت په اړه نور تفصیل ورنه کړ.
ټرمپ ولې د ایران د جګړې په اړه مهمې پوښتنې بېځوابه پرېښې؟
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې ماښام له سپینې ماڼۍ خپله وینا وکړه، - سره له دې چې مخکې یې ځینې اټکلونه کېدل - تر ډېره هغه خبرې بیا تکرار شوې چې هغه یې د ایران جګړې په اړه له څو ورځو راهیسې کوي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
ملګرو ملتو افغانستان کې "په سم لاسی ډول" پر ښځینه کارکوونکو د بنديز لرې کولو غوښتنه کړې
د ملګرو ملتو کارپوهانو د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې ددې سازمان دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ لګېدلی بندیز په سم لاسي توګه لرې کړي. دې کارپوهانو په یوه اعلامیه کې پردې بندیز اندېښنه ښودلې او دا یې "د ټولو مېرمنو په ځانګړې توګه کارکوونکو مېرمنوپه حقونو مخامخ ګذار" بللی دی.
ایا موږ له ۱۹۷۰مو کلونو څخه هم د تېلو له جدي کړکېچ سره مخ کېږو؟
د نړیوالې انرژۍ په ځانګړي ډول ( نفتو او تېلو) لېږد لپاره د هرموز تنګي له تړل کېدو میاشت اوړي، دې خنډ او ځنډ نړۍ د هغو ننګونو پر لور روانه کړې چې د ۱۹۷۰مو کلونو د تېلو بحران پرتله ډېرې سختې بلل کېږي. د بیړیو چلولو یو کارپوه او سوداګر لارس ینس بي بي سي ته ویلي د امریکا-اسرائیلو او ایران جګړه ښايي له ۱۹۹۰مو کلونو څخه هم پراخه اقتصادي ګډوډي او د تېلو کړکېچ رامنځته کړي.
تورخم دروازه د ایسارو افغانانو د اوښتو لپاره بیا پرانیستل شوه
افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلي پر ډیورنډ کرښه د تورخم لار چې د وروستۍ ترینګلتیا له امله تړل شوې وه د سې شنبې پر ورځ د هغه کسانو اوښتو لپاره پرانیستل شوې چې له کرښې پورې ایسار پاتې وو. په تورخم کې ځايي پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې ۱۱ تنه نیول شوي افغان کډوال طالبانو ته سپارل شوي دي او ۱۷۵ نور کسان هم له لنډيکوتله افغانستان ته اوښتو لپاره تورخم ته لېږدول شوي دي.
افغانستان: د طالبانو حکومت له روسیې د نفتي توکو واردات لوړول غواړي
د رپوټونو له مخې له روسیې افغانستان ته د تېلو صادرات په تېر کال کې شل سلنه زیات شوي دي. د انرګوسټار ټرېډینګ په نوم شرکت د خپرو کړو معلوماتو له مخې، یوازې همدا کال کې بېلاروس افغانستان ته ۴۰۰ زره ټنه تېل صادر کړي دي."
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲ اپریل ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































